ځیرک بالښتونه چې د خوب کیفیت لوړوي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

ټکنالوژي ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې ده، نو بشر پر دې توانېدلی، چې د انسانانو له غوښتنې سره سم هغه څه جوړ کړي، چې اسانتیاوې رامنځ ته کوي. نن سبا نوې ټکنالوژي د دې لامل شوې ده، چې د انسانانو ژوند په پوره ډول بدل شي او هغه څه ته لاسرسی پیدا کړي، چې پخوا یو خیال بلل کېدو او ان ډېرو کسانو دغه ډول چارې ناممکنې بللې. پر ګڼو لاسته راوړنو سربېره اوس څېړونکي پر دې توانېدلي، څو داسې ځیرک بالښت طراحي کړي، چې پر یوه او بل اړخ کېدو او یا هم ځان ته په حرکت ورکولو سره د انسان د خوب کیفیت ښه کړي او د ارامۍ احساس خپروي.

دا ډول بالښت په اصل کې د خوب د ښه کیفیت لپاره جوړ شوی، کارول یې ګتور ثابت شوي او په بازار کې د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شوی دی. په امریکا کې له ناروغیو څخه د ژغورنې اداره (CDC) وایي میلیونونه امریکایي وګړي د خوب له اختلال او ناارامۍ سره مخ دي. دوی دغه ډول ناروغۍ خورا ګواښوونکې بللې دي. (Somnox) وروستۍ ټکنالوژي ده، چې د بې خوبۍ د مخنیوي لپاره کارول کېږي او پایلې یې ډاکټرانو ته د منلو وړ دي. دغه ځيرک بالښت د انسان له حرکاتو، تنفس او غږ سره مستقیمه اړیکه لري، چې د خوب له منظموالي سره پوره پوره مرسته کوي.

سومنوکس ممپلي ته ورته جوړښت لري، چې د خوب پر مهال په غېږ کې نیول کېږي. څومره یې چې جوړښت لوی وي په هماغه کچه د خوب کیفت هم ور سره ښه وي. دغه ځيرک بالښت په اسانۍ سره د منبسط او منقبض کېدو وړتیا لري. د سومنوکس ځيرک بالښت جوړوونکي وایي، د دې ځیرک بالښت په کارولو سره انسان په ناخوداګاه ډول خپل تنفسي حرکات تنظیموي. دغه ټکنالوژي سر بېره پر دې، چې تنفسي حرکات تنظیموي یوه بلندګو هم لري، چې یو ډول ځانګړي خواږه اوازونه خپروي، څو د انسان د ارامۍ سبب شي.

په دې سېستم کې د زړه له ضربان سره همغږې او ارامونکې نغمې انسان ته د ارامۍ احساس ورکوي او په خورا ژور خوب یې ویده کوي. دغه راز تاسو هم کولی شی، چې د خپلې خوښې نغمې ور زیاتې کړئ. په دې وروستیو کې ګڼ شمېر دغه ډول الې جوړې شوې دي، چې د یو ډول خاصو غږونو په خپرولو سره کولی شي ارام خوب ته زمينه برابره کړي او په خوب کې د ګډوډیو مخه ونيسي.

SleepCogni: دغه دستګا له ځانه نوري امواج او غږونه خپروي، چې انسان د ارامۍ احساس کوي او ویده کيږي. یو بل ډول الکټرونیکي اله، چې د Dreem په نوم یادېږي هم له ځانه یو ډول اراموونکي امواج او غږونه خپروي، څو انسان وکولی شي په ارامۍ ویده شي. خو سومنوکس پر دې ټولو ښېګڼو سربېره چې لري یې، جوړوونکي یې یو بل څه ته هم اشاره کوي، چې ډېر مهم دي. دوی وایي سومنوکس، چې کوم امواج او غږونه له ځانه خپروي په هېڅ ډول د روغتیا لپاره زیان نه پېښوي او ګڼو نورو ښېګڼو ته یې اشاره کوي. د سومنوکس جوړوونکی شرکت وایي، دوی له ډاکټرانو او د اعصابو له متخصصینو سره په مشوره په دغه اله کې ټکنالوژي کارولې ده.

د دوی څېړنو ثابته کړې ده، ۹۰ سلنه هغه کسان چې له دې وړاندې یې ارام خوب نه درلود او په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو اوس د سومنوکس له کارولو وروسته پر دې توانېدلي، چې تر ۷۰ سلنې پورې يې په خوب کې ښه والی راشي. سومنوکس یوازې ۱،۹ کیلو ګرامه وزن لري، په منځ کې یې نرم مواد کارول شوي، بېرونی پوښ یې د مینځل کېدو وړ دی. هغه کسان، چې خوب نه لري او یا هم په خوب کې نا ارامه وي کولی شي، یوازې په ۵۲۷ ډالره، ځان له ګڼو هغو ناروغیو خلاص کړي، چې ورسته یې پایله د نورو ګواښوونکو ناروغیو لامل کېږي.

د امریکا د خوب ملي بنسټ وایي، د انسانانو د خوب اندازه د هغوی عمر او کار ته په کتو سره توپیر کوي، د خوب کموالی او زیاتوالی دواړه، د ناوړه ناروغیو لامل کېدای شي. څېړونکي په دې اند دي، هغه ماشومان چې عمرونه یې د ۳ او پنځو کلونو تر منځ دي، باید له ۱۰ تر ۱۳ ساعتونو پورې په یوه شپه او ورځ کې خوب وکړي، خو خوب یې باید چې له ۸ کم او له ۱۴ ساعتونو زیات نه شي.

ښوونځي ته تلونکي ماشومان هغه چې له ۶ تر ۱۳ کلونو پورې عمرونه ولري، د دغه عمر ماشومانو ته څېړونکي له ۹ نیولې تر ۱۱ ساعتونو پورې د خوب توصیه کوي. هڅه باید وشي چې د دغه عمر کسان له ۷ کم او له ۱۲ ساعتونو زیات خوب ونه کړي.

تنکي ځوانان: هغه چې عمرونه یې د ۱۴-۱۷ کلونو تر منځ وي، د دغو کسانو لپاره مناسب خوب له ۸ نیولې تر ۱۰ ساعتونو پورې دی، پام مو وي چې دغه کسان له ۷ کم او تر ۱۱ ساعتونو زیات خوب ونه کړي.

ځوانان: هغه چې عمرونه یې د ۱۸-۲۵ کلونو تر منځ وي، باید له ۷ تر ۹ ساعتونو پورې خوب وکړي. د دغه عمر کسانو ته له ۶ کم او تر ۱۱ د زیات خوب سپارښتنه نه کېږي.

د لوړ عمر کسان: هغه کسان چې عمرونه یې له ۲۶ لوړ او له ۶۴ ټیټ وي، لږ تر لږه باید په یوه شپه او ورځ کې ۷ یا ۸ ساعته خوب وکړي. د دغه عمر کسانو ته سپارښتنه کېږي چې د خوب وخت یې له پنځو کم او له نهو ساعتونو زیاته نه شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button