پاکستان لاهم ډیری طالبان په خپل خوا کې لري

سید عبیدالله نادر

احمد رشید د پاکستان تکړه لیکوال ،(د پاکستان د ګړنګ تر غاړه) کتاب کې چې د کتاب نوم یواځي د پاکستان استخباراتو دپاره یو ټکان ورکونکی پیغام لري ، په شپږم څپرکي کی، د افغانستان د طالبانو سره خبري ،تر عنوان لاندی لیکي :
پاکستان لا هم ډیری طالبان په خپل خوا کې لري ،سره لدې چې د طالبانو مشران غواړي ،بیرته خپلو کورونو ته ولاړ شي ،له اوږدې جلا وطنۍ وروسته ډیرو طالبانو د پاکستان په خوا کې پولې ته نږدې په ښارونو کې خپل کورونه ودان کړي ،هغوي ځمکي اخیستي ،خپل کاروبارونه یې جوړ کړي ،هټي لري ،او دا رنګه د ټرانسپورت خدمتونه کوي ،کوم چې ټول د (آی ،اس ،آی) تر اغیز لاندي دي ، تر اوسه پوري هغوي طالبان له کورنۍ سره یو ځای نه دي نیولي ،چې نور طالبان تر فشار لاندی راولي ،په پاکستان کې( آی، اس آی) طالبانو ته د ګرځیدو، راګرځیدو ، د جګړې له پاره وسایل برابرول ،او د ژوند کولو ښه زمینه برابره کړي ، او دا رنګه په دوامداره توګه یې ، د پاکستانی او افغانی طالبانو د جذب او ګمارنۍ زمینه برابره کړې ، تر څو هغوي خپلي جګړې ته دوام ورکړي ، ډیری ځانمرګي برید ګر چې په افغانستان کې ،ترې کار اخیستل کیږي ،هغه په خټه پاکستانیان دي ،او ډیری یې په پاکستان کې روزل کیږي ، له دي ور آخوا پاکستان ډیرو پښتنواو پنجابي جنګیالیو ته اجازه ورکړې ،چې په افغانستان کې جګړه وکړي ،د پاکستان پوځ په خپلو عملیاتو کې په قبایلي سیمو کې ، کله هم په هغو ګروپونو او ډلو بریدونه نه دي کړي ،چې له امریکا سره په افغانستان کې جګړي ته تیار دي ،او کوم چې د پاکستان له پوځ سره د جګړي مخالف وو ،دا هغه کار وو چې امریکا او ناټو یې تل ځوروله ،
پاکستان دا رنګه یو بله مهمه ډله لاس کې لري ،د حقاني شبکه چې د جلاالدین حقانی په وسیله اداره کیږي ،هغه چې په شمالي وزیرستان میرانشاه کې ځای پر ځای ده ، حقاني چې اوس شپیته کلن دی ، زوړ او په کټ کې پروت دی ،هغه د خوست د ختیځي ولسوالۍ څخه راغلی او د ځدرانو یو قومی مشر وو ،دهغه کورنۍ په ۱۹۷۱ کال کې پاکستان ته کډوال شوي ،او د هغه او د افغان ولسمشر شهید داوود خان خلاف بغاوت کې په کال ۱۹۷۵ کې برخه اخیستی ،هغه د شوروی خلاف سخت مخالفت څرګند کړ ،او په ځدرانو کې یې ،د هغوي خلاف جبهه پرانیسته ،کومه چې د ختیځ افغانستان ډیرو نورو برخو ته هم وغځیده ، د آی ،اس، آي او سي ،آی،ای له خوا تمویلیده ، او مرسته ورسره کیدله ،د ۱۹۱۹۰ لسیزو په اوږدو کې په کورنۍ جګړه کې هغه د آی،اس، آی په امرله طالبانو سره یو ځای شو ،او ۱۹۹۶ کال کې ، د طالبانو په امارت کې وزیر وټاکل شو ، خو د طالبان سره د کلنو په اوږدو کې ،هغه خپله خپلواکی وساتله ،او له (آی ،اس،آی) او القاعده سره یې خپلي ځانګړي اړیکي و پاللي د سپتیمبر د یوولسم وروسته هغه د طالبانو خلاف له خوځښت سره د یو ځای کیدو ډډه وکړه ، سره له دي چې (آی،ای،آی)او (سي ،آی،ای) دواړو ترې غوښتنه وکړه ،خو هغه دا غوښتنه رد کړه ،وروسته هغه د القاعده له غړو سره مرسته وکړه ، چې له افغانستان څخه په تیښته بریالي شي ،هغوي ته یې په میرانشاه کې د پاتي کیدو ځای ورکړ ،او ځان ته یې د امریکا سره د جګړې له پاره یوه جبهه پرانیستله ،سره له دي چې تش په نامه له ملا عمر سره ملا تړي پاتی شول ،

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button