د ویټامینونو کمي بدن کې کومې ناروغۍ رامنځته کوي؟

: په بدن کې د ویټامینونو پوره کولو لپاره هر ډوله خوراک کول مهم دي، که د پرهیز پر وخت څوک یو ډول خواړه خوري او له نورو ځان ساتي، پر بدن منفي اغیز کوي او د نورو ویټامینونو کمښت سره مخ کیږي چې په بدن کې یو شمېر نورې ناروغۍ رامنځته کوي.

دلته د بدن هغه نښې او درملنه یې ذکر کوو چې له ورایه ترې د ویټامین کمی ښکاري.

د ویښتانو تویېدل

د ویښتانو تويېدل او جړیدل بدن کې د ویټامین B7 نښه ده، پخپلو خوړو کې بادام او خوټولي آلوګان شامل کړئ، دا د ویټامن بي سیون کمي پوره کوي.

د عضلاتو او بندونو درد

په عضلاتو او بندونو کې درد په بدن کې د کلسیم، میګنیزیم او پوتاشیم کمي لامل دی، دا منرالونه د خولې (د بدن اوبه) په وسیله له بدن څخه خارجیږي، ددې پوره کولو لپاره کدو، مڼه او کیلې غوره خواړه دي.

د مخ دانې او حساسیت

پر مخ دانې راختل او یا حساسیت لرل د ویټامن B کمي نښه ده، بدن د نورو ویټامینونو لکه A-E او D ساتلو وړتیا لري خو د ویټامن بي پوره کولو لپاره باید اضافي کوښښ وکړل شي، ددې ویټامین پوره کولو لپاره آلو، ځکمۍ غوښه، پنیر، بند ګوپي او شنه سابه ښه خواړه دي، چې بدن کې ددغې ویټامین کمي پوره کولو کې مرسته کوي.

په لاسونو او پښو کې دردونه

اکثره وخت د لاس بند یا مټ او پښه کې دردونه رامنځته کیږي، ددې لامل بدن کې د ویټامین B12 او B6 کمښت دی، ددې ويټامینونو پوره کولو لپاره لوبیا، دال، دېته ورته خواړه، چرګان او غوښه غوره خواړه دي.

د سترګو ژیړیدل

په سترګو کې ژیړوالی رامنځته کېدل هم د ویټامین B12 کمي نښه ده، ددې پوره کولو لپاره د غوایي ځیګر، غوښه خوړل او د شیدو څکل مرسته کوي.

غاښونو ناروغي

په غاښونو کې یو شمېر ډوله ناروغۍ رامنځته کېدل بدن کې د ویټامین D کموالي نښه ده، ددې لپاره د کلسیم، فاسفورس Phosphorus او ویټامین ډي څخه ډک خواړه وخورئ، لکه له شیدو څخه جوړ شوي خوراکونه، وریجې او انګور.. دغه خواړه مو د غاښونو یو شمېر ناروغیو څخه ژغوري.

شونډه وتل/زخمي کېدل

د شونډو وتل یوه عامه ناروغي ده، په بدن کې د وسپنې کمښت دغه ناروغي رامنځته کوي، ددې لپاره شنه سابه او نوره سبزي غوره خواړه دي، همدا ډول لوبیا، دال، هګۍ او غوښه هم ددغه منرالونو کمي پوره کوي.

د یادونې وړ ده چې په بدن کې د ویټامین پوره کول د خوراک له لارې شونې دي، که چیرې ستاسې خوراک سم او پوره وي، او بیا هم یو له پورته ناروغیو سره مخ یئ نو پکار ده ډاکټر ته ورشئ او مکمله درملنه وکړئ!

ډاکټرهیلی صابری

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button