رواني ناروغي څه ته وايي

احمدشاه راشد

مقدمه:

افغانستان د هغو هیوادونو د ډلی څخه دی چی بیلابیلې ټولنیزې اواقتصادي ننګونې یې اوسمهال مخې ته پرتې دي. د افغانستان خلک د څو لسیزو راهیسې د جګړی اولانجو له امله کړیږي چې دغه ناورینونه نه یوازې جسماني روغتیا بلکې دهغوی رواني روغتیا یې هم اغیزه کړی ده. خپګان او له حادثې وروسته رواني اختلالات درواني ستونزو له معمولو اختلالاتو څخه دی چی په زړو سړو او ښځو کی لیدل کیږی برسیره پر دی نوموړې رواني ستونزې اوس وخت کی په ځوانانوکې هم لیدل شوې دي چی باعث یې په افغانستان کی ددوامداره جګړې شتون ، فقر، تاوتریخوالی،خرابې تغذیه ، بی سوادي، کډوالي اوهیواد ته له راستنیدو وروسته ټولنیزو ننګونو له امله منځ ته راغلي دي چی په افغانستان کې د دریو لسیزو جګړواو اوس هم د جګړې شتون په افغانستان کې خلکو ته بدني او مالي زیانونه اړولي دي او خلک د مختلېفو مشکلاتو سره مخامخ دي  چې اوس وخت کې تقریبا زیات خلک په رواني تکلیف باندې اخته دي.

په افغانستان کې د رواني ناروغیو مخینه:

رواني ناروغۍ یو لرغونې ناروغي ده چی ځینو عالمانو ویلي، چی باید رواني ناروغۍ هم د جسماني ناروغۍ په څیر یی درملنه وشي نوموړی خبر هیپوکرات د میلاد څخه ۴۰۰  کاله مخکی بیان کړې ده، چې اوس په پرمختللیو هیوادونو کې د رواني طب سازمانونه  او د روانی ناروغیو مرکزونه جوړ شول او اوس وخت کې یې ډیره پرمختیا کړې ده. په افغانستان کې د محمد بن زکریا رازي له وخته او له هغې وروسته ابوعلي سینا رواني ناروغانو(دهغه وخت لیونیانو) ته پاملرنه کوله او د هغوی لپاره د درملنې له مختلیفو لارو لکه تلقین څخه استفاده کوله ، خو په رسمي ډول په ۱۳۲۱ کال کې د کابل د طب په نوی جوړه شوې پوهنځی په درسي نصاب کې دعقلي اوعصبي ناروغیو  مضمون شامل شو، چې  ترکی ښوونکو  له خوا پرمخ وړل کیده او په ۱۳۶۷ کال کې د کابل رواني روغتیا انستیتیوت د رواني روغتیا د یو شمیر ډاکترانو اوښاغلي برنا آصفي په همت جوړ شو چی قیمتی اثار لکه د ټولو لپاره رواني روغتیا ، د نشه یي توکو څخه ناوړه استفاده او د ماشومانو د رواني  روغتیا دوا د روانی روغتیا د لومړنۍ هستې په توګه په دې دوره کې د هندي ډاکترانو په مرسته او د کابل پوهنتون د استادانو له خوا د یو شمیر رواني اصطلاحاتو ژباړه ترسره شوه. په ۱۳۶۹ لمریز کال کې رواني روغتیا د رضاکارانو ټولنه دعامې روغتیا وزارت د کتابتون په تالار کې پرانستل شوه چې د هغې اجرایي هئیت د ګډون کوونکو د رایو پواسطه ټاکل کېده چې په سر کې یې د هغه وخت د عامې روغتیا وزیر پوهاند مهر محمد اعجازي، د هغه وخت د کابل پوهنتون رئیس اسدالله حبیب، د عامې روغتیا د فارمسی د قوانینو د چارو رئیس خلیل الله مقدر او د لیکوالو او شاعرانو د ټولنی د غړو له خوا جوړه شوه چې یوه ځانګړې اساسنامه یی لرله او رواني ناروغانو د تشخیص اود درملنې او همدارنګه رواني درملنی جی سایکوانالیز او د ورځې د روغتون د رواني ناروغانو په منلو تاکید کاوه چې دا پخپله د ټولنې د خلکو د برخې اخيستلو څرګندونکي وو او په همدې کال کې په تیره بیا د الماتا د کنفرانس څخه وروسته تر دوه زرم   کال پورې د نړیوالو د پاملرنې په مرکز کې واقع وو او رواني روغتیا د لومړني روغتیایي څارونو PHCجز وو. په ۱۳۷۵ کال کی د روغتیا د نړیوال سازمان په مرسته د روانی روغتیا ډیپلومه کورس د افغانستان د ۱۵ تنو ډاکترانو لپاره دایرشو چی د ډاکترانو په منځ کې په نوي بڼه د روانی روغتیا د کلتور پیل وو. دې وخت په تیرېدو سره د عصبي او عقلي اصطلاح ځای رواني ناروغیو ونیو او جلا دیپارتمنت یې په طب پوهنخی کی جوړ شو او کوم دارلمجانین چې وو هغه په رواني روغتون بدل شو او اوس هم فعال دی اود جکړو په نتیجه کې د رواني روغتیا د کارکوونکو تبښته او د موقت انتقالي حکومت په راتلو سره نړیوالو پاملرنه روغتیا ته زیاته شوه او په ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې رواني روغتیا د هیواد د اساسي روغتیایي خدمتونو په مجموعه کې شامله شوه  چی د کلیو په کچه په کې د رواني روغتیا د خدمتونو وړاندې کول په کې شامل دي او په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې یې هغه ته په لومړۍ کټګوری کې ځای ورکړ . دهغه نه وروسته رواني روغتیا د روغتونونو د روغتیایي ملي ستراتییژی او پالیسی د رواني روغتیا او د نشه یي توکو د غوښتنې د کمولو د ډيپارتمنت له خوا جوړه شوه، چې د ۱۳۸۹ ه ش نه تر ۱۳۹۴ کال پورې درواني نظره د یو روغ افغانستان  تر شعار لاندی یو مهال ویش جوړ شو .

