ځان په تنګو دایرو کې مه محدودوئ

(له ظرفیتونو تاو دیوالونه مو مات کړئ)- د کتاب لنډیز

لیک: محی الدین دلیل

ټول غواړو پرمختګ وکړو، نوې تجربې، وړتیاوې او مهارتونه ترلاسه، او ښه ژوند ولرو، خو دغه موخې په اسانۍ سره نه راځي، دا ځکه چې مونږ نه غواړو د آرام له ساحې څخه مو ها خوا قدم کېږدو. نو د (له ظرفیتونو تاو دیوالونه مو مات کړئ) کتاب لیکوال جان مکسویل زموږ د کمزورتیا دغه نکته پېژندلې،او پدې کتاب کې یې د له منځه وړلو هڅه کړې. نوموړی په هغه ستونزو او دیوالونو تمرکز کوي چې مونږ خپله د خپل ځان لپاره جوړ کړي او نه مو پرېږدي پرمختګ وکړو. پدې کتاب کې ۷ استعدادونو او وړتیاوو ته اشاره شوې چې هر انسان یې لري، او پرمختګ یې د هماغو استعدادونو په لوړوالي او ټیټوالي پورې اړه لري.

د دې کتاب طلايي فورمول چې ورسره کولی شو دغه جوړ شوي دیوالونه او پولې ماتې کړو په دې ډول دی. زمونږ ظرفیت = خبرتیا/اګاهی+ وړتیاوې+ټاکنې/انتخابونه. د دې معادلې درې برخې په درې جلا فصلونو کې شنل شوي چې موږ هم ورته په لنډو ټکو اشاره کوو.

اوله برخه: خبرتیا یا اګاهي

که غواړو محدود ونه اوسو، او د ظرفیت په وړاندې مو ولاړ کړي دیوالونه مات کړو، نو اړینه ده اول د دغه محدودیتونو او دیوالونو له شتون څخه خبرتیا او مالومات ترلاسه کړو؛ لکه چې ویل شوي د ستونزې پيدا کول نیم حل ده، او یا دا چې که خبر نه یې چې زندانونو کې یې، نو زندانونه به څنګه مات کړې. دلته یو کیسه رانقلوو، وايي یو کوچنی وو چې ماهیان یې نیول، دوه واړه کبان یې ونیول، بیا یې چې جال سیند ته ورواچوه یو لوی ماهی پکې راووته، کوچني ماشوم ماهی له جاله را خلاص او بېرته یې سیند ته ورختا کړ، چا ترې پوښتنه وکړه چې ولې دې لوی ماهي بېرته سیند ته واچوه، ویلې ځه سړيه موږ کور کې غټ دیګی نه لرو چې دا پکې پوخ کړو. له دې کیسې څخه پوهېدلای شو چې څنګه ذهني دیوالونه موږ محدودوي، او غېرې منطقي کارونه راباندې کوي. چارلز شولز وايي ”ژوند لکه د باسکیل لس ګېره لري، ډېری وګړي دغه ګېرونه لري چې هېڅکله یې ندي کارولي “، له خبرې یې مطلب داده چې مونږ ټول استعدادونه لرو چې لاتراوسه ترې خبر هم نه یو، نو اړینه ده ترې خبر شو او بیا یې وکاروو.

دوهمه برخه: وړتیاوې

د بدلون لپاره لومړی قدم دا وو چې موږ باید له خپلو استعدادونو خبر شو، په دوهم قدم کې باید پدې وپوهېږو چې مونږ بېشمېره وړتیاوې لرو. دلته ۷ لویې وړتیاوې درپېژنو.

