سوله نو داسي کیږي ؟

سوله نو داسي کیږي ؟ لیکوال : ګل احمد احسان

په هیواد کي نو داسي ورځ نسته چي ملکي افغانان، افغان امنیتي ځواکونه او وسلوال طالبان دي په مخامخ جګړو، ځانمرګو بریدونو او ماین چاودونو کي نه وژل کیږي، سوله په داسي وخت کي ممکنه ده ترڅو جګړه ونه درېږي باید دسولي خبري له داسي وخت څخه پیل سي چي دلته حالت سم وي، دخلګو وینه نه تویږي، وینه او سوله جالبه ده!!

په ۲۰۱۳ کال کي د قطر هیواد دسولي روستلو منځګریتوب وکی خو د طالبانو لخوا د اسلامي امارت تر نامه لاندي دخبرو پیل او د سپین بیرغ ځړول دوخت دولسمشر حامد کرزي خوښي نه سوې .

افغانانو نو پر تلویزیونونو باندي د سولي راتلو روان بهیر څاری، هره ورځ يې خبرونه اورېدل له هر سپین ږیري او ځوان سره راډيو هم وه چي له مختلفو رسنیو يې دسولي خبري اورېدې .

دقطر هڅي داسي پای ته ورسېدې چي عامو افغانانو يې تمه کول هغه داسي چي مخکي لا دجګړې تیز خبرونه، دملکي او نظامي ځواکونو تلفات او همداراز خپله ددولت له وسلوالو مخالفینو تلفات هم هغه څه وه چي دسولي دخبرو سره یو ځای روان وو نو ځکه خلګو پر سولي راتلو باور نه کوی اوس هم همدا ډول دي  .

ویل کیږي چي پخواني ولسمشر حامد کرزي دسولي راوستو په موخه پاکستان ته ۲۰ شل سفرونه کړي وو خو په لاس یوازي تشي وعدې او شرطونه ورغلل چي کرزي هم دخپلي ولسمشرۍ په ورستۍ کي دپاکستان او امریکا هغه شرطونه وویل چي دسولي په راوستولو په اړه يې کړې وه .

حامد کرزي دپاکستان له غوښتونو څخه ویلي وو چي د افغانستان دبهرني سیاست واک او بل د ډیورنډ کرښي په رسمیت پیژندل ښوول سوي.

کرزي ویلي وو چي سوله د پاکستان او امریکا په لاس کي ده ترڅو چي دوی ونه غواړي دسولي راتلل ناممکن دي .

خو تر کرزي وروسته نوي ولسمشر اشرف غني دسولي راوستلو لپاره پاکستان ته خپلي هیلي وړاندي کړې ترڅو يې دغه ارمان پوره کولو ته ورسوي .

له دې وروسته نو هره ورځ په مختلفو هیوادونو کي دسولي دخبرو دپیل خبري کېدې چي بلاخره په پاکستان کي دغه خبري سوي دي مګر ډېر جزیات يې نه دي ورکړل سوي .

هغه هیواد چي دافغان دولت چارواکي او عام افغانان دغه روانه جګړه او په دې هیواد کي دسیاسي کشمکشونو اصلي لامل پاکستان بولي، څنګه به دیوې دایمي او حقیقي سولي راوستو جوګه سي؟

څنګه به داسي یو هیواد چي د ملامتیا  ګوته ورته نیول کیږي سوله راولي ؟ ایا اسلام اباد به د افغانانو دغه هیله ورپوره کړې ؟ ددوی توان رسیږي، که سوله نه کوي ؟

دلته اوس هم اقتصادي بحران، دځوانانو بیکاري، په یو شمېر ولایتونو کي روانه جګړه او دملي یوالي دحکومت یو شمېر نوري ستونزي هغه څه دي چي دخلګو باور يې کم کړی دی .

عجبه خو داده چي له یوې خوا جګړې ورځ تر بلي ډیريږي او له بلي خوا دسولي چیغي پورته کیږي نو تاسي ووایاست چي ( سوله نو داسي کیږي ) ؟

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button