غولن سیاست

طنز
محمود نظری

غولن سیاست
د دنیا والو یوغولن نوی نزی سیاست دا دی
دلته په هر چم چې وي پښتون په پښتون وهي
مړ خولۍ پښتون پرپچه وخیژوي او باچا کړي
په بدماشه مرستیال بیا هغه کره مړغون وهي
دچپنکي سره یې چو رسروپ لیوني ایله کړه
هغه د طالب په نامه هر چیري پوه پښتون وهي
هغه پښتانه چې د دې بدرګ نظام بدلون غواړي
هغه دالقاعده سره په نامه د پټ پیوستون وهي
دا چې زنځیري لیوني د ډارن شاوخوا اټن کوي
ډارن دتوازون لپاره د هر خاین سره یوپښتون وهي
***
غین ته یې عین بې قانونه په لوچکي نیغ ودروی
هغوی په غرتو او لوچکیو ځان ته هربد شګون وهي
پښتون هغه کام دی چې په دنیا خپله مور نه پلوري
ځکه با حیا تجاران تر ټولو اول داپوخ ستون وهي
افغان ولس خوشاله دی چې په نوم پښتون باچا لري
خبر نه دی چې له هرې خوا بدماشان هغه جبون وهي
دواک لړمون خوړین ګیدړباچا، ناپښتون باچا ښه دی
هغه وخت دا پښتانه مجبور خپل حق ته زنګون وهي
اوس چنګښو دولت ژوندی تیر کړی د ښامار په نامه
هر ډانګیي خپلو سپوته چنې د واک په ویشون وهي
که د اساسي قانون ضد ګام ته کوم زیږافغان سي ببر
دپښتنو په ګټه قانون په نظارکراسي او لاریون وهي
هر مداري دخپلې ګټې لپاره برخه غواړي نه د چوپړ
اهل مسلکه په لغته د بدپښتون او دوه ژوندون وهي
هیڅوک څه ویلای نسي بې قانوني قانوني ته قانوني
همداڅو دواک تږي پښتانه دا رښتیا په غبرګون وهي
«جان کیري » موږ ته داسې خوندور معجون جوړ کړه
تر ابده به په دې ښه اکسیرو ز موږ ملي ر غون وهي
که وو موږ تل پټه خوله او له خپله سیورو ډاریدو
تر هغه به دا سیاستوال دلته پښتون په پښتون وهي
څو تنه پښتانه یې په وړیا تنخواه پټه خوله کړي دي
دڅو تنو واک وږو پښتنو په سر حق د ټول پښتون وهي
پښتون باچا ان یو پښتون رییس خپله ټاکلی نسي
تر هغه چې اجراییه خپله سره ټاپه دهغه په پتلون وهي
ټول پلورل سوي اوس پر موږ ډارنانو باداري کوي
دوی ثابت دي پښتانه په یو نوم بل نوم موزون وهي
«نظری » په طنز هر څوک کله پوهیږي ساده یې وایه
په بې قانونه دولت کې به خود لوچک زبون وهي
موږ دا ناقانونه دپردو د زور اجراییه ریاست نه منو
پښتانه دا ناقانونه اجراییه په اساسي قانون وهي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button