د افغانستان د متحدو علماو شورا اعلامیه

په هیواد کې د وروستیو خونړیو پیښو په ځانګړی توګه په کابل کې د سیدالشهدا په ښوونځي باندې د خونړی برید په اړه

د افغانستان د متحدو علماو شورا اعلامیه

(هر هغه څوک چې یو کس پرته له کوم جرم څخه په قتل رسوي دهغه سزا آبدی جهنم دی).

له هر څه د مخه د کابل ښار د دشت برچې اړوند سیمه کې د سیدالشهدا د ښوونځی پر زده کوونکو باندې د خونړی پیښي شهیدانو ته د لوی څښتن تعالی له بارګاه څخه د جنت فردوس او ټپیانو ته یې عاجله شفاء او د پیښي عاملینو ته د جهنم غوښتنه کوو، الله تعالی دی د افغانستان د مظلوم ولس دښمنان په خپل قهر او عذاب کې اخته کړي.

د هیواد او ولس دښمنانو لخوا بیا هم د روژې په مبارکه میاشت کې د اسلامیت او انسانیت پر خلاف یو نه بښوونکی جنایت تر شوو، چې انسان یې د ویلو لپاره هیڅ ډول الفاظ نشی برابرول، ځکه چې په کوم دین او آیین کې د ښوونځيو پر زده کوونکو هغه هم پر معصومو انجونوباندې، په کوم دین کې پر هغو مسلمانانو چې د تراویح د لمانځه پر اداکولو سره یې د خپل رب فریضه ادا کوي، په کوم دین کې پر هغو ځوانانو چې د کانکور د آزمویني هوډ یې درلود، په کوم دین کې پر جوماتونو، دیني عالمانو او …. بریدونه روا دې؟؟؟ هغه هم د روژې په مبارک میاشت کې چې د رحمت، مغفرت او د جهنم له اور څخه د خلاصون میاشت ده، هغه میاشت چې قرآن اعظیم الشان په کې نازل شوي، آیا د دغو پیښو عاملین او هغه باداران یې چې دوي دغه غیر اسلامی اعمالو ته هڅوي الله تعالی ته څه ځواب لري؟ معلومه ده چې نه یې لري.

درنو او متدینو هیواوالو: له بلې خوا دا یو څرګند حقیقت دی چې اسلام علم او زده کړی ته څومره ارزښت وکړی هاند دا چې د اسلام ستر پیامبر د علم زده کړه په هر نراو ښځینه مسلمان باندې فرض ګرځولي،(طَلَبُ العِلمِ فَريضَةٌ عَلى كُلِّ مُسلِمٍ و مُسلِمَةٍ (متفق علیه).

خو له بده مرغه چې له اوږدې مودې راهیسي او بیا په ځانګړی توګه په دې وروستیو کې د اسلام، انسانیت، ښوونې او روزنې دښمنانو د اسلام مقدس نامه څخه په ناوړې ګټي پورته کولو سره د بهرنیو هیوادونو د څارګرو ډلو په لارښوونه د علم او زده کړی له دغه ستر نعمت څخه زمونږ د ماشومانو او ځوانانو د محرومیدو په موخه یو لړ ورانکاره کړنې په لاره اچولي چې کله مو ښوونځي راسوځوي، کله یې په بمونو الوځوي، کله یې دروازې زمونږ د ماشومانو پر مخ تړي، کله مو نازولي زده کوونکي را مسموموي، کله مو ښوونکي او زده کوونکي ګواښوي او حتی په شهادت یې رسوي،

نو مونږ علما د خپل دیني مسوولیت له مخې د هیواد د سولې او ثبات د دښمنانو او په ځانګړی توګه د علم او زده کړی د دښمنانو هر ډلو ورانکاره او ترهګریز بریدونه په کلکه غندو او د دوي د هر ډول ظلم او ستم پر وړاندې ولاړ او نه پریږدو چې د اسلام او انسانیت دغه ترهګري ډلي زمونږ د مظلوم ولس او په ځانګړی توګه ماشومانو او ځوانانو پر وړاندې خپلو ناوړو او کرغیړنو موخو ته ورسیږي.

د افغانستان د متحدو علماوو شورا

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button