د هاضمې له ستونزو او د خېټې له پړسوب څخه داسې ځان خلاص کړئ!

روغتيا ویب پاڼه

انسان د خپل عمر په اوږدو کې له بېلابېلو ناروغیو سره مخ کېږي، چې په دې لړ کې د هاضمۍ ستونزه او د خېټې پړسوب هم د یادولو وړ دي. که تاسو، د کورنۍ غړی او یا مو کوم بل ملګری یادې ستونزې لري، مه خفه کېږئ. په دې لیکنه کې یې حللارې لوستلای شئ.

ستونره
لکه څنکه چې مو وړاندې یادونه وکړه دا ستونزې (نا هاضمي او د خېټې پړوسوب) د هاضمۍ سیسټم اړوند ناروغۍ دي. ددې ناروغۍ ګڼ عوامل کېدای شي. مثلا ستونزې، فشار او ژور خفګان یې هم له لاملونو څخه ګڼل کېږي. خو زموږ د بحث موضوع دا ده، چې له دې ستونزې څنګه خلاصی ومومو. دا لارښوونې عملي کړئ.

لومړی | خواړه سم وژوئ!
اکثره خلک په شعوري او یا غیر شعوري ډول خواړه سم نه ژوي. که تاسو هم دا عادت لرئ، نو له بدهضمۍ او د کولمو له ددردونه به کړېږئ. که خواړه سم وژوئ نو د خولې ځينې انزایمونه هم له خوړو سره یو ځای کېږي، چې د ژر هضم سبب کېږي.

دویم | ورزش وکړئ!
د ورزش لپاره بهترین وختونه سهار او مازیګر ګڼل کېږي. خو د هاضمي سیسټم د ښه والي او خفګان له منځه وړلو لپاره سهارنی ورزش غوره دی. که هر ډول ورزش کوئ، ستاسو بدن ته ګټه لري. مګر “یوګا” د ذهني ارامۍ لپاره بهترینه تګلاره ده. نو که ستاسو بدهضمي د ذهني بوج له کبله وي، حل کېدای شي.

درېيم | ځانګړی جوس وڅښئ!
د یادو شوو ستونزو د حل لپاره داسې جوس تیار کړئ. نیم ناک، نیم ام، لږه اندازه ادرک او لس ملي لیتره اوبه سره محلول کړئ. د خوږوالي لپاره یې که لږه بوره هم کاروئ کومه ستونزه نشته. بیا یې وڅښئ. ډېر ژر به یومثبت بدلون ووینئ.

څلورم | مالش وکړئ!
د خیټې مالش کول له هاضمۍ سیسټم سره کومک کوي. په نرمۍ سره د معدې او ګېډې شاوخوا ځای د لاس په مرسته مالش (چاپي) کړئ، بیا ژوره ساه واخلئ او د لاس موټي سره د پوښتیو ترمنځ سخت فشار ورکړئ. دا چاره هم ډېره ګټوره ثابتېږي.

پنځم | کافي اوبه وڅښئ!
یو روغتياپال وايي که له ما څوک د جسمي روغتيا نسخه غواړي، نو یوازینی وړانديز به مې دا وي، چې کافي اوبه وڅښئ. که تاسو هم غواړئ سالمه معده ولرئ نو کافي اوبه څښئ، په ځانګړې توګه کله چې سهار له خوبه پاڅېږئ. که لږ لیمو هم کاروئ لا به ښه شي.

وروستۍ خبرې
که تاسو د یادوو تګلارو په عملي کولو سره هم پخپله روغتيا کې کوم څرګند مثبت تغیر ونه لید؛ نو له خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ. ترڅو د ناروغۍ له تشخیص وروسته معالجه کړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button