د پنتاگون له لوري لېږل شوي ويروسونه

 – حقپال

رسنيو په 28 می 2015 دا خبر خپور كړ چي پنتاگون ويلي: ژوندي انتراکس په تېروتنه لابراتوارونو ته لېږل شوي!! د دې حساس او خطرناك خبر ډېر اورېدونكي د هغه له اړخه په بې اعتنائۍ او سطحي انگېرني تېر شول. په داسي حال كي چي دا خبر د امريكا له يوه ډېر وحشيانه او انسان ضد خبيثي منصوبې پرده پورته كوي او ښيي چي امريكا په نړۍ كي د بيماريو خورولو لپاره ژوندي ويروسونه (انتراکس) توليدوي، هم ئې په خپله په هغو سيمو كي خوروي چي د دښمن اړوند سيمو په سترگه ورته گوري او هم ئې د جنوبي كوريا په څېر هېوادو ته لېږي چي د هغوى په لاس ئې د شمالي كوريا په څېر مخالفينو په خلاف وكاروي.

دا ادعاء په بشپړه توگه بې بنسټه او دروغجنه ده چي د ژونديو انټراکسو په څېر حساس او خطرناك توكي دي په تېروتنه لابراتوارونو ته ولېږل شي، معومولاً دا او دې ته ورته مواد د ډېر حساس او پېچلي اداري او امنيتي پروسيجر په اساس له يوه ځاى بل ته انتقالېږي، هغه هم د ډېرو لوړپوړو چارواكو په حكم او موافقه. كه ومنو چي كومه تېروتنه شوې نو دا تېروتنه به يوازي دا وي چي نوموړى خبر د امريكايي ادارو له اجازې پرته رسنيو ته لار موندلې، يا دا چي دوى غوښتي چي په دې خبر سره شمالي كوريا وگواښي او په دې ئې پوه كړي چي امريكا كولى شي د دوى په ضد داسي وژونكي وسائل وكاروي. دوهمه توجيه څه نا څه د منلو وړ برېښي. دا ځكه چي د هغو آدرسونو په ضمن كي چي دا مواد ورلېږل شوي؛ په جنوبي كوريا كي د امريكا د اډې يادونه هم شوې، هر څوك پوهېږي چي دا قضيه د شمالي كوريا له لوري د اوږده واټن راكټو له وروستيو آزموينو سره تړاو لري، امريكا د دغو آزموينو په غبرگون كي خپلي اډې ته دا مواد لېږلي او اړوند خبر ئې هم عمداً خپور كړى.

دې ته په پام سره چي امريكا د نړۍ تر ټولو ستر بدمعاش او تروريست ځواك دئ، د خپلو مخالفينو په ضد له هيڅ جنايت ډډه نه كوي، په ډېرو جنگونو كي ئې ممنوع وسلې د كيمياوي، بيولوژيكي او اټمي وسلو په شمول كارولې دي، لومړى هغه هېواد دئ چي اټمي بم ئې د جاپان په ضد وكارولو او په لكونو جاپانيان ئې ووژل، په افغانستان كي ئې نه يوازي خپلي وژونكې زړې وسلې وكارولې بلكي هغه نوې وژونكې وسلې ئې هم وزآمويلې چي تر دې وړاندي په هيڅ ځاى كي او د هيچا له لوري نه وې آزمويل شوې. له بې پيلوټه طيارو هغه راكټي ويشتل چي نيم غني شوي يورانيم په كي كارول شوي او په داسي حال كي كورونه په نښه كول چي استوگن ئې په ژور خوب ويده وي، او د دې هيڅ پروا نه كول چي د يوه مطلوب مخالف تر څنگ گڼ شمېر بې گناه ماشومان، ښځي او بوډاگان په كي وژل كېږي، په همدې راكټو په داسي حال كي جوماتونه په نښه كول چي خلگ په لمانځه ولاړ وي، په بازارونو او د خلكو د گڼي گوڼي په حال كي د تبليغاتي موخو لپاره چاودني چي خپل مخالفين پرې تورن كړي…. حقيقت دا دئ چي امريكا په نړۍ كي د اكثرو فتنو تر شا ولاړه ده، د جگړو په پارولو،  د مظلومو ملتونو د شتمنيو لوټلو او پر هغوى د فقر او لوږي د مسلطولو تر څنگ د ظالمو او مفسدو حكومتونو او واكمنانو په تپلو كي كي لوى لاس لري، نن واشنگټن د شيطان د پاچايۍ په پلازمېني بدل شوى، د سپيني ماڼۍ د چارواكو مهار د شيطان په لاس كي دئ او هغه څه پرې كوي چي شيطان ئې خوښوي!! راشئ د دې حقيقت د ښه درك لپاره دا ليكنه په غور سره وگورئ:

د شيطان پاچايي!!

