حافظې ته د تازه میوو او سبو گټې

هغوی چې په منځمهاله عمر کې زیات سابه او تازه میوې خوري د یوې نوې څیړنې د موندنو له مخې په بوډاتوب کې د حافظې په ستونزو کم اخته کیږي.

پوهانو ددغې څیړنې په ترڅ کې د ٢٨ زرو نارینو روغتیایي حالت د دوو لسیزو په ترڅ کې څارلی دی. د څیړنې دغو گډون کوونکو په هرو څلور کالو کې یو ځل د سبزیجاتو، میوو او نورو خواراکي توکیو د مصرف په اړه پوښتنې ځواب کړې دي.

د څیړنې په ترڅ کې گډون کوونکو تل د حافظې ازمایشونه او معاینې کړي دي او د هغو پیښو او کارونو په اړه یې معلومات ورکړي چې پخوا او په نژدې وختونو کې یې تجربه کړي دي.

گډون کوونکي د سبزیجاتو او میوو د استعمال له مخې په مختلفو کتگوریو ویشل شوي وو، همدارنگه کله چې دوی ٧٣ کلن شوي وو د حافظې آزموینې هم تیرې کړي دي.

نتیجو ښودلې هغوی چې د عمر د منځنیو کلونو څخه تر بوډاتوب پورې یې زیاتې میوې او سزیجاتخوړلي وو ۳۴ فیصده یې د حافظې او پژندنې په سختو او پیچلو ناروغیو باندې د اخته کیدو چانس د هغو کسانو په پرتله کم و چې میوې او سزیجات یې لږ خوړلي وو.

د هارورد پوهنتون د عامه روغتیا د پوهنځي استاد او ددغې څیړنې مشر څیړونکي چنگ ‌ژنگ یوان، د رویترز اژانس ته ویلي چې د سزیجاتو او میوو نه دوامداره استفاده په بوډاتوب کې د حافظې د ښه فعالیت سره تړاو لري.

دغې څیړنې پر حافظې باندې د سبزیجاتو او میوو د مستقیم اثر په اړه جزییات ندي وړاندې کړي. همداشان پوهانو په څیړنه کې د گډون کوونکو د حافظې او فکر د مهارتونو په اړه پوره معلومات هم نه درلودل.

د میامي د پوهنتون د طب د پوهنځي څیړونکي هنا گاردنر، د رویترز اژانس ته ویلي چې په سزیجاتو او میوو کې موجود ویټامینونه، منرالونه او انتي اکسیدانتونه پر دماغ باندې د اکسیداتیف فشارونو په کمولو او د بدن د دغه غړي د رگونو د سم فعالیت په تامین سره د حافظې په ستونزو باندې د اخته کیدو خطر راکمولی شي.

خو ښاغلي گاردنر ټینگار کوي چې یواځې د سزیجاتو او میوو خوړل د حافظې او دماغ د سلامتیا ضمانت نه کوي بلکې د هغه په وینا فزیکي فعالیتونه، پوره او منظم خوب، د دخانیاتو د استعمال نه ډډه کول، مطالعه او د دماغ په کاراچول هم پدغې ستونزې باندې د اخته کیدو د مخنیوي لپاره مهم او اساسي شیان گڼل کیږي.
امریکا غږ پښتو

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button