په خوب کې تګ

په خوب کې تګ
محمدالله ارین احمدزي

ځينې کسان په خوب کې ګرځي چې دا یوه ستونزه ده، ماشوم له خپلې بسترې یا د خوب له ځای څخه پاڅيږي او پرته له دې چې وپوهیږي په شخوند وهلو، ډوډۍ خوړلو او تللو باندې پيل کوي.

کله چې ماشوم له خوب څخه پاڅيږي د دې صحنې یې هیڅ هم نه وي په یاد او له خپل کار څخه هیڅ خبر نه وي، دا کړنه په خوب کې له خبرو کولو وروسته پيل کیږي او کله چې ماشوم ښه کلک ویده کیږي یو یا دوه ساعته وروسته په دې کار لاس پورې کوي.

په خوب کې د تلونکو نښې:

کله چې ماشوم په بشپړه توګه ویده شي یو ځلې را پاڅيږي او په دې وخت کې ډير کرار کرار ځینې حرکتونه اجرا کوي، کیدی شي خپلې پیښې او لاسونه په پرلپسې توګه وخوځوي، کیدی شي د ماشوم سترګې بیخي پرانیستلې وي، ان تر دې چې کله کله کیدی شي سترګې هم ورپوي، ځينې وخت ماشوم په خوب کې له خوبه پاڅيږي او په خونه کې ګرځي او له څه کولو پرته بیرته خپلې بستري ته ځي، ځينې وخت کیدی شي چې ماشوم دا ډول کارونه په کراره وکړي او ان تر دې چې د خونې ور هم خلاص کړي ولې پام مو وي چې ماشوم په خپل واک کې نه دی او په خپلو کړو وړو قادر نه دی.

په خوب کې د تللو لاملونه او خطرونه:

څيړنې ښيي چې ۱۵ سلنه ماشومان له پنځه کلنۍ څخه تر پنځلس کلنۍ پورې له دې ستونزې سره مخ کیږي او شپږ سلنه یې یو ځلې په بستره کې له خوبه را پاڅيږي، دا کړنه د نجونو په پرتله په هلکانو کې ډيره وي، ډيری ځلې داسې هم پيښيږي چې ماشوم په یو ډول پریښانه او ستړي کونکي خوب اخته دی، چې کیدی شي دا ارثي ګډوډۍ وبولو، له لسو تر شلو سلنو پورې کیدی شي دا کرونۍ او ارثي پیښه وبولو، خو که دا پيښه له نهه کلني وروسته پيل شي کیدی شي دا چار د بلوغ په دوره کې هم دوام وکړي. او په دې برخه کې یې باید درملنه وشي، دلته ځينې لاملونه کیدی شي په ګوته کړو:

۱-بې خوبي

۲-د خوب لپاره نا منظمه برنامه

۳-د لوړې او ډيرې تبې لرل

۴-د ځينو درملو ډير خوراک

۵-د مثانې ډکوالی

۶–د ګڼې ګوڼې او له ږغونو ډک ځای کې څملاستل

په خوب کې ګرځيدا په ماشومانو کې بیلابیلو انواع لري، ډيری ماشومان چې له ټولینزو تغیراتو سره مخ کیږي د شپې په خوب کې دا چار ترسره کوي، او به خوب کې ګرځي، خبرې کوي، او شخوند وهي. په داسې وخت کې د ماشوم دا کړنه دومره جدي، مهمه او د اندیښنې وړ نه ده، او په چټکتیا سره د سټرس تر کمیدو وروسته دا چار کمیږي. د دې ماشومانو مور او پلار باید متوجه وي چې ماشوم یې په خوب کې ځان خوږ نکړي او د کومې بدې پیښې ښکار نه شي. ځينې ماشومان په میاشت کې یو ځلې یا هم څو ځلې په خوب کې پاڅيږي. دا ماشومان د دې کړنې په ترسره کیدو تل شرمیږي او له یو ډول فشار او خفګان سره مخ وي. د ماشوم په خوب کې جګیدا نورو ته څه زیان نه رسوي. هغه ماشوم چې په خوب کې کرځې که را ویښ شي هیڅ ستونزه نه ورته پیښوي خو یوازې څو شیبې کیدی شي تر فشار لاندې راشي او داسې وارخطا غوندې شي.

په خوب د ماشومانو له پاڅيدو څخه د مخنیوي لارې چارې:

له دې سره سره چې په دې برخه کې کوم اغیز من څه نه دي موندل شوي، خو کیدی شي په لاندې کړنو سره د ماشومانو د ډيرې ګرځيدا مخه ونیسو:

* د ډاکټر له خوښې پرته د درملو له مصرف څخه باید مخنیوی وشي له دې سره سره چې د دې ډول درملو مصرف ډير نور ګواښونه هم رامنځ ته کولای شي او په افغانستان کې د دې درملو لګښت په یو دود بدل شوی دی باید چې په هره برخه کې یې مخنیوی وشي او بیا داسې ماشومانو ته چې له خوبي ګډوډيو سره مخ دي په هیڅ وخت کې د داسې درملو ورکول ښه نه دي.