آيا كله مو په دې اړه فكر كړئ چي كه چېري د زمكي پر سر په كوم ملك باندي د شيطان واكمني وى او هلته ده د خپلي خوښي نظام او حكومت جوړ كړى وى، دا به څنگه نظام وو؟ د انسانانو له نظامونو سره به ئې څه توپير او ورته والى وو؟ په نړۍ كي د شته نظامونو له كوم يوه سره به ورته وو؟ هلته به د ټولني سياسي، اجتماعي، اقتصادي او فرهنگي جوړښت څنگه وو؟ څه به حلال او جائز او څه به حرام او ناجائز گڼل كېدل؟ څوك به د قدرت پر گدۍ ناست وو او څوك به په زندان كي او تر تعذيب لاندي وو؟ چا ته به د مجرم په سترگه كتل كېدل او څوك به په سمې لاري برابر، مصلح او محق گڼل كېدو؟! كوم حزب به واكمن وو او كومه ډله به د نظام مخالفه ډله او د رټلو، شړلو او وژلو مستحقه گڼل كېده؟؟ چا ته به ښه ويل كېدل او چا ته بد؟ د چا په تندي به د (تروريست)، (افراطي)، (اشرار)، (مفسد في الارض)، (د ترقي او تمدن مخالف) ټاپه وهل كېده او چا ته به د (شريف)، (نجيب)، (ديموكرات)، (مترقي)، (آزادي غوښتونكي) او (مصلح) لقب وركول كېدو؟! د غرب له موجوده نظامونو سره به د دې نظام څه توپير وو؟

دې پوښتني ته د ځواب لپاره بايد وگورو چي شيطان څه غواړي، څه خوښوي، كوم كار او عمل ئې خوښ دئ او له كوم نه كركه لري، څوك ئې خوښيږي او له چا كركه لري او د ځان دښمن ئې گڼي، د شيطان د خوښي نظام كوم دئ؟ آيا په غربي ټولنو كي هغه څه روان دي چي رحمن خداى ئې خوښوي او كه هغه څه چي شيطان ئې غواړي؟

د اسلام او هر الهي دين له مخي (شيطان) د (شر سمبول) او د انسان او انسانيت دښمن دئ، ده د انسان د پېداېښت له لومړۍ ورځي لوړه كړې چي په هر گام كي به انسان ته په كمين كښيني، له ښي او كيڼ اړخه به بريد پرې كوي، له سمې لاري به ئې كږوي، بد څه او بد كار به ورته ښايسته كوي، د خپل انساني فطرت خلاف جگړي ته به ئې هڅوي او دا به ثابتوي چي انسان د دې وړ او مستحق نه دئ چي د زمكي خلافت ئې په واك كي وي.

دين چي څه د انسان په ضرر گڼي او هغه ئې حرام كړي، كه دا د ده په ذات پوري تعلق لري او كه ئې په ټولني پوري، كه د اقتصاد په برخه كي وي او كه د اخلاق په برخه كي، كه د ده د سياسي او اجتماعي نظام مربوط مسئله وي او كه په اعتقادي او فكري امورو پوري مربوطه مسئله، شيطان نه يوازي د دې حرمت نه مني او د انسان په تاوان او ضرر ئې نه گڼي، بلكي هغه د (خلود او دوام) موجب او د ارتقا او تعالي باعث گڼي، څه چي دين ته كركجن برېښي او انسان ترې منع كوي، شيطان هغه انسان ته ښايسته كړي او د هغه په لور لاس غځولو ته ئې هڅوي.

