د زعفران روغتیايي ګټې

ژباړه: حمیدالله حمیدي

زعفران د نړۍ له تر ټولو ګران بیه ګل دی چې د روزلو او ټولولو نږدې ټول کارونه یې په لاس ترسره کېږي.

زعفران خپله نورو خوراکي توکو ته خوند او رنګ ورکوي، وازګې له منځه وړي او په وینه کې د کلسترول د زیاتوالي مخه نیسي. که غواړئ ذهني ارامتیا ولرئ، زعفران وکاروئ.

له دې سره سره زعفران اشتها زیاتوي او د پوستکي، سترګو، زړه او سرطاني ناروغیو مخه نیسي، حافظه قوي کوي او د وینې فشار په ټيټولو کې پوره مرسته کوي.

که له زعفرانو په خوړو کې ګټه واخیستل شي، هضم اسانه کوي، معده قوي کوي او دردونه یې له منځه وړي.

زعفران بدني ستړیا او خپګان له منځه وړي.

پر زعفرانو وروستیو څېړنو ښودلې چې زعفران د ستړیا او خپګان د له منځه وړو خاصیت لري، له دې مخکې هم په سنتي طب کې زعفرانو ته خوشالوونکی او خوښۍ راوړنکی نوم کارول شوی دی.

د څېړنو پایلو ښودلې چې په ورځني ډول باید له زعفرانو په خوړو کې ګټه واخیستل شي او یا هم یوه پیاله د زعفرانو چای وڅښل شي؛ ځکه عصاب پیاوړي کوي.

زعفران د الزایمر او پارکیسون ناروغیو مخه نیسي او تمرکز قوي کوي. که عصبي دردونه لرئ او یا هم له بې خوبۍ ځورېږي، نو زعفران یې اصلي درمل دي.

کله چې انسان زړېږي نو په تدریجي ډول یې د ليد حس هم کمزوری کېږي، خو نوو څېړنو ثابته کړې چې زعفران کولای شي هغه سلولونه له سره ترمیم او بیا ژوندي کړي چې د لیدو په حس کې مرسته کوي.

دغه راز زعفران هغه قهویي ټکي او خالونه له منځه وړي چې د عمر خوړلو کسان د لاس په پوستکي کې پیدا کېږي.

د زعفرانو سرطاني ضد ځانګړنې

زعفران د تومور او سرطاني ناروغیو ضد ځانګړنې لري او په بدن کې ازاد راډیکالونه له منځه وړي. څېړنو ثابته کړې چې په زعفرانو کې شته انتي اکسیدان په بدن کې د سرطاني ناروغیو مخه نیسي.

د زعفرانو زیانونه

په هېڅ څه کې هم افراط نه دی په کار؛ که د زعفران په خوړو کې هم افراط وشي زیانمنوونکې پایلې لري. په زیاته کچه د زعفرانو کارول د خوابدۍ، د زړه د ضربان د زیاتوالي، سر ګنګسۍ، له پزې او شونډو د وینې بهيدنې، بې حالۍ او ژېړي سبب ګرزي چې ان کله کله پر مرګ هم تمامېږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button