د یو ښه رنځپوه ځانګړتیاوې

ژباړه وړانګه اکبر

د ناروغ د مالوماتو پټ ساتل او د کتنې او پلټنې لپاره د ناروغ موافقه:

د یو ذده کړیال یا نرس او یا هم د یو رنځپوه په صفت تاسې شونې ده چې له یو ناروغ او د هغه له کورنۍ څخه شخصي او صمیمي پوښتنې وکړئ چې دا پوښتنې محرمې دي، که چېرې ناروغ خپل ژون له لاسه ورکړي هم دا مالومات پټ او محرم دي،دا یوعمومي قانون دی خو قانوني غوښتنلیکونه په بېلابېلو هیوادونو کې توپیر لري. ځینې داسې حالات شته چې د ناروغ په هکله مالومات محرم نه شي پاتې کېدای لکه که چېرې د ناروغ د پوښتنو او ځوابونو په هکله مالومات پټ وساتل شي شونې ده چې ناروغ ته د مرګ خطر او یا نور زیانونه واړوي، او ځینې داسې حالات هم شته چې که چېرې مالومات ښکاره او افشا شي د ځینو جدي جرمونو په کشفولو او مخنیوي کې به رول ولري نو په داسې حالاتو کې ژر تر ژره د ناروغ د پاملرنې مسؤل لوړ پوړي رنځپوه سره اړیکه ونیسئ او هغه له شته حالت څخه خبر کړئ.

ددې لپاره چې د ناروغ د کتنې او مشورې اخیستلو د خصوصي والي ملتیا مو کړې وي باید چې ټول معقول ګامونه واخلئ. کله چې ستاسو خبرې نور خلک اوري هیڅکله د ناروغانو په هکله بحث مه کوئ، کوم ځای کې چې د ناروغانو اړوند مالومات د نورو ناروغانو یا هم غیر مجاز کارکوونکو او خلکو په واسطه لیدل کېږي د ناروغانو په هکله شواهد د کاغذ او سکرین په مخ مه خپروئ.

تل د هر ډول کتنو او پلټنو د ترسره کولو،د درملنې د ترسره کولو او یا هم په تدریس او یا په پلټنه کې د ناروغانو له ګډون څخه د مخه د ناروغانو رضایت باید تر لاسه کړئ.که د ناروغ په اړه د مالوماتو د ښکاره کولو لپاره یو لاسلیک شوی رضایت په لاس کې درکړل شو، یوازې هغه څه چې درڅخه غوښتل شوي دي ښکاره کړئ.که شک مو پکې پیدا شو له ناروغ سره په اړیکه کې شئ تر څو دریم کس ته د مالوماتو ورکړه څرګنده شي.

وروسته له مشورې خپلې موندنې د ناروغ په دوسیه (د ناروغ په هکله یاداښتونه ) کې ثبت کړئ. دا یاداښتونه پټ او محرم دي او باید په خوندي ډول وساتل شي. دا یاداښتونه د قانوني سند په ډول هم کارول کېږي او همدارنګه د ناروغ له ښې څارنې څخه هم استازیتوب کوي.په یاد ولرئ چې هغه څه چې تاسې یې لیکئ شونې ده چې د ناروغ په واسطه وکتل شي، ځکه چې په ډېرو هیوادونو کې لکه بریتانیا کې دا یاداښتونه پخپله د ناروغ په واسطه غوښتل کېدای شي او لاسرسی ورته لرلی شي.

نور ښکاره کړئ
Back to top button