كه د غربي نظام مختلفو برخو ته لږځير شئ نو وبه گورئ چي په دې نظام كي ټول هغه څه حلال گڼل شوي چي هر الهي دين تحريم كړي، كه د قرآن، تورات او انجيل په رڼا كي دا نظام وڅېړئ نو هغه به داسي ومومئ لكه چي شيطان په سپيني ماڼۍ كي د جمهوري رياست پر كرسۍ ناست او د خپلي خوښي نظام ئې قائم كړى وي، په دې نظام كي ټول هغه څه روان دي چي الهي كتابونه ئې د شيطان كار گڼي.

كه شيطان ته د دې موقع په لاس ورشي چي د نړۍ په كوم گوټ كي د خپلي خوښي ټولنه جوړه كړي او هغه نظام په كي قائم كړي چي دى ئې غواړي نو د امريكا له اوسنۍ ټولني سره به ئې هيڅ توپير نه وي، د غربي ټولنو په څېر به ئې يوه ټولنه جوړوله او سياسي، اجتماعي، نظامي پاليسي به ئې همغسي وه چي نن ئې جورج بش (او د هغه ځاى ناستى اوباما) پلې كوي.

كه وغواړو چي غربي ټولنه په څو مختصرو كرښو كي تشريح كړو او د دې ټولني د فرهنگي، سياسي، اجتماعي او اقتصادي برخو اساسي بنسټونه په گوته كړو نو ويلي شو چي د غربي ټولني د اقتصادي نظام بنسټونه دا دي:

سود چي د مظلوم او بې وزلي له اړتيا او مجبوريت د گټې اخيستو وسيله ده او په ټولو الهي اديانو كي تحريم شوى، د غربي ټولني د اقتصادي نظام اساسي بنسټ دئ، د غرب ټوله راكړه وركړه او اقتصادي مناسبات په سود ولاړ دي، كه د دې ټولني له بانكي سيستم او تجارتي او اقتصادي تعامل؛ سود وباسئ نو دا نظام په ټپه ودرېږي او د يوه گام مخكي اخيستو توان نه لري.

قمار چي له زحمته پرته او د يوه حريص انسان د غولولو له لاري وړيا مال ترلاسه كول دي او د هر دين او هر عادلانه انساني قضاوت له مخي ناروا او ظالمانه عمل دئ، په غرب كي نه يوازي جائز دئ بلكي هم په شخصي توگه او هم په دولتي كچه د وړيا ثروت ترلاسه كولو يوه مهمه ذريعه ده.

احتكار چي بډاى ته د مسكين او محتاج انسان د استثمار او د نورو د شتمنيو د غارت كولو موقع په لاس وركوي، له خپلي شتمنۍ په استفادې سره، د خلكو د اړتيا وړ شيان په ارزانه بيع ترلاسه كوي، بازار او نرخ په خپل كنترول كي راولي، چي په بازار كي د احتكار شوو شيانو عرضه محدوده او تقاضا زياته شوه او نرخونه اوچت شول، هغه ئې د خپلي خوښي په بيع بازار ته راوباسي او وړيا گټه ترلاسه كوي، د دې گټي عامل نه د ده زيار او زحمت دئ او نه د ده هنر او حكمت، فقط خپلي شتمنۍ او د نورو اړتيا او مجبوريت دا فرصت وركړى چي خلك غارت كړي. دا د احتكار د جواز او هغه ته د مشروعيت وركولو په وجه ده چي د دوا په څېر ضروري شيان هم تر خپل اصلي قيمت څو څو ځله په زياته بيع بازار ته عرضه كېږي، د دوا محتكر د دې پروا نه لري چي د ده همنوع انسان له بيمارۍ په دې خاطر مري چي د دوا هغه بيع نه شي وركولى چي محتكر تر اصلي بيعي څو برابره زياته ټاكلې، يو مثال ئې د اېډز دوا ده، يوې امريكايي كمپنۍ هغه احتكار كړې، نورو كمپنيو ته د هغې د توليد اجازه نه وركوي، د برازيل حكومت غواړي دا دوا په ارزانه بيع توليد او بازار ته عرضه كړي خو د امريكا حكومت ئې نه پرېږدي، كه د دې دوا اصلي بيع يو ډالر وي نو امريكايي كمپنۍ ئې په سل ډالره بازار ته وړاندي كوي. د كمپيوټر هغه يوه سي ډي چي په پاكستان كي توليد كېږي په بازار كي په اته كلداري ترلاسه كېدى شي خو همدا سي ډي د مايكروسافټ امريكايي كمپنۍ په پنځوس برابره بيعي په څلور سوه كلداري خرڅوي.