په افغانستان کی د رواني روغتیا وضعیت :

روانی ناروغي د انسان د پیدایښت راهیسې وجود لري اود هغی په وړاندې دهیځ یوې اقتصادي اوټولنیزې طبقې فرد خوندي نه دی. اوداسی یو خطر دی چی انسان بیا بیا ګواښي . له نیکه مرغه په وروستی نیمه  پیړی کی درواني روغتیا خوڅښت درواني ناروغیو په اړه غلط نظرونه او پوچی عقیدی یوې خوا کړې. اوڅرګنده کړې یې ده، چی په لومړي قدم کې رواني ناروغی په څیر ژراو په وخت  تشخیص شي اود درملنې لاندې ونیول شي په هماغه اندازه  به یې مزمن کیدل او عوارض کم شي

رواني روغتیا څه شی ده :

رواني روغتیا د ښه ژوند کولو اوټولنیزو ښېګړو علم دی چی د ژوند ټولې زاویې د جنیني ژوند د لومړیو شیبو تر مړینی پورې چی د رحم دننه ژوند ، ماشومتوب نه تر ځوانۍ اولویوالي او زړښت مرحلې پکی شاملې دي . رواني روغتیا یوه داسی پوهه اوهنر دي چې له خلکو سره مرسته کوي ترڅو د وراني اوعاطفي نظره د سمو لارو په منځته راوړلو سره کولای شي له خپل چاپیریال سره جوړښت وکړی او د خپلو ستونزو د حل لپاره د حل مطلوبې لارې وټاکي .

دروانی ناروغیو اعراض اونښی:

روانی ناروغیو کلینیکي نښې او علامې دي  چیې شخص نه شي کولای سم فکر او قضاوت وکړي او یا د خپل سوله ایز ژوند لپاره چاپیریال او د شاخوا خلک ولری.

په لاندی طریقو باندې کولای شو چې رواني روغتیا کنترول کړو:

۱  د رواني ناروغیو په اړه د ټولنې د پوهاوي د زیاتولو له لارې د روانی روغتیا د کچې لوړول .