* د هغو درملو له ورکولو چې خوب را وستونکي دي پرهیز وکړی او هیڅکله خوب را وستونکي درمل ماشومانو ته مه ورکوی.

* د ماشوم د پاڅولو او ویده کولو لپاره منظم پلان ولرۍ او ماشوم په ټاکلي وخت ویده کړی او په ټاکلي وخت کې یې په مهرباني او مینه له خوبه را پاڅوۍ.

* ځينی عضلاتي حرکتونه کیدی شي ماشوم له دې ډول کړنې څخه وژغوري ماشوم ته ځينې ځانګړي حرکات ور وښیی.

د ناروغ درملنه:

* د دې ډول نارغیو مخنیوی په درملنه او جسماني ازمایښتونو سره کیدی شي، نو په ځينو مواردو کې کیدی شي ډاکټر ځينې نورې لارښونې هم تاسو ته وکړي چې باید په مسولانه توګه یې مور، پلار او د کورنۍ نور غړي پلي کولو ته پام وکړي.

د درملنې لارې چارې:

* ماشوم په کراره خپلې بسترې یا د خوب ځای ته بوزۍ.

* ماشوم په خوب کې له حوادثو او خوب ګرځيدا څخه وساتۍ.

*د چوترو یا صوفو او بالکونو مخې ته پنجرې ونیسی او داسې وازې یې مه پریږدۍ ځکه ځينې وخت کیدی شي ماشوم مو له یوې سختې ستونزې سره مخ شي او د کوم لوړ ځای څخه کښته ولویږي.

*د خونې اصلي دروازه وتړۍ او قلف ورته داسې ځای کې کیښنوی چې ماشوم ورته لاسرسی ونه لري.

*مه پریږدۍ چې ماشوم مو د غصې په حال کې ویده شي.

*د خونې وره ته کیدی شي داسې زنګ کیږدۍ چې د وره د خلاصوالي پر مهال وټنګیږي او تاسو پرې را ویښ شی.

همدارنګه ځينې نورې کړنې هم کیدی شي په دې برخه کې اغیزمنې وي:

* ماشوم د څو شپو لپاره په نظر کې وساتۍ چې څو بجې ویده کیږي او څو بجې را پاڅيږي.او کله په خوب کې پاڅيږي او دا کار یې د څومره وخت لپاره دوام کوي.

*وروسته تر دې چې د ماشوم له خوب څخه د پاڅيدو نیټه در معلومه شوه بله شپه یې له هغې شیبې څخه ۱۵ دقیقې وړاندې پاڅوۍ.

*تر پاڅيدنې وروسته ماشوم څلور دقیقې ویښ کړۍ او ورسره خبرې وکړۍ او لږ اوبه ورکړۍ.

* دا کار د یوې اونۍ لپاره وکړۍ.

*کله چې ماشوم بیا ځلې په خوب کې پاڅيدل پیل کړي دا کړنې بیا ځلې پيل کړی.

درنو کورنیو، خوندو او وروڼو ښه به دا وی چې په خوب کې له پاڅيدونکي ماشوم سره لاس وا نه چوۍ او ویې نه ځوروۍ، ځکه دی په دې کړنه هیڅ خبر نه وي، او هیڅ شی په یاد نه شي راوړۍ. کله چې ماشوم له خوب څخه پاڅيږي د تیرې شپې په اړه ورسره خبرې وکړۍ او پریږدۍ چې دی په خپله په دې اړه پلټنه وکړي. له دې سره سره چې زموږ په ګران هیواد کې دا ډول پیښې بیخي ډيرې دي او ماشومانو مو له ګڼو ستونزو سره مخ دي د ورځې په ترڅ کې مو ماشومان سره داسې کړه وړه مه کوی چې د دوی د خواشیني لامل کیږي او په دې سوچ وکړي چې پلار، مور یا د کورنۍ بل غړي ولې ورسره داسې چلند وکړ، که کله دوی کومه سهوه کوي په پوره مهرباني دوی ته ښه لاره وښیی او دوی له بدو کړنو څخه منع کړی.

ماخذونه:

۱- روان شناسي عمومي

۲- ځينې انټرنیتي منابع او سایټونه.

۳- د ماشومانو په اړه د ځينو بهرنیو لیکوالانو لیکل شوې مقالې.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button