د طالبانو کاذب غرور

د طالبانو کاذب غرور

سید عبدالله پاچا

طالبان یواځې وحشتونو کې لومړۍ درجه کې قرار لري، نور نو هغه پخوانی ځواک یې نه دی پاتې.

طالبان چې څو کلونه وړاندې په خپل غرور او ځواک نازیدل، اوس یې داسې ماتې خوړلې چې د بیا راپورته کیدو هیڅ زور پکې نه دی پاتې.

طالبانو پخوا د اشغال په نوم باندې ځوانان جذب کول او بیا به یې ترې د خپلو ګټو لپاره کار اخیسته.

خو اوس چې له امریکا سره هوکړه شوې، اوربند ورسره شوی او طالبان د بهرنیو ځواکونو ساتنه کوي، یو شمېر هغو خلکو ته د جګړې د هدف مالومات وشو چې د افغان دولت پر ضد به یې جګړه کوله.

یو شمېر ناپوه افغانان اوس پوه شول چې قرباني یې د طالبانو لیکو کې ورکړه، خو اصلي هدف واک ته رسیدل او وحشت و چې طالبان یې لا هم رسیدو ته هڅه کوي.

اوس خلکو له طالبانو لاس اخیستی دی، اوس خلک پوه دي چې د دې ډلې جګړه د اشغال پرضد مبارزه نه بلکې واک او سیاسي او مادي ګټې وې چې تر نن د افغانانو وینه توی کوي او لاس ترې نه اخلي.

که دا جګړه د اشغال پرضد وی، خو هغه دی د دوی په اصطلاح له اشغالګرو سره یې هوکړه وکړه، خو د افغانانو وینه تویوي.

یو څه چې ښکاره شول هغه دا چې دا ډله د بهرنیو استخباراتو په دستور کار کوي او واک ته د رسیدو هڅې کوي چې یو ځل بیا د اسلام اباد حکمونه له کابل صادر شي.

خو اوس چې طالبان د بشري قوي له سخت کمښت سره مخ دي، هڅه کوي چې لا هم کاذب غرور ښکار کړي، خو دا غرور او ځواک یې اوس مات شوی او ټول پوهیږي چې طالبان هر څه د امتیاز اخیستو لپاره کوي.

اوس هغه کورنۍ او ځوانان چې د دې ډلې لپاره یې قربانۍ ورکولې، یا په شا شوي او هیڅ نه غواړي چې دې لیکو کې جګړه وکړي.

ځکه د جګړې له درکه یواځې د طالبانو مشرانو او قومندانانو پيسې پيدا کړې او ژوند یې جوړ کړ، نور ټول د غریب اولاده بې سرپرسته دي او هیڅوک یې کیسه کې نه دي.

طالبان هڅه کوي چې د څو کلونو وړاندې ځواک او غرور باندې امتیازات واخلي، خو په اصل کې اوس ټولو ته مالومه ده چې طالب ته بشري قوه نه ده ورپاتي.

اوس طالبان هڅه کوي چې دا ځواک د ملکي وګړو په مرګ ژوبله او هدفي وژنو باندې ښکاره کړي.

طالبان ټول وحشتونه افغانستان کې کوي، خو په دومره توپير چې اوس د ځینو مجبوریتونو له کبله د ځینو پيښو مسوولیت نه مني، کنه اصل طالبان دا هر څه د دې لپاره کوي چې د سولې په میز باندې افغان لوری د طالبانو هر څه ومني.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button