پاکستان بالاخره په خپل سیاست کې ماتیدونکی دی

نویداحمد څرک

د پاکستان ملکي حکومت تازه ویلې چې په افغانستان کې د لاسوهنې پالیسي له منځه وړي او د همکاریو نوی باب پرانیزي، خو د پاکستان د ملکي حکومت په دې ډول څرګندونو باور نه شي کیدلی.

دا ډول څرګندونې یواځې دا ثابتوي چې پاکستان په دې اعتراف کوي چې افغانستان کې یې د جګړې اور ته خشاک برابر کړي دي او دا اور یې بل ساتلی دی.

تازه عمران خان ویلي چې په افغانستان کې د لاسوهنې سیاست ته پاکستان د پای ټکی ږدي او د همکاریو باب پرانیزي.

تیرو کلونو کې اصف زرداري، نواز شریف هم ورته څرګندونې کړي، خو په عمل کې یې بیا هیڅ داسې اقدام نه دی کړی چې وښيي، پاکستان په افغانستان کې لاسونه نه کوي.

د پاکستان ټول سیاست او په ځانګړي ډول بهرنۍ پالیسۍ د پاکستان د پوځ په لاس کې دي او ملکي حکومت ته دومره چانس نه ورکوي چې په دې پالیسیو باندې نظر ورکړي.

د پآکستان پوځ په افغانستان کې د تاوتریخوالي پالیسي له تیرو ۴۳ کلونو راهیسې تعقیبوي او په دې باندې د پاکستان مخکیني پوځي مشر جنرال پرویز مشرف اعتراف هم کړی دی.

هو، د پاکستان ملکي حکومت ممکن وغواړي چې له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره د اړیکو پراختیا او نوی فصل پرانیزي، خو دا پریکړه هغه وخت د عمل وړ ده چې د پاکستان پوځ یې ورسره مني.

د پاکستان د ملکي حکومت او پوځ د خبرو او عمل تر منځ ډیر لوی توپير شته دی، ملکي حکومت مجبور دی چې د پوځ له پالیسیو یا ملاتړ وکړي او یا پرې ځان غلی کړي، که داسې و نه کړي، د یوې میاشت دننه ورته دسیسه جوړوي او لکه نواز شریف غوندې یې له هېواده جلا وطنه کوي.

که پاکستان په رښتیا غواړي چې افغانستان کې د جګړې پالیسي بدله کړي، دا ښکاره ده چې د اړیکو نوی فصل رامنځ ته کیږي او دا فصل به اقتصادي وي چې پاکستان له مرکزي اسیا سره وصل کړي.

پاکستان د ترهګرۍ له درکه زیاتې پيسې په لاس راوړي او له همدې کبله یې دا پالیسي غوره کړې ده.

که پاکستان د افغانستان په تړاو خپله پالیسي بدلوي، دا یې د عامو خلکو او ټولو افغانانو غوښتنه ده، خو د پاکستان پوځ بیا له افغانستان سره حسنه اړیکو کې دومره ګټه نه ګوري، لکه څومره چې تاوتریخوالي کې ګوري.

خو دا ورځ راتلونکي ده چې پاکستان به دې سیاست کې ماتې خوري، طالب به ماتې خوري او د پاکستان د ملیشو ټغر به له دې خاورې ټولیږي.

پاکستان په افغانستان کې د بیا واکمن کیدو خوبونه ګوري، خو دا ځل د پاکستان ملیشو ته افغانان چانس نه ورکوي چې په کابل حکمراني وکړي او د پاکستان حکمونه له کابل وچلوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button