غلام قوم

اخته چه په ناندریوشی تباه شی هغه قوم
غلام چه دپردیوشی تباه شی هغه قوم
★
ژوندی یی لکه مړه دقبرستان بدلی وایی
مرګ هیله دژوندیوشی، تباه شی هغه قوم
★
لنګئ دمشرتوب دچاپه سرایښودی نه شی
داشان چه بی سړیوشی تباه شی هغه قوم
★
تګ لاردهدف لورته ایستی نه شی ګردابوکې
کاروان ښکاردسیلیوشی تباه شی هغه فوم
★
معیاردانسانیت ، دین اودنیایی چه دولت وی
هرڅه یی په روپیو، شی تباه شی هغه قوم
★
دپلارپه شمله وياړي خوپه پلونویی پل نه ږدی
چه کارتش ترپګړیوشی تباه شی هغه قوم
★
روهینه دقلم په ځای وسلې چه په اوږووړي
مشغول چه په بدیوشی تباه شی هغه قوم

م.روهین ـ جرمنی
۲۶.۰۵.۲۰۱۵
Back to top button