الف) د انرژي وړتیا

د انرژي وړتیا څخه موخه جسمي ځواکمنتیا ده چې پر مټ یې کارونه په ښه ډول مخکې وړلی شو. د ماکسویل د وینا پر بنسټ غوره داده چې د لویو پایلو او لاسته راوړنو لپاره د وخت پرځای خپله انرژي مدیریت کړو، ځکه چې وخت د مدیریت کولو جوګه ندی، پداسې حال کې چې مونږ په اساني سره خپله انرژی مدیریت کولای شو. هغه د جېم لر دا خبره رانقلوي چې د غوره کارکړنې لپاره وخت نه بلکې انرژي بنسټیز عامل دی. نو ددې لپاره چې ډېر څه وکړو او نړۍ ته ډېر څه ورپه برخه کړو، اړینه ده د انرژي وړتیا مو لوړه کړو. د انرژي د وړتیا د لوړوالي لپاره پینځه پوښتنې له ځانه وکړئ، ۱- کله زه په مکمل ډول چارج یم (انرژي لرم): کله مو چې بدن له انرژی څخه ډک وي نو کولای شو ډېر فعالیتونه ترسره کړو، مغز به مو تېز کار کوي، له نورو سره به غوره رویه کوو او خپل ځان او نورو ته به خیر رسوو. ددې پوښتنې ځواب چې کله زه په مکمل ډول چارج یم په درې خبرو خلاصه کېږي، اول دا چې مونږ به د نورو د خیر لپاره کار کوو، دوهم دا چې مونږ به د منفي کارونو پرتله ډېر مثبت کارونه کوو، دریم دا چې مونږ به داسې ټاکنې یا انتخابونه غوره کوو چې ورسره مو ذهني او فزیکي روغتیا لوړه کېږي. ۲- څه شی زما انرژي کموي: دلته باید وپوهېږو چې مونږ د هر څه د کولو استعداد او وړتیا نه لرو، نو هماغه ساحې وپېژنو او خپله انرژي پې مصرف نه کړو، ۳- چاپیریال کې شته وګړي مثبته که منفي انرژی رابښي ۴- کله زه ۱۰۰ سلنه انرژي ته اړتیا لرم؟ یو ورځ ماکسویل سره له بل ملګري یوه دوکان ته ننوتل ترڅو دنده ترلاسه کړي، دوکان دار یې نومونه ولیکل او ورته یې وویل چې بیا درته زنګ وهم، نو څو ورځې وروسته یې ملګري استخدام شو او دې بې دندې پاتې شو، ده له دوکانداره پوښتنه وکړه چې ولې زه ناکام شوم، هغه ورته وویل چې تا اوچت او ځواکمن قدمونه نشو وهلی، زمونږ ځواکمن او قوي خلک پکار دي. نو دا کیسه را په ګوته کوي چې ځینې وختونه مونږ ۱۰۰ سلنې انرژي ته اړتیا لرو او باید له ځانه یې ښکار کړو. ۵- کوم شیان دي چې اړینه ده ترلاسه یې کړم ولې بې پلانه راڅخه پاتي دي.

ب) عاطفي وړتیا

له عاطفي وړتیا څخه موخه داده چې څنګه کولای شو، غېرې نورمال حالتونه، د نورو نیوکې، قهر او غصه، خفګان، ناکامیانې او داسې نور په مثبت ډول مدیریت کړو. څومره مو چې عاطفي وړتیا لوړه وي نو په مثبت او که کمه وي نو په منفي ډول به دغه فکتورونه مدیریت کوو. د عاطفي وړتیا د لوړوالي لپاره اوه لارښوونې پدې ډول دي، ۱- اړینه ده د خپلو احساساتو او عواطفو پر وړاندې فعال واوسو (یانې ونه وایو چې مونږ یې نشو کنترولولای، بلکې مخکې له مخکې ورته د حل لارې، چارې پیدا کړو)، ۲- اړینه ده د خپل ځان څخه په شکایت کولو وخت ضایع نه کړو. ۳- اړینه ده خپلې اړیکې پالل د نور لاسته ونه غورځوو ۴- اړینه ده د هغوی شیانو په اړه په فکر کولو ،چې نه یې شو کنترولولای وخت ضایع نه کړو. ۵- اړینه ده بیا او بیا ورته غلطي تکرار نه کړو، ۶- اړینه ده د ژوند هسک او ټیټې مو احساسات راڅخه بې کنتروله نه کړي( متل ده چې، ښار نیول اسان دی ولې خپل احساسات کنترولول ګران دي) ۷- اړینه ده ورځ تر بلې مثبت بدلونونه ومنو، او ګټه ځینې واخلو.

