Home علمي او معلوماتي لیکني ستره ویاړلي بریا

ستره ویاړلي بریا

وایې اغیار چې د دوزخ ژبه ده زه به جنت ته د پښتوسره ځم

درنو،ځیږو،خورو،ورو،ټوټو،ټوټود ننګونواوغیرتونوډکوپراخوپښتنو پرګنودنړۍ پرمخ زړوروزمرومبارک،مبارک دساینس اومډرنې ټیکنالوژی په اکاډمیک اوساینسټیفیک ډګر کې موستره بریامبارک.اوزه په ملي افغاني غرورپه زغرده وایم چې

درنه پښتودجګوغروژبه ده زه به ګوګل ته دپښتو سره ځم

ستره ملي،تاریخي اوبې ساري علمي لاسته راوړنه اوخوشالي ده چې دګرده نړۍ د۶۸۰۰ژبوڅخه چې ټول ټال ۷میلیارده وګړي پرې ګړیږي اودهغې له ډلې څخه ۱۰۳ ژبې دګوګل دژباړنې په انټرناسیونال سیستم کې شاملې دي دادی د بي بي ساره لویې ادې اوقیس عبدالرشید سترباباداولادونواوټبردرنه،خوږه اودننګونوژبه دګوګل نړیوال سیستم ته ګام پورته کړدجګوغرونو،جګوشملوپراخوولسونوله افتخاره ډکه سیالي خپله کړه. اودحضرت پیغمبرمحمد علیه السلام دمستجاب دوعا برکت دی چې په مدینه منوره کې یې دعبدالرشید بابا داولادې دلاډیریدواو کامیابیوپه اړه کړي اودهغه مبارک په سلا اونغوته قیس بابا دقریشودنامتوسپاه سالاراو سیف الاسلام حضرت خالد بن ولید له لورحضرتې بي بي ساره سره دمکې معظمې دبریالی سوبې اوفتحې وروسته واده وکړ.قیس بابا په دغه ستره غزا کې دخالد بن والید په څنګ کې ۷۰ تنه قریشي مرتدین ووژل مکه مکرمه یې فتحه اوعبدالرشید بابا دخپلو ورسره ملګروسره دغور غرونوته برمیال اوسرلوړی راستون شو .الله پاک (ج) دغور په لوړوغرونو کې بي بي ساره ته درې زامن ساړبن ،غرغښت اوبیټ په نومونواویوه لورد بي بي متو په نوم ورکړه اودبیټ بابا دغه دوعایه قبوله شوه اومناجات به یې کاوه ! داوګړې ډیرکړې خدایه لویه خدایه،لویه خدایه

دپښتنوپرګنې دکیسي اوسلیمان په غرو،درواوپه اوسنی پراخو سیموکې اوآن ترلویه هنده خورې اوپراخې شوې چې دنړۍ پرمخ یې دمیړانې ،غیرت اوزړورتوب ساری نه لیدل کیږي.دویاړځای دی چې دځمکې په کره کې هغه عظیم الشان قرآن مجید چې دحضرت جبراییېل امین په وسیله دپاک رب (ج) له لوري پرحضرت پیغمبرمحمد (ص) نازل شوی دغه مقدس کتاب دیوه پښتون ځلمي په لاسونوآسمان اوکیهان ته له ځانه سره ولیږداوه اودقرآن مجید په برکت یې له کیهان څخه په پښتوخوږه ژبه دخپلې مهربانې مور سره دزړه خواله اوخبرې کولې اتل افغان پښتون ستورمزلی عبدالاحد مومند یادوم چې کیهان ته یې د الله پاک مقدس کتاب، پښتواوپښتونواله ورسوله اوتلپاتې ویاړیې دنړۍ ګرده مسلمانانواوافغانانوته وګاټه.

ای ظالمه! دټوپک شپیلۍ دې ماته اوپه دواړوسترګو ړوندشې چې دا باتوردخدای (ج) غیرتي بنده ګان اودهغه دپاک رسول متدین امت په بې رحمې اوستر وحشت وژنې.لیرې نه ده چې د دغه ولس بچیان به دعلم اوپوهي په ګاڼه ځان سمبال اودپرمختګ کاروان به په هوډمنوګامونو روان کړي .

ټیټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه زه په دې افتاده ګی کې لوی ګړنګ یم.

دپښتوژبې دغه بریا دټولوسره وروڼوافغانانوله خوښی ډکه بریا ده ګوګل په پښتومزین اوښکلی شوخود دوښمن په ګوګل اوربل دی اودمتعصبوتورمخواوتورزړوګوګلونه خوړین،خوړین اوټپي،ټپي غواړم.

خدمت دخپلې ژبې،قام،وطن زمامسلک دی

په دې مینه به پایم که وم وم که نه وم وم

دافغانانودلاستروبریواوغوړیدو په هیله.

یا هـــــــــــــــــــــــــــــــــــــو

بسم الله اکبري هالینډ

۱۹/۲/۲۰۱۶آ

- Advertisement -

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

وروستۍ ليکني

د اسلام اباد د بلنو شا ته څه روان دي؟

داسې ښکاري چې د امریکا او طالبانو د دوحۍ هوکړه لیک په درشل کې د امریکا، اسلام اباد او طالبانو ترمنځ؛ په ټوله کې...

پـاكـۍ بـيــان

دطهارت (اودس) دواجب كيدلودليل قول دالله (ج) دی چه دقرآن شريف د المآئدة دسورت پـه شپـږم آيت كښی فـرمايى: ﴿يآيهاالذين امنوااذاقمتم الى الصلوة فاغسلووجوهكم...

داودس سنتونه

ويمنځل ددواړولاسودی مخكی له هغه نه چه په كوم لوښی كښی لاسونه غوټه كړی لكه څنګه چه نبی (ص) فرمايلی دی هرڅوك چه ستاسونه...

دغسل بـيـان

غسل پردری قسمه دی فرض غسل، واجب غسل او سنت غسل. فرض غسل هم دری(٣) ډوله دی دجنابت غسل، دحيض غسل اودنفاس غسل، په...

دحوض او څاه د اوبو بيان

دحـوض داوبـوبيـان يودومره لوى حوض چه په يوه څنډه كښى ئې مردارى ولويږى اودمقابلى څنډى اوبه پلاس سره وښورول شى كه مردارى ونه ښوريدل نودمردارۍ...

دتـيـمـم بـيـان اواحـكام

تيمم دپاكۍ اوطهارت لوى ركن دى چه په آيت اوحديث سره ثابت دى دقرآن كريم دسورت المـآئدة په شپږم آيت مبارك كښى الله (ج)...

Recent Comments