مخته ځه. شاته مه ګوره!

ګل احمد احسان
که موټر، موټرسیکل، بایسکل او نور چلوئ باید مخته وګورئ، کنې لیري نه ده چې تر یوه غټ پاڼ به مو شوه کړي. همداسي د ژوند کیسه هم ده، که دي په تیرو خبرو او وختونو پسې کتل او وخت دي پر ضایع کړ نو په راتلونکې ژوند کې به له سختیو او ستونزو سره مخ شې.

اوس نو د ژوند د ښې راتلونکې لپاره سیخ سیده مخته ګورئ، د چا بېځایه خبري مه اورئ، د ستونزو او تهدیدونو د له منځه وړلو لپاره مبارزه وکړئ.

د ژوند هم عجیبه کیسه ده! که ونه ځغلې نو ځای پر ځای به ولاړ وې فقط به ساه کاږې او ژوندی به يې، که منډه وهي او غواړې خپلو هیلو ته ورسېږې په لاره کې بیا لویي ستونزې شته، لوړې، ژورې لري او ددې هرڅه ترڅنګ ځیني کسان بیا چي خپله یوازې ژوندي دي ستا د پرمختګ مخه نیسي، په لوی لاس درته ستونزې جوړوي، خبرې درپسې کوي او غواړي په خپل شکل کې دي کړي.

ځوانه! ګوره چې د ډېر عمر کسان هم ژوندي دي اما یوازې د هغه هدف په انتظار ناست دي چي دوی يې نه غواړي ( مرګ ) ځکه دوی اوس د پرمختګ، هوساه ژوند او دې ته ورته ډیري هیلي نه لري. ستا همدا د کار، زیار او زحمت وخت دی.

هره دنده چې لرې په مینه يې سرته رسوه، سهار چې د خپلې دندې په لورې ځې د پرمختګ او لا ډېر زیار هڅې کوه. که خلک درته وايي چې ستا دنده ډېره وړه ده ته به يې لوړه او با عزته ګڼې. که هغوی خبرې درپسې کوي ته به يې پروا نه ساتې. ډېر داسي ځوانان ما لیدلي چي کله د ملګرو سره د خپلي دندي په اړه خبري کوي هغوئ ورته وايي تر دې دندې خو دي دا ښه ده چې بیکاره په کور کې کښېنې، ستا شان وګوره او دا ډول دنده، تعلیم دي ددې د پاره وکړ چې اخر به دوکانداري کوې، په داسي حال کې چې تعلیم یوازې د پوهې ترسره لاسه کولو لپاره دی نه ده دتجارت او پیسو ګټلو وسیله، نو تل مخته ځه.

ته مخته ځه خلک خپله درپسې کیږي. که پر دښتونو مو سفر کړی وي نو نا بلده موټروان پر هغه لاره ځي چې بل موټر پرې تللی وي، د هغه د موټر لاره تعقیبوي ترڅو هدف ته ورسېږي، که څه هم لومړني موټروان شاید پر ځان خطرونه منلي وي خو موږ باید په دې پوه شو چې هغه زموږ تر مخه خپلې موخې ته رسېدلی.

مهمه خبره: که پرمختګ او بریالیتوب غواړې نو سهار وختي له خوبه پاڅه، خپله دنده بوج نه بلکي خپل شوق او ذوق وګڼه، هره ورځ ددندې پرمهال د پرمختګ او نوښت په فکر کې اوسه، د کار پرمهال د ساعت ستن مه تعقیبوه بلکې خپل کار تعقیب کړه.

ته مخته تلای شې، ته بریالی کېدلای شې.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button