شیبه

اجمل پسرلی

مخ یې د کافي له پيالې د سړک خواته اړولی و. لومړی ځل یې په دې کافي شاپ کې سره لیدلي و.

پیاله یې خولې ته پورته کړه. دا یې د میز پورې غاړه ترسترګو شوه… لکه یو راټول شوی ګرد، لکه یو راغونډ شوی غبار…

سترګې یې ورپولې. هیڅوک نه و. سترګې یې ورو د بهر لور ته کږې کړې. زړه یې کیده چې مخکنۍ شیبه تکرار شي خو نه شوه. دا تجربه یې درې ځله له سره وکړه خو هاغه تصویر رانغی.

ببرې وریځې یې وګیرولې. د سړک پورې غاړه یې همداسې څوک ترسترګو شول لکه دا، له ځایه پاڅیده لاس یې د پیالې پر رکابۍ کیښود، پیاله واوښته ده سړک ته کتل چې ورته ځیر شو هیڅوک نه و، د باران دانې پر سړک لګیدې پورته کیدې. بیرته په خپل ځای کې کښیناست. د میز له ژیو د کافي څاڅکي وڅڅیدل.

د دیوال لور ته له کړکۍ لرې میز ته ورغی. بله کافي یې راوغوښته خو سترګې یې هغې کړکۍ ته اوښتې چې د سړک لور ته وه.

کافي یې پورته کړه غټ غوړپ یې وکړ، سړه ورولګیده. د کافي شاپ ګارسون ته یې په لوړ غږ ورنارې کړې، هغه په خندا راغی، ده پياله ورپورې وهله، پيسې یې د میز پر سر واچولې:

-یخه پخه ده

هغه د ده له مخې پياله پورته کړه:

-دستي بله راوړم

ده ته زنګ راغی:

-څه شوې خپلوان او دوستان یې راټول شوې دي

دی پاڅید. د کافي شاپ له وره سره یې شاته وکتل، ګارسون بله ډکه پياله د ده د میز پر سر ایښوده او ده ته یې کتل، ده چترۍ پر سر خلاصه کړه.

پراګ

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button