د ډوډۍ خوړلو وروسته دا شپږ خطرناکه عملونه مه ترسره کوئ

ژباړه: عرفان لمر

١- سګرټ مه څکئ: څېړنو ثابته کړې چې د ډوډۍ خوړلو څخه وروسته د سګرټ څکولو زيان د 10 سګرټو سره چې بل وخت کې څکل کيږي برابر دى.

٢- د ډوډۍ خوړلو وروسته سمدلاسه ميوه مه خورئ، ځکه چې د ډوډۍ سره يو ځاى د ميوې خوړل د دې سبب ګرځي ډوډۍ او ميوه په معده کې پاتې شي، چې په وخت سره کولمو ته نه ځي، خواړه په معده کې فاسديږي. نو يو ساعت وروسته له ډوډۍ بايد ميوه وخوړل شي.

٣- چاى مه څکئ چې چاى د اسيد د ډېرېدو سبب ګرځي.

٤- خپل کمربند مه سستوئ شايد د نور خوراک لپاره وړاندې شئ.

٥- حمام ته مه ځئ: وروسته له ډوډۍ خوړلو حمام د دې سبب کېږي، چې د وينې جريان لاسو، پښو او د بدن نورو برخو ته زيات او معدې ته دا جريان کم شي، چې د خوړو د نه هضميدلو سبب ګرځي.

٦- ژر مه ويده کېږئ چې دا کار د خوړو د نه هضمېدلو، د معدې زخم او د کولمو د پړسوب سبب کيدلاى شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button