ستر انسان ډاکټر عبدالکلام څوک و؟

لیکوال: نجیب الله آزاد –

د ۲۰۱۵ د جولای په ۲۵مه د زړه تر حملې څو شیبې وړاندې ډاکټر عبدالکلام د یوه ځوان پولیس لاس ونیو او ورته ویې ویل: انډیواله ډیره مننه. د سریجن پال سنګ چا چې د ارواښاد ډاکټر عبدالکلام سره څه باندې یو نیم ساعت په موټر کې مزل کړی و څو د شیلونګ هغه انسټیټیوټ چې نوموړي لیکچر پکښې ورکاوه ورسیږي وایي: نوموړي یو پولیس ځوان ولید چې د ده د امنیت لپاره په ساعتونو له میخ په څیر پر خپل ځای ولاړ دی، نوموړي څو ځله غوښتنه وکړه چې د مخابرې د لارې پر دغه پولیس غږ وکړي چې ته کښینه، ته به ډیر ستړی سوی یې. د پروګرام تر ختمیدو څو شیبې وړاندې نوموړي هغه پولیس وروغوښت او ځانګړې مننه یې ځنې وکړه چې د ده لپاره دومره ستړی سو.

د هندوستان د ساینس او میزایل د پلار او د ولس د ولسمشر په نوم مشهور ډاکټر عبدالکلام بشپړ نوم اوول پاکیر زین العابدین عبدالکلام دی. نوموړی په ۱۵ اکتوبر ۱۹۳۱ د تامیل ناډو ایالت د رامیشو د سمیې په یوې مسلمانې او نهایت غریبې کونۍ کې زیږدلی و. د نوموړي پلار زین العابدین د خپلې کورنۍ دندې په تعقیب یوه کوچنۍ د لرګو کښتۍ لرله چې وخت نا وخت به یې هندو مذهبه هندوستانیان د رامیسوارام څخه داونشکودي ته د زیارت کولو په موخه وړل راوړل. د خپلې کورنۍ د نس د موړولو په موخه به عبدالکلام هم له ښوونځي وروسته د خپل پلار سره په کښتۍ او بیا مازدیګر د خپل اکا سره په دوکان کې کار کاوه، کله چې دې کار هم و نسوای کولی چې د نوموړي د کورنۍ مجبوریتونو پوره کړي نو یې سهار تر لمرخاته مخکې د ریل ګاډې په سټیشن کې اخبار خرڅول پیل کړل.

که څه هم نوموړي په ښوونځي کې هیڅ وخت هم لوړې نومرې نه وړې لاکن تر ټولو ځلاند او زیارکښ شاګرد ستاینلیکونه ده تر لاسه کول. د رامانتپوران شورتز د ریاضي د لیسې څخه له فراغت وروسته عبدالکلام په ۱۹۵۴ کې سینټ جوسف چې د مدراس پوهنتون یوه څانګه وه څخه به فزیکس کې خپل لیسانس تر لاسه کړ او له هغه وروسته په ۱۹۵۵ کې نوموړي د مدراس د ټیکنالوژي په انسټیټیوټ کې د هوایي سپوږمکۍ انجینري پیل کړه، نوموړي ته د ورسپارل سوې پروژې په خپل وخت نه بشپړ کول د دې سبب سو چې نوموړی په خپل ټولګي کې نهم راسي او یوازې اتهه کسان باید پیلوټان سوي وای چې د نوموړي دا خوب پوره نه سو.

