امريکايان د غني په بدنامولو طالب ته مشروعيت پيدا کوي

ليکوال: ح حقوېش،
کله چې انګرېزانو د خپلواکۍ د اخيستونکي باچا امير امان الله خان څخه د غچ اخيستلو په موخه غل حبيب الله کلکانی او نور ملايان رامخته کړل، او ددوی پر مټ یې د افغانانو منظمه او پر پښو ولاړه واکمني له منځه یوړه، بيا یې ددې پر وړاندې پخوانی جنرال چې له امان الله خان سره يې يوځای د خپلواکۍ لپاره جګړه کړې وه هغه واکمن کړ.
د نادر خان په هکله وايسرايي هند لارډ ارون ته د ۱۹۲۹ز کال د فبروري په ۱۳مه ليکلي وو، چې زما خيال دی چې د ډيري خرابې پروپاګنډې باوجود هم حالات زموږ په ګټه روان دي، او موږ به د نادرخان په امير جوړولو کې بريالي شو.
مطلب د امير امان الله خان واکمني هم انګرېزانو له منځه يوړه، حبيب الله کلکانی هم د انګرېزانو انتخاب و، او د حبيب الله کلکاني وژل او د نادرخان راتګ هم د انګرېزانو پلان وو. اوس د امریکا پر مټ طالبانو راتګ کټ مټ د هغه وخت د انګرېزانو پاليسي ته ورته دې، امريکايانو لومړی د مجاهدینو پر مټ د ډاکټر نجيب حکومت ړنګ کړ، مجاهدین يې واک ته ورسول، بيا يې مجاهدین په خپلمنځيو جګړو کې ښکېل کړل، بيا يې د مجاهدینو د له منځه وړلو لپاره طالبان جوړ کړل واک ته یې ورسول، بيا يې د طالبانو حکومت ړنګ کړ، پخواني مجاهدین یې د جمهوريت په نوم واکمن کړل، د مجاهدینو د لومړي ولسمشر صبغت الله مجددي وزير خارجه حامد کرزی یې ولسمشر کړ، کرزی دوه ځلې د ټولټاکنو له لارې ولسمشر شو، همدا ډول اشرف غني هم دوه ځلې د ټولټاکنو له لارې ولسمشر شو، «خو اشرف غني د افغانستان په ټول تاریخ کې يواځنی ولسمشر دی چې د زور له لارې نه بلکې د ټولټاکنو له لارې ټاکل شوی دی،» او دا بيا د امریکا غوښتنه وه چې يوځل بيا يې د افغانانو جمهوري حکومت ړنګ کړ او طالب یې په زور افغانستان ته دننه کړ. اوس طالب ته د مشروعيت پيدا کولو لپاره په اشرف غني هر ډول تورونه پوري کوي ترڅو افغانان وغولوي، او د طالب پر امارات یې قانع کړي، ترڅو چې اشرف غني واک انتقال نکړي، طالبان داخلي او نړیوال مشروعيت نشي ترلاسه کولای، کله چې رباني د افغانستان ټاکل شوی ولسمشر و، او طالبانو په زور له واکه ليري کړ، له څو کلن ځنډ وروسته چې کله د بُن کنفرانس ترسره شو له هغه وروسته یې رباني د پخواني ولسمشر په نوم راوسته ترڅو واک کرزي ته انتقال کړي، اوس به هم اشرف غني واک انتقالوي بيا به د طالب واک مشروعيت پيدا کوي، هغه ګټې چې امريکا يې د طالبانو په امارت کې ترلاسه کولای شئ هغه په جمهوریت کې نشي ترلاسه کولای، د امريکايانو لوبه پر همدې ځای پای ته نه رسيږي هغوی يوځل بيا غواړي چې د خپلو کرايه دارانو پرمټ په افغان خاوره يو بل جنګ جوړ کړي يا ددوی په شتون کې نوري مذهبي ډلې تقويه کړي چې سرچينه يې له همدې ځایه وي، او په ګاونډ کې پرتو هېوادونو ته یې سرخوږی کړي او دوی د پخوا پڅېر خپلو ګټو ته دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button