پنځه هغه خواړه چې بې خوبي مو له منځه وړي!

ژباړه: نبي الرحمن ارمان

وجود پوره خوب ته اړتیا لري. بې خوبي د انسان پر وجود، ذهن او ورځنيو چارو اغېزه کوي. بې خوبي ذهن له يو ډول فشار او خفګان سره مخ کوي. کله چې یو څوک د ويده کېدو لپاره بستر ته ځي او هلته له بې خوبۍ سره مخ شي، د يو ډول ناهيلۍ احساس کوي. که تاسو هم د بې خوبۍ څخه ځورېږئ؛ نو دغه لیکنه تر پایه راسره ولولئ او دغه پنځه ډوله خواړه وپېژنئ!

لومړی: آلو بلو
دغه خوندوره مېوه او له دې ټول لاسته راغلي محصولات خوب راوړونکې اغېزه لري. آلو بلو پخپل ترکيب کې د “ميلوټونين”په نوم مواد لري چې همدا مواد خوب راوړونکې اغېزه لري. څېړنو ښودلې چې که څوک د آلو بلو جوس څښې، د ميلوټونين د اغېزې له کبله به ښه خوب لري. د بې خوبۍ د له منځه وړلو لپاره د آلو بلو جوس او يا پخپله آلو بلو وخورئ.

دوهم: بادام
بادام هم د بې خوبۍ د له منځه وړلو اغېزه لري. بادام په خپل ترکيب کې د نورو موادو سربېره «مګنیزیم» لري. همدا مګنیزیم عضلات اراموي او فشار له منځه وړي. شيدې او بادام د سهار لخوا وخورئ او د بې خوبۍ سربېره يو شمېر نورې روغتيايي ګټې هم لري.

درېيم: د اوربشو ټکله
«اټميل» د مګنیزیم او پوتاشيم په درلودو سره خوب راوړونکې اغېزه لري. اکثره خلک يې په سهارنۍ کې د شيدو سره يو ځای خوري. اوربشې «کاربوهايډرېټ» هم لري او خلک یې ډول ډول د خوړلو او کارلو طریقې لري.

څلورم:کېله
کېله هم د انرژۍ ډېره غني سرچینه ده. کېله پخپل ترکيب کې پوتاشيم، مګنیزیم او ټرايپټوفين لري چې له دې امله بې خوبي له منځه وړي او همدا رنګه سيروټنين او ميلوټونين هم لري چې د خوب سايکل منظموي او بې خوبي له منځه وړي.

پنځم: سنبل
يو ډول شين بوټی دی او سره ګلونه لري چې پخوا وختونو کې به د اضطراب، بې خوبۍ او د ارامونکو درملو په ځای کارېده. د همدې بوټي ډېره برخه د ارامونکو درملو په جوړولو کې هم کارېږي او د مايع په بڼه هم پيدا کېږي. که د ويده کېدو څخه يو ساعت مخکې وکارول شي بې خوبي له منځه وړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button