په ۱۹۶۰ کې د مدراس د ټیکنالوژي له انسټیټیوټ څخه له فراغت وروسته نوموړي د هندوستان په دفاعي څیړنیز او پرمختیایي اداره کې د ساینس پوه په توګه کار پیل کړ چیرې چې نوموړي د هند د پوځ لپاره یوه کوچنی هیلیکاپټر ډیزاین کړ خو د نوموړي سفر دلته پای ته و نه رسید. په دې موخه نوموړي په ۱۹۶۳ کې د نړۍ تر ټولو ستر ساینسي مرکز ناسا ته ولاړ له هغه ځایه د بیرته را ستنیدو وروسته په ۱۹۶۵ کې د هندوستان د دفاعي څیړنیز او پرمختیایي اداره کې د هندوستان لپاره د زرګونو میله واټن ویشتونکو پر میزایل جوړونې کار پیل کړ. په ۱۹۶۹ کې عبدالکلام د هند د سټلایټ د څیړنیز په مرکز کې د هند د لومړي سټلایټ د پروژې د امر په توګه کار پیل کړ چیرې چې نوموړی وتوانید چې په ۱۹۸۰ کې په لومړي ځل د هند سپوږمکۍ فضا ته ولیږي. ډاکټر عبدالکلام پر سپوږمکۍ د کار کولو تر څنګ پر ایټمي پروګرام هم کار پیل کړی و چې لومړی کامیابه تجربه یې په ۱۹۷۴ کې وکړه. نوموړی وتوانید چې د زرګونه میله واټن ویشتونکي میزایل (اګني) او (پریتوي) په ۱۹۹۶ کې په بریالیتوب سره تجربه کړي.

ډاکټر عبدلکلام د هند د دوهم اټم بم چې په ۱۹۹۷ کې تجربه سو په جوړولو کې هم ونډه درلوده. خپل هیواد ته د نوموړي د خدمتونو په دې لړۍ کې نوموړي ټول بشریت لپاره هم د پام وړ خدمتونه کړي چې په دې لړ کې په ۱۹۹۸ کې نوموړي د قلبي متخصصې سوما راجو سره په ګډه د کلام- راجو سټینټ په نوم د نړۍ تر ټولو ارزانه کرونري سټینټ (هغه مصنوعي آله چې د وینې په پمپولو کې د زړه سره مرسته کوي) جوړ کړ. په ۲۰۱۲ کې نوموړي د سوما راجو سره په ګډه د کلام- راجو په نوم کوچني ټیلیټ کمپوټر جوړ کړ چې د کیلوالو او بې سواده خلکو لپاره د ناروغیو په مخ نیوي کې کار ځنې اخیستل کیږيد.

څرنګه چې د هندوستان تر ټولو دوه لوی او یو د بل مخالف سیاسي ګوندونه سماجاوادي او ملي کانګرس و نه توانیدل چې په پارلمان کې کافي څوکۍ خپلې کړي نو نورو وړو ګوندونو د ملي ډیموکراتیک ایتلاف په نوم ایتلاف جوړ کړ او واک یې تر لاسه کړ. کله چې د هندوستان د ولسمشر د ټاکنې موضوع مطرح سوه نو دا دوه لوی ګوندونه او په واک کې ایتلاف د هندوستان په تاریخ کې په لومړي ځل د یوه شخص په ټاکلو کې په یوه خوله ولیدل سول او هغه ډاکټر عبدالکلام و چې له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۷ پورې د هندوستان ولسمشر وټاکل سو او له دې کبله په لومړي ځل یو څوک د هندوستان د خلکو د ولسمشر په نوم لقب خپل کړ.

ډاکټر عبدالکلام نه یوازې د هندوستان اتل دی بلکې په نړیواله کچه پیژندل سوی شخصیت دی چې ښکاره بیلګې یې نوموړي ته د نړۍ د څلویښتو معتبرو پوهنتونو له لوري افتخاریه دوکتورې ورکول دي د نوموړي د ستاینې دا لړۍ په څلویښتو دوکتورو پای ته نه رسیږي، د نوموړي د ۷۹ کلیزي په مناسبت ملګرو ملتونو د نوموړي د زیږدنې ورځ یعنې ۱۵ اکتوبر د ساینس د نړیوالې ورځ په نوم و نوموله . د هند دولت په ۱۹۸۱ کې د پاډما بوشان او په ۱۹۹۰ کې د پاډما ویبوشان دولتي مډالونه نوموړي ته ورکړل. په ۱۹۹۷ کې نوموړي د هندوستان تر ټولو ستر دولتي مډال بهارت راتنا تر لاسه کړ. د ۲۰۰۵ د می پر ۲۶ کله چې نوموړي سویزرلنډ ته سفر وکړ نو یاد هیواد د نوموړي په ویاړ دا ورځ د سویزلنډ د ساینس د ورځې په نوم ونوموله. په ۲۰۰۹ کې نوموړی لومړی آسیایی و چې د امریکا د انجینري تر ټولو ستر مډال هوور یې تر لاسه کړ. ډاکټر عبدالکلام د هندوستان د سپوږمکۍ د پلار په نوم مډال هم خپل کړی.

