له واکه لرې شویو ته د زلمي خلیل زاد ښه مشوره

روح الله انوري
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نېټه چې طالبانو کابل او ټول افغانستان باندې بیا خپله ولکه ټینګه کړه او جمهوریت سقوط شو، نو د جمهوریت زیاتو چارواکو او زورواکو له وطن پښې سپکې کړې او هر چا په یوه منډه خپلو ملاتړو هیوادونو ته ځانونه ورسول.
کومو کسانو به چې پاکستان پسې په ښکاره له نورو زیات بد رد ویل او تبلیغات به يي کول، هم هغوی له ټولو وړاندې د کابل له هوايي ډګر څخه سیده په پاکستانۍ الوتکه کې اسلام اباد ته ورسیدل. هلته د (اي ایس اي)، د پوځ مشرانو او د نورو چارواکو پښو کې پریوتل، سجدې يي ورته وکړې او ځانونه يي ورته خپل وفاداره او پخواني غلامان ثابت کړل.
دوی به چې کله هم طالبانو او پاکستان پسې تبلیغات کول او پاکستان به يي د افغانستان اصلي دښمن معرفي کولو، ډیری کسانو به دا فکر کولو چې د پاکستان مخالفین دي او له خپل هیواد سره مینه لرې.
خو داسې نه وه.په حقیقت کې همدوي د پاکستاني استخباراتو پخواني او په اصطلاح د (جهاد) د زماني ګوډاګیان و.تل به په پټه او ښکاره د پاکستان سفارت کې میلمانه ول.
دغه تش په نوم جهادي مشران که په ارګ کې وو،که په ملي شورا کې،که په وزارتونو او یا نورو ځایونو کې يي دندې ترسره کولې، تل يي ملي ګټې تر پښو لاندې کولې او هرڅه ته يي د جهاد د غنیمت په سترګه کتل. خو د نورو هیوادونو له ګټو څخه يي دفاع کړې ده او تل هغوی ته وفادار پاتې شوي دي.
ځکه خو د جمهوریت سقوط سره سم هریو د خپل بادار کورته ځان ورسولو او هیله يي درلوده چې بادار به يي پر طالبانو فشار راوړي او دوي به بیا د واک په ګدۍ کینۍ او پر مزو چړچو به يي سر شي.
خو داسې ونه شول دا يي یواځې تش خوب او خیال و.
د دغو کسانو چې په تیر شل کلن جمهوریت کې په هر ظلم، دهشت، وحشت، چور، چپاول، غصب، جاسوسۍ او له بهرنیانو په هر شکل او بڼه د پېسو او قدرت ترلاسه کولو وس رسیدلی، هغه يي ترسره کړي دي. په یو کار هم نه دي شرمیدلي او نه هم وجدان ملامته کړي دی. هغه د چا خبره چې څوک شرم نه لري، هغه به څه وشرمیږي؟
همدا لامل دی چې هم يي په ولس کې باور له لاسه ورکړ او هم يي نړیوالو ته ځانونه د دوه پيسو کړل.
خو دوي اوس هم په دې هیله دي چې بیا به امریکايي (بي ۵۲) الوتکي او بهرني پوځونه راځي پر طالبانو به بریدونه کوي او دوی به واک ته رسیږي. او د ۲۰۰۱ کال پېښې به بیا تکراریږي.
همدې خبرو ته شپې سبا کوي. او په ويښه خوبونه ویني.څوک په ويښه لیدونکي خوبونه پټ ساتلی شي او ځینې يي د دوستم په څیر بیا په ښکاره د خوب تعبیر رښتیا کولو غوښتنه کوې.
جنرال دوستم څه موده مخکې وویل: «که چیرته يي امریکایان او نړیوال ملاتړ وکړي، دوی په کم وخت کې له طالبانو بیرته حکومت نیولی شي.»
هم هغه د ماشومانو په څیر يي پلتۍ وهلي او ځانونو سره دا خبره زمزمه کوې، چې «اوس به بابا غوښې ډوډۍ راوړي.»
خو دوستم او انډیوالانو ته يي د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دیپلومات او د افغانستان د سولې په برخه کې د یاد هیواد پخواني ځانګړي استازي زلمي (خلیل) وویل:«اوس هغه وخت تیر شوی،چې نړیوال به بیا افغانستان ته راځي او له وطن وتلو مشرانو ته به قدرت نیسي ،بیابه يي په لوړو چوکیو کيښنوې، ډبل معاشونه به ورکوي او بهرني ساتونکي به ورته کښته پورته کیږي.»
ښاغلي خلیل زاد له یادو مشرانو وغوښتل چې«خپل وطن ته دې لاړ شي،طالبانو سره دې خبرې وکړې او په خپل هیواد کې دې دخپلو پانګو ،شتمنیو او جایدادونو سره د عزت ژوند تیر کړي.»
د خلیل زاد دې خبرو دغه کسان مایوس او خفه کړي دي.چې ولې يي د دوی لیدلي خوبونه او هیلې په سیند لاهو کړي؟
نو ځکه هریو له یوې او بلې سوړې سرونه راویستلي او د ښاغلي خلیلزاد د څرګندونو غندنه کوي.
خلیلزاد ته د دوي اصلیت او اهمیت معلوم شوی او دا هم ورته څرګنده ده چې دا اوس بې ازرښته او له کاره لویدلې پرزې دي.
دغو د نیابتې جنګونو ټیکدارانو ته دې وویل شي چې افغانان له جنګونو،وژنو او کرکو ستړي شوي او نه غواړي چې بیا د جهاد او مقاومت په نوم ځانونه قربانې کړې.
دوی د تیرو جنګونو او جهادونو ترخه څکلي ،کونډې،رنډې،یتیمان او معلولین يي کورونو کې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو ته حق حیران ناست دي.
خو جنګونو او نفرتونو ته دعوتګر او بچې يي خپله ارام په بهرنیو هیوادونو کې د عیش او عشرت نه ډک ژوند تیروې.

نور ښکاره کړئ
Back to top button