د چمن د وه موږکان

دالماني سرچینو څخه

د چمن د وه موږکان

د ماشوماتو له پره لنده کیسه

ژباړن: رڼاګل اریوبزی

په پخوا نیو وختو کې دوه موږکان په یوه چمن کې اوسیدل. یو يې ډ یر زیار کښ و. ده د ژمي د پاره له سهاروختي ترماښامه زیرمې جوړولې، ریښې يې راکیند لې، دوښود تخمنودانې، پټاټۍ او میوې يې راټولولې اوخپلې زیر مې يې یوه په بله پسې ډ کولې. هره ورځ يې لمرته کتل او په اندیښنه يې فکر کاوه چې:« اوس خو لا اوړی دې، زر به منی راشي.» کله چې منی شو، نو بیا په دې فکر کې وچې:«اوس خو لا منی دی، ډ یر زر به سوړ ژمی راشي.» اوس يې د زیرمو دجوړولو له پاره هلې ځلې لا هم زیاتې کړلې اوتر هغوی يې ارام نه درلود، ترڅوچې ټولې زیر مې يې ښې ډ کې کړلې. خو دا بل موږک له سره لټ و. دی به هغه وخت له خوبه پاڅیده چې، لمر به پاس په اسمان ولاړ و. کله به چې چمن ته راو وت، یوازې د نڅا شوق يې درلود. دی نڅیده ، سندرې يې کولې، شپې او ورځ يې بیغمه او په خوشالۍ تیرولې. کوم وخت به چې دا لټ موږک د زیا رکښ موږک له مخې تیریده، نو نارې به يې ور وهلې چې:« راځه چې وناڅو اوسندرې وکړو.» زیار ایستونکي موږک ورته و ویل چې:« زه وخت نه لرم، باید ځان ته د ژمې له پاره زیرمې جوړې کړم.» تودې شپې او ورځې تیرې شوې او ساړه ولګید. اوس لټ موږک هم د زیرمو جوړول پیل کړل، خوده یوازې لږ څه دانې اوزړي پیدا کړل. کله چې واوره په اوریدو شوه، زیار کښ موږک په خپله سوړه کې کرار کیناست، چې وږی به شو، زیر مې ته به ورغی او هلته به يې ځان موړ کړ. ورو ورو يې زړه تنګ شو او ویل به يې چې:« کاشکې یو میلمه راغلی وای چې د یوه بل سره مو خبرې اترې او ټوکې ټکرې کړې وای.» په همدې وخت کې د دې بل موږک زیر مه تمامه شوه. هلته په ځای ناست و، له لوږې رنځیده، له ساړه لړزیده او ورځ په ورځ کمزوری کیده. په ور ته پاتې وروستي ځواک د زیا کښ موږک سوړې ته ورغی او ورته ويې ویل چې:« زما سره مرسته وکړه، ډیر وږی یم او که ژر ترژره څه ونه خورم، نو له لوږې مرم.» زیار کښ موږک ورته و ویل چې:« په خپله زیرمه دې څه وکړل، که تا هم زما په شان دزیرمې د جوړولو له پاره زیار ایستلی واي اوس به نه وږی کیدې.» لټ موږک ورته و ویل چې:« ته حق لرې، خو په اوړې کې مې دسندرو او ګډا سره ډیر شوق درلود او خوند مې ترې اخیست، نوځکه مې له یاده و وت چې د ژمې له پاره زیرمه جوړه کړم.» زیارکښ موږک نه غوښتل چې د په زیات زیار او هڅې راټولې کړې زیرمې څخه یو څه ورکړي، نووږی موږک يې تش لاس بیرته ولیږه. کله چې هغه تر لاړ او دابل ګوښی پاتې شو، نو بیا يې زړه تنګ شو. په بیړه يې ټوپ کړ اوپه غورځنګونو دهغه سوړې ته ور پسې ورغی او ورته ويې ویل چې:« راځه ! زه خپله زیرمه در سره ویشم، خو ته به ټول ژمی له ماسره ناڅې، سندر به وايې او ټوک ټپرې به کوې.» په دې توګه دواړه په یوې سوړې کې کیناستل، تخمونه ، زړې او نور يې خوړل، چې ماړه به شول بیا دا یو پاڅیده، سندرې به يې کولې او ناڅیده، ډیر زر دا بل هم ور پاڅیده، ده به هم سند رې ورسره کولې او ناڅیده. که نه يې منې، نو ورشه په خپله يې وګوره.

Märchen aus Nordamerika, Lakota, Fassung Djamila Jaenike,© Mutabor Verlag, Kindermärchen aus aller Welt, Bild: Cristina Roters

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button