که دغه اوږود مهاله ستونزی ژر تر ژره حل نه شي

سید عبید الله نادر
که دغه اوږود مهاله ستونزی ژر تر ژره حل نه شي

احمد رشید : پاکستان د ګړنک پر غاړه کتابه څخه ،ژباړن : ډاکتر ځلاند: چې د نوم څخه یې داسي جوته کیږي چې انسان فکر کوي چې نیم کتاب یې لوستلی ،د لمړي څپرکي (اسامه اوباما ،میراث او پاتي شوني) تر عنوان لاندی ، د کتاب په ۲۱ مخ کې لیکي:
دغه اوږود مهاله ستونزی که ژر تر ژره حل نه شي ،کیدای شي پاکستان په یو ناکام هیواد بدل شي ،د ملګرو ملتونو شمیرنه ښيي چې د پاکستان ۱۸۵ملیونه نفوس به په ۲۰۵۰زیږدیز کال کې ۲۷۵ ملیونو ته ورسیږي ، د دي تر څنګه دا مهال په پاکستان کې د اقتصاد سر چینه کرنه جوړوي ،نو راتلونکي ته به ، پاکستان په سختی سره موجوده نفوس ته ، خوراکي توکي برابر کړي ، دا نو ډیره سخته ده ، چې وکتل شي چې نورو ۹۰ ملیونه خلکو ته به اوبه خوراک ، ځمکه او خدمتونه څنګه برابریږي ، د پاکستان یو پر دریمه برخه نفوس نن ورځ د څښاک پاکي اوبه نه لري ،نور ۷۷ ملیونه وګړي د خوراک د تر لاسه کولو د پاره ، سمي لارې چارې نه لري ،او سم نیم په نیمه ښونځیوته تلونکي ماشومان ښوونځیو ته نه ځي ،د پوهي کچه ۷۵ سلنه ده ،چې سویلي آسیا کې تر ټولو نورو ملکونږ ټیټه ګڼل کیږي ، له هغي چې په ۱۹۴۷زیږدیز کال کې پاکستان جوړ شو ،د آسیا ۵۲ سلنه نفوس یواځي پاکستان جوړاوه ،د پاکستان نیم نفوس اوس ،حتی هیڅ د دندې په لټه کې نه دي ،ځکه چې دوي پوهیږي چې ، دوی دندي نشي تر لاسه کولای ، دا مهال پاکستان کم تر کمه نهه سلنه کلني پرمختګ ته اړتیا لرۍ ،چې له شلو کالو څخه کم ځوانان په کار وګماري ،هغوي د ټول نفوس ۶۰ سلنه جوړوي ،
د پاکستان ۳۷ سلنه نفوس له پنځلس څخه کم ماشومان جوړوي ،چې په نړۍ کې تر ټولو کم عمرو نفوس لرونکي هیوادونو څخه ګڼل کیږي ، له اقتصادی پلوه که چیري دغه هیوادپه خوراکي توکو برابرولواو دندو پیدا کولو کې ،۶،۲سلنه درجی په اندازه پاتي راشي ، نو د پاکستان له پاره د بدو پایلود انتظار په معنی دی ، هغه له دي امله چې ځوانان یې هم دا مهال د جهاد په نوم ورو ورو دغي ډنډ ته ځان ورغورځوي ، کوم چې پاکستان ورغورځیدلی او د پورته کیدو یې هم څوک نه تر سترګو کیږي .
د پاکستان هغه لنډ مهاله ستونزی ، ورځ تر ورځی لا پسي پراخیږي چې لویو سیمه ایزو او نړیوالو ستونزو ته لاره هواروی ،له ۲۰۰۵ څخه راپدې خوا طالبان د حکومت ړنګولو د پوځ د ماتولواو د یو افرطی اسلامی حکومت جوړولو په تکل کې دي ، اوسمهال پاکستانی طالبان د شمال لویدځ لویه غزیدلی برخه په خپل کنترول کې لري ، او نوري تر هګري ډلې ، له دوي سره د لویو ښارونو په بی ثباته کولو کې مرسته کوي ، لکه د کراچی او دا رنګه د پنجاب د سویل تر خپلي ولکۍ لاندی لري ، په نژادي توګه افغان او پاکستانی طالبان د پوځ خلاف جګړه تر سره کوي ،
افغانسان شاه اوخوا ۱۲ ملیونه پښتان لري ،مګر پاکستان بیا دیرش ملیونه پښتانه لري ،چې د افغانستن د ټول نفوس سره برابریږي ،دوي ټول په یو نه یو ډول په ګډه د پاکستان پوځ خلاف جګړي ته تیارۍ نیسي ،او یا یې تر سره کوي ، د پاکستان په لویو ښارونو کې د بغاوت جګړه ښه په درز کې روانه ده ، بلوچستان باغیان له پوځیانو سره ، په جګړه کې ښکیل دي ،او له پاکستانه د خپلواکۍ غوښتونکي دي ، د بلوچستان په جګړه کې ښکیلي دواړو خواوي په داسي ناوړه وژنوسره اختخه دي ، چې د پاکستان په تاریځ کې تر اوسه نه دي پیښي شوي ،

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button