څرنګه چې د نوموړي ډیری کړنې (پوهه، نشنلستي، سادګي) د ګاندي سره مشابهت درلود نو نوموړي د هندوستان د دویم مهاتما لقب هم خپل کړ. نوموړي د دومره شهرت او واک په درلودلو سره سره په دوه خونیزه اپارتمان کې اوسیده چې یوه خونه یې له کتابو ډکه او بله یې د خوب خونه وه چې ډیری فرنیچر یې د کرایې و. هیره دې نه وي چې نوموړي هیڅ کله هم واده نه و کړی. ډاکټر عبدالکلام د خپل دولتي معاش څخه یوازې اووه زره هندې کلدارې د میاشتې خپله مصرفولې او نورې پاتې پیسې به یې د ښوونځیو په زدکړیالانو لګولې. د نوموړي خواړه به تل د ده اپارتمان ته مخامخ د یوې کوکې څخه راتلل او یا به هم دی هلته ورته.

ارواښاد ډاکټر ای پی جې عبدالکلام ډیر کتابونه او بې شمیره مقالې هم لیکلي چې له هغې جملې نړیوال شهرت لرنکې کتابونه دا دي:

۱: انډیا ۲۰۲۰ ( د نوي عصر لرلید)

۲: وینګز او فایر ( د اوور وزرونه)

۳: ایګنایټډ ماینډ (اوور اخیستی فکر)

۴: د لیومینس سپارک ( منور سپرکی)

۵: میشن انډیا ( د هند هدف)

۶: انسپایرینګ تاتس ( الهامي تفکر)

۷: ان ډامیټبل سپیریټ ( بې قابو اروا)

۸: یو ار بورن ټو بلاسم ( ته ځلیدو ته زیږدلی یې / ته غوټۍ یې چې ګل سې)

۱۰: مای جرني (زما هلې ځلې / زما سفر)

د نوموړي بې شمیره نقولو هم نړیوال شهرت وموند چې له هغې جملې یو څو يې په دې ډول دي:

۱: د سترو انسانو لپاره مذهب د سولې راوستو او د خلکو د خپلولو سبب ګرځي خو ټیټ خلک بیا مذهب د جګړې د الې په توګه کاروي. که غواړې چې ستر خلک سئ نو مذهب ته مخه کړئ.

۲: په اوسني عصر کې د انګریزي زدکړه شرط کړئ ځکه چې د نني عصر ټول ساینس په انګریزي لیکل کیږي خو چې کله ساینسي ژبه خپله کړئ بیا خپله ژبه ساینسي کړئ لکه جاپان.

۳: انسان سخت او مشکل وخت ته اړتیا لري تر څو وروسته له خپلې کامیابیه خوند واخلي.

۴: که زدکړه کوئ له ناکامیه یې وکړې ځکه چې کامیابي یوازې پیغام درکوي نه کامیابي.

۵: که ته خپلواک نه وې هیڅوک به دې احترام و نه کړي.

۶: غریبي یا له ډیرې خوشحالۍ او یا هم د ژور خپګانه را منځته کیږي.

۷: ساینس انسانیت ته تر ټولو ستره ډالۍ ده، د ساینس سره دوښمني مه کوئ.

۸: ژوند یو پیچلې لوبه ده او دا لوبه تاسو هغه مهال ګټلی سئ چې فقط انسان ووسئ.

۹: خیال، خیال، خیال. خیال په فکر او فکر په عمل بدلیږي نو خیال وینئ.

۱۰: زه ښکلی نه یم، لاکن زه د هر چا لاس نیوی کوم، ښکلا په زړه کې ده نه به مخ کې.

د یوشتمې پیړې د دې ستر انسان، مفکر او نشنلست اروا دې ښاده وي.

د یوه افغان عبدالکلام په هیله…

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button