له طالبانو د یوه افغان مسلمان په توګه څو لنډې پوښتنې ؟؟

له طالبانو د یوه افغان مسلمان په توګه څو لنډې پوښتنې ؟؟
د یوولس ورځني جنګ ،جګړو وروسته اسرایلي یهودانو د فلسطیني مسلمانانو سره د مصر هیواد په منځګړیتوب په اوربند هوکړه وکړه . او په دواړو سیمو کې هم یهودان او فلسطیني مسمانان لارو کوڅو ته راووتل د خوښیو په نڅاوو یې د اوربند پریکړه بدرګه او ونمانځله .
پوښتنه داده چې تاسو طالبان د افغان مسلمانانو سره د نامرده پردیو دوښمنو په لمسون چې منحوسه او خبیثه توره څیره یې ټولي نړۍ ته بربنډه او رسوا ده ولې د الصلح خیر په لاره د خونړی جګړې اوربند نه کوی . هره ورځ په ټول هیواد کې دبې وزلو مسلمانانو سپیڅلي ویني بهوې او سولې ته غاړه نه ږدی . یهود له فلسطیني مسلمان سره د اوربند په ټغر کشيني او تاسو بمونو خښولو، چاودنو، وژنو او ورانولو ته ملا تړلي او هره ورځ ببرسري ماشومان ،ګریوان څیرې درنې سپين سري میندې او کړیدلي میرمنې اوسپین ږیري بوډاګان د خپلو کورونو او مېنو څخه په تیښته دي .
د امریکا ـ طالب په یوه کلنه هوکړه کې تاسو خپله د اوربند وفاداري هغو ته څرګنده کړه چې ستاسو جر ړې یې د څو ټنیزو بمونو په اورولو وایستې او ورسره جوخت د پاکستان پوځیانو او استخباراتو ستاسو د سر سړي مشران لاس تړلي د ګواتینامو زندان ته په ژیړو او زرغونو کالو کې ولیږل . خو په دغه موده کې تاسو د افغان مسلمانو د وژلو،کړولو، هدفي او مقناطیسي بمونو په چاودنو، ټولګټو تاسیساتو، پلونو او سرکونو په ورانولو،په سيدالشهدا مدرسه او د لوګرپه پل علم کې د معصومو نجونوزده کوونکو او ځوانانو ډ له ییز زړه بوږنوونکی شهادت د اختر په دویمه د جمعې په لمانځه ولاړو ملا امام او لمونځ کوونکوشهادت او تردې مهاله د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو په تیره بیا پښتون میشتو سیمو کې خونړۍ جګړې او وینو تویول دا په زغرده په ډاګه کوي چې ستاسو د اسلامیت او افغانیت ته د شک او تردید ګوته ونیول شي .
هو! که مسلمان یاست د بهرنیانو سره جوړجاړی او له خپلو افغانانو سره جنګ ،جګړه او د هغو په کورونو، باغونو،کروندو، لارو کوڅو او د پخلي په نغریو کې بمونه خښول خپله افغانه مور،خور، ترور او ماشوم وژل ستاسو غیر اسلامي او غیرافغاني څیرې بربنډوي . او د تور خبیث پنجاب په لارښوونه او دستور خپل هیواد ګران افغانستان ورانول او پاکستان ته تلپاتې محتاجول غواړی . د دولت په اډانه کې هم له شک پرته لوی داړه مار رسوا د پچو او ډالرو غله او چور واکي شته خو هغوی د خپل فرعوني ژوند د پایښت لپاره همدا ستاسو په لاسونو خونړۍ جګړې غځول غواړي. که افغانان او رښتیني مسلمانان واست ستاسو تر پوښښ لاندې د افغانستان پرضد د پاکستان نامردانه جګړې ته د پای ټکی کیږدی . د کونډو،رنډو، ببرسرو یتیمانو او ماشومانو په کوکارو او چیغارو ورحمیږی .
دا دوران به تیرشي خو تاریخ به ستاسو جګړه مارې او اشتي نا پذیره څیرې لکه تورسکاره ټول بشریت ته بربنډې او محکومي کړي .
پاکستان د انګلیس له لعنتي خیټې را پیدا شوی مکار او ټګمار شیطان ستاسو په لاسونو د میکناټن او کیوناري دغچ اخیستنې په موخه د افغان ولس پرضد دا جګړه پیل کړي او د هغو د غلامۍ ځنځیرونه له خپلو غاړو وشلوی .
د اخوت او الصلح خیر د ټینګښت په هیله .
۲۵/۵/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button