غولوونكي تجارتي اعلانات او د ښځو له ښايست، جالب غږ او هڅوونكو حركاتو د خلكو د راماتولو او د مشتريانو د جلبولو لپاره استفاده.

د وسلو د خرڅلاو بازارونه لټول او جوړول او په نورو ملكونو كي د دې لپاره د جگړو اورونه بلول

د خپلو توليداتو لپاره ماركيټونه لټول او د دې لپاره هم سوړ او هم تود جنگ ضروري گڼل.

د پيسو د لاس ته راوړو لپاره هر كار جائز گڼل، حتى د خپل عفت عرضه كول او د فحاشي داسي رسمي او بربنډ ځايونه جوړول چي دولت ته ټكس وركوي او دغو گنده مركزونو ته د دې اجازه وركول چي د مشتريانو د پيدا كولو او راماتولو لپاره داسي ټلويزيوني خپروني وكړي چي د فحش كار په پوره وقاحت كي بربنډ ښيي.

د غربي ټولني د سياسي او اجتماعي نظام بنسټونه دا دي:

سپين پوستې لوړ نژاد گڼل

د بډايانو واكمني

طبقاتي نظام

قمار ته ورته انتخابات

د قدرت ترلاسه كولو سوړ جنگ او د خپل حريف د ماتولو د هري هڅي جواز، د وسلې له كارولو پرته،

د هغي ډلي بريا چي مالي امكانات او تبليغاتي وسايل ئې تر نورو زيات وي.

د غربي ټولني فرهنگي بنسټونه دا دي:

آزاد جنسي روابط او ټول هغه اخلاقي او مذهبي حدود او ضوابط ماتول چي جنسي روابط تنظيموي او د قانون په حدودو كي ئې محدودوى.

شراب، قمار، موسيقي او نڅا

لوبې، نه د روغتيا لپاره او نه د ټولو لپاره، دا هم د بډايانو په لاس كي په تجارتي وسيلې بدل شوى، لوبغاړي اخيستل كېږي او د لوبو په تماشا پيسې ترلاسه كوي. لوبو، نڅا او سندرو هومره عموميت موندلى چي دا د قرآن له وينا سره سم د دوى په دين او مذهب بدل شوى. اتخذوا دينهم لهوا و لعبا

د غربي ټولني ديني او مذهبي جوړښت:

په خرافاتو باور

عيسى خداى او د خداى زوى گڼل

د عيسى ويني د ده د منونكو د معافي ذريعه بلل

د عبادت څو مسخره او خندوونكي شكليات

خداى له انسان سره تشبيه كول، دا اعتقاد چي خداى انسان خپل صورت ته ورته پيدا كړى، له خټي ئې د ده مجسمه جوړه كړې، بيا ئې په اور ايښې چي پخه شي، بيا ئې د خپلي روح يوه برخه په كي پو كړې!!

مذهبي موسيقي.

د مذهب په نامه څو مسخره حركات.

د خداى په ځاى د شخصيتونو لمانځنه.

د خداى او بنده تر منځ په واسطې او وسيلې باور.

په هغو مسخره وړاندوينو باور چي د تورات او انجيل په نامه كتابونو كي راغلې.

كشيش د خداى استازى گڼل، د خداى برخه ده ته سپارل، د جنت اسناد له ده په پيسو پېرل او د كليسا په لكهاوو مفت خورو كشيشانو او راهبانو ته د مرفه او آرام بې زحمته ژوند اسباب برابرول.

د عيسى عليه السلام بيا راتلو او په ټولي نړۍ د مسيحيانو واكمنۍ ته انتظار درلودل.

كه د غربي نظام هره برخه د قرآن په رڼا كي وڅېړئ او د شيطان او شيطاني كړو وړو په اړه چي قرآن څه ويلي، د هغوى په خوا كي ئې كښېږدئ وبه گورئ چي په غربي نظامونو كي ټول هغه څه راغونډ شوي چي هر الهي دين شيطان ته منسوب كړي.

حقپال

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button