ج) د تفکر وړتیا

د تفکر وړتیا څخه موخه ښه فکر کول دي، که چېرې مو د تفکر وړتیا لوړه وي نو په مؤثر ډول به فکر کولای شو او که چېرې ټېټه وي نو په مؤثر ډول به فکر نشو کولای، پدې هم باید وپوهېږو چې موفق او ناموفق افراد د فکر بېل طرزونه لري، او دا د فکر ډول دی چې هغوی يې پدې دوه برخو ویشلي دي. د فکر د وړتیا لوړوالي لپاره دغه قدمونه عملي کړئ. ۱- مثبت او ښو نظریو باندې فکر وکړئ( ښه فکر د ښو نظریو د پیدا کول سبب ګرځي، او د ښو نظریو په عملي کولو مونږ خپل ژوند ښه کولای شو)۲- خپلې نظریې ولیکئ ۳- خپلې نظریې په سمو او دقیقو ځایونو کې وساتئ ۴- لیکل شوې او ساتل شوې نظریې مو بیا، بیا وګورئ او ارزونه یې وکړئ، ۵- د خپلو نظریو په اړه خبرې وکړئ ۶- خپلې نظریې د مېز پرمخ راڅرګندې کړئ او له نورو سره یې شریکې کړئ، ۷- تمرین پې وکړئ او د نورو نظرونه یې په اړه واخلئ، ۸- د خپلو نظریو په اړه بیا پوښتنې مطرح کړئ چې اوس هم سمې او مناسبې دي یا نه، ۹- اوس دا نظریې خپلې کړئ او د عملي کولو نیت یې وکړئ، ۱۰- نظریې مو عملي کړئ ۱۱- عملي شوې نظریې مو اپګرېټ یا نوي اړخونه ورداخل کړئ.

ه) د خلکو او هغوی سره د اړیکو جوړولو وړتیا

دلته د رهبرۍ دغه قاعده چې وايي د یوه رهبر ظرفیت له هغه څخه د چاپېرو اشخاصو پواسطه مشخص کېږي(انر سرکل-یا داخلي دایرې قاعده) صدق کوي. له مونږ چاپېر اشخاص زمونږ په پرمختګ او وروسته والي کې رغنده رول لوبوي. نو که چېرې مو اړیکې مثبتې وي مونږ ته به د پرمختګ او که منفي وی مونږ ته به د وروسته والي او شاتګ زمینه برابروي. لاندې اووه قدمه راسره د ځواکمنو او مثبتو اړیکو جوړولو کې مرسته کوي.۱- هره ورځ خپلو چاپېرو خلکو ته ارزښت ورکړئ، ۲- ځان په چارچاپېره اشخاصو کې با ارزښته کړئ ۳- د هغوی په اړه هم فکر وکړئ، یوازې خپل ځپل ځان نظر کې مه نیسئ، ۴- هغوی ته زیاته ګټه ورسوئ نسبت هغې ګټې ته چې له هغوی یې ترلاسه کوی، ۵- له هغوی سره ثابته اړیکې وساتئ او سستوی یې مه ۶- ښې خاطرې ورسره جوړې کړئ، ۷- هغوی ته وخت ورکړئ او د ځان او هغوی پرمختګ لپاره مو اړیکې وکاروئ.

و) د ابتکار وړتیا

د ابتکار وړتیا په دې مفهوم ده چې ستونزو ته بې نظیره، مؤثره او مثمره حل لارې پیدا کولای شې که نه. مونږ کولای شو د لاندې اته نکتو په نظر کې نیولو سره دغه وړتیا لوړه کړو. ۱- فکر وکړئ چې د هر ستونزې لپاره یو حل حتمآ شتون لري. ