سردار محمد داود د ظاهرشاه له نظره
د افغانستان لومړى ولسمشر محمد داود يوه ناندره ييزه سياسي څېره وه چې گڼ پلويان او همدومره مخالفين لري. د هغه نامه او کارونو د شلمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې د دغه هيواد د ژوندانه پر ډېرو گوټونو سيورى غورځولى و. خو سره له دې چې له افغانستان سره مينه يې ډېرئ مني، دغه هدف ته د رسېدونکو لارو پر سموالي يې د ټولو نظر يو نه دى.
نژدې تربور او اوښى يې- ظاهرشاه ښايي تر ټولو ډېر په دې دريځ کې وي چې د هغه شخصيت په عيني ډول وارزوي. هغه يې نژدې همزولى، د تره زوى، اوښى، کله کله همراز او په دفاع وزارت او صدارت کې مخامخ مادون و.
ظاهرشاه د داود خان په شخصيت کې تر ټولو لومړى ژور احساساتي والى او بې پولې خوش باوري ليدله. هغه ويل:” داسې خلک شته چې په دوست پسې گرځي او خدمتگار لټوي، او داسې کسان هم شته چې غلام لټوي. داود خان د هغو شخصيتونو له ډلې و چې غلام يې لټاوه. هغو کسانو ورته هېڅ ارزښت نه لاره چې سلو کې سل به يې د باور وړ نه وو.”
خو ظاهر شاه داود خان ته د يوه پياوړى صدراعظم په توگه درناوى کاوه، که څه هم ويل يې چې ډېر هوښيار نه و او ژر په قهر کېده.
يو شمېر څېړونکي په افغانستان کې د جمهوريت اعلان په سلطنتي کورنۍ کې د اختلافونو زېږنده بولي چې سټه يې د ١٣٥٢ کال د چنگاښ تر کودتا وړاندې د يوې لسيزې په سياسي پرمختياوو کې نغښتې ده.
د دوى په وينا داود خان تر هغه وروسته چې په نوي اساسي قانون کې د صدارت له څوکۍ بې برخې شو، له پاچا نه مرور شو او بيا يې په ١٣٥٢ کال کې د کيڼ لاسو افسرانو په ملاتړ خپله دغه عقده حل کړه. مانا دا چې کينه کښ و.
له کيڼ لاسو افسرانو سره نژدې کېدل يوه بله تېروتنه وه چې افغان مورخين يې داود خان ته منسوبوي. د دوى په عقيده شوروي پلوو افسرانو واک ته د ده رسول د يوې بلې کودتا له پاره د لارې هوارول بلل چې په پايله کې يې بايد د خلک ديموکراتيک گوند واک ته رسېدلى واى.
ظاهر شاه هم د چنگاښ تر کودتا وروسته د خپل دغسې يوه احساس يادونه کړې: ” زه د روم په سفارت کې وم چې د جمهوريت اخبار را ورسېده او ومې ليدل چې پوځي افسران… کټ مټ هماغه لکه د مصر د کودتا په شان. همالته مې وويل چې خداى دې خير پيښ کړي، دا لاره چې زه وينم سمه نه ده”.
ظاهرشاه د خپل ژوندانه په وروستۍ مرکه کې بي بي سي ته وويل چې داود خان پر واک مين و او هڅه يې کوله چې تر لاسه يې کړي. مخکني افغان ټولواک په همدې تړاو له يوه پټ راز نه هم پرده پورته کړه او زياته يې کړه: غوښتل يې چې سلطنت په خپله خوښه داود خان ته پرېږدي، خو هغه ډارېده او نه يې غوښتل چې مخامخ د ده پر څوکۍ کېني.
ظاهرشاه دغه راز فکر کاوه چې داود خان تر احساساتو لاندې په آسانۍ د ښه او بد توپير نه شواى کولى. يوه بېلگه يې د هغه په وينا سلطنتي نظام ته د نورو په اشاره د “خوسا” ټکي کارول و. خو وايي چې کله يې له داود خان نه وروسته پر ټېلېفون وپوښتل چې ولې يې هغه نظام چې دوه ځله يې پخپله صدراعظم و، خوسا بللى، نو دهغه ځواب دا و: “نورو پرې دا خبره تپلې وه” – يعنې په کودتا کې ملگرو افسرانو.
خو ښايي د افغانستان د لومړي ولسمشر محمد داود د شخصيت تر ټولو بشپړه ارزونه د ظاهر شاه په دې څو ټکو کې ومومو. هغه بي بي سي ته ويلي وو:
“…. داود خان خاين نه و. داود خان ځان غوښتونکى و، خو هېڅکله يې د خپل هېواد په وړاندې د خيانت فکر نه لاره. زه فکر کوم چې ډېر هوښيار نه و، کله به چې شاو خوا کسانو لږ څه وښوراوه، ډېر ژر به په هيجان راغى . زه تل ورته درناوى لرم د يوه صدراعظم په توگه چې يو څه وخت يې ښه کار وکړ. خو د کودتا له امله چې په دغه ډول يې وکړه، هيڅکله يې نه بښم… خداى دې يې وبښي.”
بي بي سي پښتو