۲  د رواني بې نظمیو پر وخت تشخیص، پیژندنه اود هغوی درملنه

۳ د ناروغۍ د عوارضو دعوت یا بیا ستندني مخنیوی اود ناروغیو قدرت مند کول

۴ د جسمي ناروغیو د مخنیوی او درملنی له لاری د رواني ناروغیو د رامنځته کیدو مخنیوۍ

هغه ځوک چی روانی ناروغۍ لری لاندی نښی به پکی موجودی  وی :

  • د دایمی خواشینۍ احساس
  • د یو معقول سبب نه پرته دایمی ناخوښي
  • مکرره بی خوبي
  • متناوب خپګان په کمزوري کوونکي ډول
  • دخلکو په وړاندی د دایمی کرکې اوبې مینې توب احساس
  • دژوند نا آرامي
  • په دایمی ډول داولادونو نه زغمل
  • تل په غوسه او وروسته پیښمانه کیدل
  • بی ځایه دایمی ویره
  • همیشه خپل ځان په حقه اونور ناحقه ګڼل
  • دبی شمیره بدني دردونو اوشکایتونو احساس چی کوم سبب هم ورته نه پیدا کیږي

د ډاکتر منینګز په عقیده که کوم شخص په خپل ځان کې د پورته نښو نه یوه یی قطعي وګڼي نوباید له هغی سره مرسته وشي

درواني ناروغیو ډولونه :

۱ لوی ناروغۍ سایکوزونه:

۱ ذهني پریکیدنه:(schizophrenia)  (دشخصیت بیلیدنه او د واقعیت د احساس نشتوالی)

۲ خپګان(manic- depressive) ژور خپګان او شدید نوسان لرونکي هیجان

۳ سخته بدګماني اوهذیان(چټیات) :(paranoia)په هر څه بي دلیله بد ګماني د خیال چوکاټ کې.

۲ غیر عمده ناروغۍ :

نیوروزونه: د ژوند د ډول ډول موقعیتونو اوحالاتو په وړاندی دعادی غبرګون د توان له لاسه ورکول

شخصیتي اختلالات: چی د ماشومتوب د دورې د خواشیني کوونکو تجربو پواسطه منځته راځي.

درواني ناروغیو لاملونه :

عضوي ناروغۍ : د مغزي رګونو آرتریو اسکلروز، سرطانونه، میتابولیکي ناروغۍ، ځیني نرولوژیکي ناروغي، د اندوکراین د غدو ناروغۍ ، ځینی مزمنې ناروغۍ ،میرګي او نور

وراثت: په هغه ماشوم کی چې مور اوپلار دواړه یی ذهني پریکیدنه لري  په دې ناروغۍ د اخته کیدو احتمال د هغو ماشومانو په پرتله چې روغ مور او پلار لرې ۴۰ ځله زیات دي .

چاپیریالي او ټولنیز لاملونه : اندیښنې ،عاطفې ترینګلتوب، دزور(اجباری )ودونه، د کورنۍ جلاوالی ، بیوزلي، ښاري ژوند، د ټولنې صنعتي کیدل، کډوالي، د اقتصادي امنیت نشتوالی، رټل هیرول او ظلم چې په اوس شرایطو کې په افغانستان کې زیات خلک که هغه ځوانه طبقه ده او که زړه طبقه ده په رواني ناروغیو اخته دي چې عمده لامل یې هم په هېواد کې د دوامدارې جګړې شتون او د هر راز کیمیاوي او زهري وسایلو استعمال دي که چېرې اوس وخت کې د سرطان له امله چې څومره کسان  مړه کیږي او یوه نیمه لسیزه مخکې مړه کېدل سره پرتله کړو  نوڅو چنده فرق به موجود وي.

تجربه: زه خپله چې اوس وخت کې مې عمر ۲۵ کلنۍ ته رسیږي کوم علایم چې موږ پورته ذکر کړل تقریبا اکثریت هغه علایم زه اوس وخت کې په خپل ځان کې احساس کوم کله چې یو کار سرته رسوم لکه په کمپیوټر کې د معلوماتو ثبتول نو چې کله هغه معلومات زه ثبت کړم د بار بار کتلو بیا هم زه ما زړه یې نه مني چې دا  مواد به ما دلته ثبت کړي وي، یا لکه د  کور د حویلۍ دروازه چې کوم وخت زه غواړم چې دا دروازه زه بنده کړم حتا داسې وخت راغلی چې د کور دروازه مې ۱۵ ځلې زیاته کتلې چې شاید ما نه وي ټینګه کړې.

دا هم ولولی
Close
Back to top button