غزل/ استاد سنګروال

بيا سره شوې د خېبر د ننګ دره ده
لروبر ته د ننګونو ترانه ده
راشه دواړه اوس ځانونه پکې ګورو
زما لاس کې د تاريخ ښکلې آينه ده
هر افغان ته دغه لوی افغانستان دی
مسلمان ته چې سپېڅلې مدينه ده
په اوله ورځ چې کېناستم ملا ته
د وطن نوم مې اوله سيپاره ده
زه او ته چې له دوزخه پرې راوځو
زما و ستا د کليمې لاره يوه ده
د پنجاب په لاره لاړ نشې جنت ته
هغه لاره نه قبله ده نه کعبه ده
چې د مينې اقتدا ورپسې کېږي
د منصور له ننګه جوړه حماسه ده

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button