پر ملا برادر د پاکستان بې باوري

پر ملا برادر د پاکستان بې باوري

سیدعبدالله پاچا

راپورونه وایي، چې اسلام اباد ته د طالبانو د پلاوي د سفر په اوږدو کې د پاکستان استخباراتو موندلي چې ملا برادر د دوی ځینو لارښوونو باندې عمل نه کوي او باید له اوسني مقام څخه لیرې شي.

پاکستان ته د ۲۰ ورځینې سفر پر مهال د پاکستان د استخباراتو دوه ځانګړي کسان چې ملا برادر سره د ساتونکو په شکل کې ګرځیدلي، لیدلي یې دي چې د دې سړي نیت د پاکستان په تړاو اووښتی او باید له اوسني موقف څخه لیرې شي.

د پاکستان پوځ او استخباراتو په لومړي اقدام کې د طالبانو مشر ملا هیبت الله ته کسان لیږلي او له هغه یې غوښتي چې ملا برادر دې د سیاسي دفتر له مرستیالۍ لیرې شي او پر ځای دې یو بل کس وګمارل شي.

د پاکستان استخباراتو په خپلو تحقیقاتو کې موندلې چې ملا عبدالغني برادر له سي ای اې سره اړیکې غځولي او پاکستان غوښتنو ته ډیره توجه نه کوي.

دا مالومه ده چې طالبان خپلواک نه دي او هیڅ اقدام د پاکستان د غوښتنو خلاف نه شي کولی، که دا کار وکړي، یا وژل کیږي، یا زنداني کیږي او یا یې کورنۍ په مرګ باندې ګواښل کیږي.

د طالب مشرانو اکثریت کورنۍ یې پاکستان کې اوسیږي او همدا لامل دی چې طالبان د پاکستان په غلامۍ باندې مجبور شوي دي.

د طالبانو ځینې قومندانانو ته هم مالومه ده چې مشران یې د پاکستان تر انحصار لاندې دي او د هغوی تګلارې افغانستان کې تطبیق کوي.

خو دا چې د طالبانو د جنګي قومندانانو ګټې په جګړه کې خوندي دي، د مشرانو د اړیکو ډيره پروا نه ساتي او وسله والې ډلې د دوی په امرونو باندې جنګوي.

که ملا عبدالغني برادر له موقف څخه لیرې شي، تراوسه مالومه نه ده چې پر ځای به یې څوک راځي، خو دا ښکاره ده چې داسې کس به راځي چې د پاکستان د ګټو لپاره زیاته لابي کولی شي.

طالبان چې دوحه کې د خبرو میز ته ناست دي، تګلارې ورسره د پاکستان دي، چې د افغانستان د بربادیدو لپاره جوړې شوي دی.

د پاکستان عمده غوښتنه د اوسني نظام له منځه وړل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له منځه وړل او دغه راز اوسنۍ لاسته راوړنې له منځه وړل دي چې افغانانو په زیاتو قربانیو ترلاسه کړي دي.

دا چې طالبان د موقت حکومت غوښتنه کوي او د دې حکومت په دوام بیا د بل نظام رامنځ ته کیدل غواړي، عمده تګلاره دا ده چې هر څه بیرته له سره شي.

Verzonden door Taand.com page: Gisteren om 15:05
کافر، لنډه کیسه, لیکوال: فضل الحق نوری وردګ
ملا صاحب د جومات په لوډسپيکر کې مسﺉلې کولې, ملا ته په جومات کې ټول خلک ناست وو, ما هم د ملاصاحب ظاهري بڼې غټې ږیرې, اوږدو جامو, او غټې لونګۍ ته دوې سترګې نیولې وې. ملا صاحب په خپلو مسلو کې یو دم په زوره شو او ویې ویل:
– ټول مسلمانان سره وروڼه دي.
ډله خلک را روان وو, د سرتیري جنازه یې پر اوږو وه, ملا صاحب له جوماته ووت او ورک شو, په ساعتونو ساعتونو خلک ناست وو, د خلکو له منځه یو بل ملا راپاڅیدو, ټوپک او کمربند یې له ځانه خلاص کړل, د سرتیري جنازه یې وکړه. له هغې ورځې وروسته تر ننه پورې زه دا فکر کوم, چې هغه ورک ملا کافر وو, که هغه سرتیری؟
پای

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button