زړونه خپل کړئ

زموږ په ټولنه کې یو بد دود دی، چې ډېری وګړي وينې نو د انسانانو په څهرو باندې به مينيږي. خو اصل خبره دې کې نده، چې څهره ښکلې ده او کنه!

زړونه باید پاک او او په زړونو باندې باید پاچاهي وشي. که زړونه خپل کړو، بیا د ټول عمر لپاره هم څهره او هم زړه زموږ کيږي.

اوس څه ډول کولای شو، چې زړونه خپل کړو نه څېرې؟

د زړنو د خپلولو لپاره باید، تر ټولو لومړی نيک اخلاق، نرمه ژبه، ټولنيز اخلاق او مثبت فکر ولرو. ځکه کوم کس که هر څومره ښې سترګې، پاک وېښتان، غټ غټ لاسوونه، دنګه ځواني، ګڼې وروځیې او داسې نور څه ولري، مګر که نيک اخلاق ونه لري هېڅ کله زړه نشي خپلولای.

همدارنګه، که څوک دا پورته هر څه ولري، ځواني، نرګسي سترګې، تور ستر باڼه، او نور مګر چې نرمه خوږه ژبه ونه لري، بیا هم نشي کولای چې د خلکو زړونو ته لاره وکړي.

ټولنيز اخلاق، چې تر بل هر شي انسان ته مهم دي، باید ټولنيز اخلاق ولري، ځکه هر کس چې به ټولنه کې د خلکو سره ښه چلند یا ټولنيز نه وي، نو د ټولنې د وګړو هم ور سره چندان تبه نه لګي نو په هر صورت ټولنيز اخلاق د زړونو په خپلولو کې ستر رول لوبوي.

په ټولو کې چې زیات مهم دی، هغه په ټولنه کې مثبت فکر دی. کوم کسان چې د ټولنې د وګړو په اړه مثبت اند لري، د ډېرو خلکو په زړونو باندې پاچاهي کولای شي، ځکه چې دوی د هر انسان خبرو ته ښه په ځير غوږ نيسي او په اړه یې یو ښه مثبت نظر ور کوي، نو همدا لامل دی چې د ښه فکر لرونکي کسان په ټولنه کې زیات محبوب او خلک ورته په ښه سترګه ګوري.

د زړونو خپلو کار ګران کار هم دی، ځينې کسان ددې تر څنګ چې ښه اخلاق، ښه ژبه، مثبت فکر هم لري، مګر بیا هم ځيني خلک ور څخه کرکه کوي. ددوې لویه ستونزه داده، چې د خلکو د خبرو په منځ کې ور لويږي، هر وخت خپلې خبرو کې اولیت ور کوی، او د نورو نظر ورته په زړه ښه نه لګي. نو همدا لامل شي، چې ددې پر ځای چې هغه کس د خلکو په زړه کې ځای پيدا کړي، برعکس شي. مانا دا چې دی غواړي خپل نظر په خلکو په زور ومني نو هغه کله خلک ور سره مني. نو همدا لامل شي چې د خلکو او ټولنې په منځ کې منپور کيږي.

ښه خبره به دا وي، چې هر انسان باید بس انسان ته متقابل احترام ولري، تر څو د خلکو په زړونو کې ځانګړی ځای ولري، کنه بدون له متقابل احترام څخه به هېڅ وخت د خلکو زړونه ل نه کړي.

ځينې خلک په ټولنه کې د وګړو تر منځ درواغجن پېژندل شوي وی، هغوی هم که هر څو زیار وباسي، چې په ټولنه کې د خلکو په زړه کې ځای ونيسي، نشي کولای، ځکه چې هر خبره کې خلکو ته درواغ ښکاريږي. هغوی که هر څو رښتیا ووایي هم خلک پرې باور نکوي، ځکه په ټولنه کې یې ښه نوم نه وي، او د درواغجن په نوم مشهور وي.

لنډه خبره داده، چې که هر څوک غواړي په ټولنه کې ښه نوم ولري او د خلکو په زړه کې ځای ولري. نو اړينه ده ورته، چې نيک اخلاق، ښه ژبه، مثبت فکر او درواغجن ونه اوسي. خو مثبت فکر څه تعليم کولو باندې پيدا کيږي که نران یاست نو په خپلو بچیانو باندې تعليم وکړئ، تر څو په ټولنه کې د ښه فکر کسان ډير او د خلکو په زړه کې ځای و لري.

لیکنه: ذبیح الله ایمان

نور ښکاره کړئ
Back to top button