غذايي امنيت او ځنګلونه

توحيد علي عظيمي

د آدم ع له پيدايښت څخه تر دې دمه ټول انسانان چې تر اوسه پورې يوه داسې فعاليت چې لا هم مشترکه ده هغه د‌ غذايي موادو تولید دی.

د نړۍ د ټولو دولتونو يوازینۍ هڅه همدا وي چې ولس يې په ګیډه موړ شي او له لوږې نجات ومومي ځکه فقر د هرې بدبختۍ لامل دی. د خوړو تولید او مصرف يو دوامداره پروسه ده او هیڅکله نه دريږي. د خوړو د تولید او مصرف ترمنځ واټن لرونکي ملتونه تل نورو ته محتاج وي.

الله ج ځمکه د انسان لپاره نعمت ګرځولې ده، چې پرې کښت وکړی او د اړتیا وړ غذایي توکي تولید کړي. پخوا د هيوادونو ترمنځ سرحدونو شتون نه درلود او ډيری وختونه به انسانان د غذايي موادو د کمښت له امله مهاجرت ته اړ شول. د‌ غذایي موادو مهاجرت طبيعي دی چې حتی مرغان هم د ځمکې له شمالي څخه جنوب لور ته هر کال حرکت کوي، خو انسانان اوس له دې حيواناتو ډير محدود دی.

د غذايي امنيت د راوستلو لپاره باید په ډيرو عناصرو کار وشي چې ځینې اوبه، خاوره، ځنګلونه او Biodiversity ده. مونږ ډيرې اوبه لرو خو ددې اوبو شتون دوامداره نه وي بلکې اورښت پورې تړلي وي. د اورښت د رامنځته کولو لپاره ځنګلونو ته اړتيا ده. ځنګلونه په افغانستان کې ۴۰ کاله پخوا ۳ سلنه وه اوس شاید ۱ سلنه هم نه وي، نو چې ځنګل نه وي اورښت له کومه شي؟

افغانستان ۱۲ سلنه د کښت ځمکه لري چې نیمه يې للمي ده. د‌ للمي ځمکو اوبه کول اسانه کار نه دی او ډير امکانات غواړي. پخوا همدا ځمکې بارانونو اوبه کولې اما اوس هر څو کاله وروسته وچکالي راځي. دا وچکالي الهي عذاب نه بلکې دا افغانانو په خپله رامنځته کړې ده. مونږ د ځنګلونو د قطع کولو سره په خپل ځان آسماني اوبه بندې کړي دي. د وچکالۍ پړه يوازې پر نړيوال اقليم هم اچولی نشو ځکه له مونږ ډير ځپېدلو هيوادونو کې د باران کچه لوړه وي.

په مونږ هيڅوک ملامته نه دي او نه هم الله ج مونږ په مشکل اخته کړي يو بلکې په خپله په شته نعمتونو کې سرګردانه يو. د ساتنې په ځای مو هر څه وران کړي. الله ج تاته ځنګل درکړی په خپله دې په تبر وواهه اوس نو ناست يې چیغې وهې چې هله غنم نشته او لوږه ده، که سل کاله هم دعاګانې وکړې چې الله تعالی په تا رحم وکړي نو نه يې کوي ځکه تاسو د الله ج نعمت کې همغسې ناشکري کړې لکه څنګه چې د صالح ع قوم ظلم له اوښې سره وکړ! هغوی هغه اوښه ووژله چې شيدې يې ورکولې او افغانانو هغه ځنګلونه ووهل چې د انسانانو او حیواناتو د غذايي امنیت برخه وه اوس نو تاسو ووایاست چې ايا موږ باید ځان کې تغيرات رامېنځته نه کړو؟ توبه يوازې دا نه ده چې په سجده شو، پوزه او غوږونه په ځمکه راکش کړو بلکې د خپلو عملونو جبران کول هم توبه ده.

حل لاره:
– مصنوعي ځنګلونه رامنځته کړئ، دومره ونې وکرئ چې د سترګو له ديد څخه مو ووځي. له دې سره به زموږ د اوبو زيرمې هم ډکې شي. دا يو اوږد مهاله پروګرام دی خو ګټه يې هم اوږد مهاله ده ځکه د اکسيجن د تولید سره د اوبو تبخير او بيا وريدل زموږ خاورې هم اصلاح کوي.

– اوږده او لوی کانالونه جوړ کړئ، د کانالونو لوی کمربند باید جوړ شي چې پکې له يو ولایت څخه بل ولایت ته اوبه انتقال شي. زموږ اوبه باید زموږ هيواد کې خرڅ وکړی او دا خرڅ باید دوامداره وي. که د اوبو کچه لږه هم وي نو د وخت په تېرېدو سره به خپله پورته شي.

– د ځنګلونو سره به ۴۷ سلنه څړځايونه چې ۲۰ ميليونه پسونه او بيزې پرې څړ کوي هم پر ګیډه ماړه شي. د غوښې تولید به هم ډير شي.

– يوازی کانالونه جوړول هم د ټول افغانستان مشکل حل کولای نشي ځکه لوړې او ژورې لرو چې بې له اورښت څخه یې اوبه کيدنه امکان نه لري.

– د ځنګلونو جوړونه پخوانۍ تګلارې چې يوازې د کاغذ پر مخ وې عمل کې راوړل شي.

– د ځنګلونو په جوړولو کې له ولس څخه مرسته وغوښتل شي.

– د ځنګلونو جوړونې کمپاينونه ترسره شي ترڅو هر وګړی په کې برخه واخلي.

– د ځنګلونو په بيا رغونه کې له نړيوالې ټولنې سره همغږي وشي او اطمینان حاصل کړي چې په واقعيت سره ځنګل جوړيږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button