کونړ کې د پاڅون کوونکو په مقابل کې د طالبانو د پاکستان حمایت

کونړ کې د پاڅون کوونکو په مقابل کې د طالبانو د پاکستان حمایت

سیدعبدالله پاچا

د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې هم لکه د نورو ولایتونو خلکو د طالبانو پرضد پاڅون کړی او دا ډله یې په بشپړ ډول له خپلو سیمو او کلیو ورکه کړې ده.

اوس چې د دې ډلې نفوذ او فعالیت د کونړ زیات شمېر سیمو کې له منځه تللی، دا ډله په دې هڅه کې ده، چې څنګه کیدلی شي خپل پخوانی وضعیت ته وګرځي او په کلیو کې په خلکو باندې حکومت وکړي.

د کونړ خلکو په اتفاق باندې د طالبانو پرضد پاڅون وکړ، وسله یې واخیسته او دا شریره او ورانکاره ډله یې د خپل بادارانو خواته له ډیورنډ کرښې هاغاړې ته ولیږله.

دا چې کونړ کې د پاکستان ګټې شته او دا ګټې ورته طالبانو خوندي کولې او له طالبانو یې د ملیشو کار اخیست، دا کار د پاکستان استخباراتو ته هیڅ د منلو نه دی او یو ځل بیا یې طالبان منظم کړي چې له پاڅون کوونکو سره جګړې وکړي او یوځل بیا ځینو درو، ولسوالیو او سیمو کې واکمن شي.

د همدې لپاره د پاکستان استخباراتو د سرې قطعې په چوکاټ کې یو شمېر طالبان په باجوړ او مومندو کې روزلي او کونړ کې یې ورته یو نظامي مرکز په واک کې ورکړی دی.

طالبانو ته د پاکستان استخباراتو پوره ډاډ ورکړی چې دوی یې تر شا دي، د کسانو څخه نیولې، بیا تر وسلو او نظامي ملاتړ به ورسره وي.

اوس چې طالبان نظامي مرکز ته ګرځیدلي او له پاڅون کوونکو سره یې جګړې پيل کړي، له دې سره همهاله د پاکستان پوځ هغو سیمو باندې راکټي بریدونه کوي چې پاڅون کوونکي پکې پوستې لري.

طالبان د پاکستان پوځ ته کوردینات ورکوي چې ټولې هغه سیمې په نښه کړي چې پاڅون کوونکي پکې طالبانو ته مزاحمت کوي.

طالبانو چې تیرو کلونو کې هر څومره زور ووهه، د کونړ پاڅون کوونکو او ولسي خلکو ته یې ماتې ور نه کړه، نو طالبان اړ شول چې له پاکستان نظامي مرسته وغواړي او راکټي بریدونه پيل کړي.

هسې هم طالبان د پاکستان مستقیم ملاتړ له ځان سره لري، خو دا چې ځینو برخو کې یې مستقیم نظامي ملاتړ کوي، دا د پاکستان بله لویه همکاري له طالبانو سره ده چې غواړې د کونړ ځینې سیمې بیرته د طالبانو لاس ته ورشي.

خو د کونړ میړنې ولسونو چې زیاته قرباني یې ورکړې او لا یې هم ورکوي، هیڅکله حاضر نه دي چې یو ځل بیا د طالبانو تر ظلم او ټوپک لاندې شپي وکړی.

له کومې ورځې چې طالبان د کونړ له ولسوالیو ورک شوی، له هغې ورځې د هر چا سیمه کې امنیت دی او هيڅوک په هیڅ نوم باندې نه وژل کیږي او نه تښتول کیږي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button