شریعت ته د منسوبو الهي خلیفه ګانو د ادعاوو حقیقت

لیکنه: ابو قاسم ځواک

په پاکستان کې د اسلامي نظام غوښتونکو دې شعار چې «الله کې زمین پر الله کانظام» خورا زیات خلک وغولول؛ هغوی د خدای د کتاب او نظام په نوم له خلکو رایه اخلي، په ځانو يې پسې کوي او د لسګونو کلونو په تېرېدلو بیا هم د خدای پر ځمکه د خدای د نظام خاوندان نه شول او دا جدجهد لا جاری دی.

د تیوکراسۍ حکومتي نظریه یوازې په اسلامي شریعت پورې اړه نه لري، بلکې تر دې وړاندې عیسوي پاپانو هم د تیوکراسۍ د چل ول او تېر ایستونکې نظريې لپاره ډېره مبارزه کړې او پيړۍ- پيړۍ يې پر خلکو د دغې نظريې نظامونه تحمیل کړي وو؛ له عیسویت او اسلامیت پرته نورو کسانو هم په واک کې د ځان ساتلو له پاره پر ځمکه د الهي خلیفه دعوې کړې دي چې بېلګې يې د تاریخ په کتابونو کې زیاتې دي.

اسلامي شریعت هم له دې څخه مستثنا نه دی، د هغه له متن څخه هم د دې نظريې د تایید لپاره داسې مثالونه وړاندې کېدلای شي چې تیوکراسي پلوي خپل دريځ په ثابت یا لږ تر لږه په تایید کړي، د اسلام له پيله بیا تر ننه د همدې نظريې پلویان موجود دي او تر هغو به موجود وي چې انسان له عیني شرایطو سره له مقابلې فرار کوي او د خیال په هغو ماڼیو کې ځان خوښ احساسوي چې له هر ډول ګوزار پرته يې نړېدل هر وخت حتمي دي.

انسان تر ډېره حده د عینیت پلوی نه دی، بلکې د وهمیت په نړۍ کې اوسېدل يې زړه ته سکون ور کوي، تر هغو چې موږ عینیت پلوي شوي نه یو، په نړۍ کې به داسې خلک موجود وي چې موږ د خپلو ګټو له پاره په یوه او بل نوم تېر باسي او خپلو اهدافو ته مو د وسیلې په توګه وکاروي.

شرعي متن په انساني ژبه کې تر هغو شرعي متن پاتېږي چې انسان د خپل توان سره سم له هغه متن نه تعبیر نه وي کړی، زما خبرې تر هغو زما خبرې بلل کېږي چې هوبهو زما په الفاظو له هر ډول زیادت او کمبود پرته نقل شي او خلک يې د خپلو اغراضو لپاره تعبیر او تفسیر نه کړي، خو که زما خبرې د نورو د تعبیر او تفسیر په منځ کې را نقل کېږي نو دا زما لور ته منسوبې زما خبرې دي چې په حقیقت کې زما خبرې نه دي؛ عیني معامله د شریعت له متن سره هم ده، د شریعت متن تر هغو شرعي متن پاتېږي چې انساني تعبیرونه او تفسیرونه نه وي په ګډ شوي، کله چې انسان غواړي نوور انسانانو ته د خدای په نوم د هغه د شریعت متن تعبیر کړي، نو هغه د یوې انساني ایډیالوژۍ بڼه خپلوي چې د خدای لور ته یوازې منسوبه ده.

انسان تر اوسه په دې نه دی توانېدلی چې د یوه متن په تعبیر کې خپل شخصي برداشتونه یوې خوا ته کړي او د متن داسې یو تعبیر وکړي چې هغه به يې د لیکونکي له نیت سره توپير نه لري، د خدای لورته د شرایعو منسوب متنونه اړتیا لري چې انسان يې تعبیر هم کړي ځکه خدای يې د تعبیرولو دروازه بنده کړې ده او بندګان اړ دي چې یوه حل لاره ورته ومومي اما د هغو انسانانو له متونو سره هم د شریعت د متن په شان معامله شوې ده چې انسان لیکلي، هغه خپر کړي او د هغه په ژوند کې نورو د ده د متن تعبیرولو ته ملاتړلې ده، دوی په خپله خوله نارې کړې دي چې زموږ هدف له هغو اهدافو سره توپير لري چې زموږ په نوم د نورو له خوار شهرت ور کول کېږي او خلک په غولول کېږي.

د جبره دغه کړۍ تر نن پخوا ډېره راتنګه وه، د علومو پرمختګ د جبر دغه تنګه کړۍ یو څه پراخه کړه او د علومو پرمختګ نور هم د دې سبب کېږي چې د تنګې کړۍ پراخېدل دوام ومومي، خو له دې سره موږ اوس هم د طبیعت تر جبر لاندې یو، انسان هڅه کوي چې د بشر د دښمن(طبیعت) جبر مات کړي او انسان له یوه مجبور ژوي څخه په یوه واکداره ژوي بدل کړي، په ځینو برخو کې د انسان دې هڅو نتیجه ور کړې ده او په ځینو برخو کې لا وختي ده چې د بریا ادعا دې وشي، وخت پاته دی چې انسان د طبیعي جبر دغه کړۍ هم ماته کړي او په دې میدان کې هم بریا خپله کړي، تر هغو چې انسان تر طبیعي جبر لاندې ژوند کوي، انسان باید پر دغه ځانګړتیا چې د متن تعبیر یې د چاپيریال، د خپل فزیکي وجود خواص او د ورسره فکر له اغیزه خوندي نه دی، باید اقرار وکړي او خپل تعبیر عیني د بل د متن په نوم یا د خدایي شرایعو په نوم پر نورو انسانانو تحمیل نه کړي.

تیوکراسي پلوي په اګهانه یا نااګهانه توګه د دې ناسم فکر تمویلونکي، لېږونکي او د ژوند بقا يې تضمینوي چې موږ د خدای نظام راوستی، د خدای له حکم سره سم يې چلوو، هره کړنه مو د خدای د رالېږلي شریعت سره سمه ده او د هرې کړنې مسوولیت یوازې د خدای په وړاندې لرو.

دغه فکر په خپل ذات کې ناسم دی، د فکر خاوندان تر خپل منځ ټکرونه سره لري، د یوه داسې چا له ادرسه حکم چلوي چې دوی پوهېږي هغه په دنیا کې د دوی د سم او ناسم حکم په اړه هيڅ نه وايي، بل پلو يې هره کړنه د شریعت له اصولو او اهدافو سره سر هم نه خوري، تر ټولو لویه لاسته راوړنه يې د ځانو له پاره دا هم ده چې د اعمالو جوابدهي يې خدای ته ور کوي، په دې توګه يې په دنیا کې د خلکو له پوښتنو اښتنو ځانونه بېغمه کړي دي، دوی په دنیا کې امتیاز سل سلنه غواړي، خو مسوولیت یو فیصد هم نه مني ځکه هغه يې یوې ورځې ته ساتلی دی.

د ذات له مخې دغه فکر ځکه ناسم دی چې نه خو خپله تیوکراسي پلوي یو برداشت ور څخه لري او نه لږ تر لږه داسې تعبیر ځنې کوي چې د هغوی ترمنځ د دښمنۍ سبب نه وای شوی، دوی له دغه متنه د تعبیر داسې ضوابط نه دي جوړ کړي چې په اصولو کې يې سر سره خوړلای.

۲۰۲۱/۱۱/۲۲

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button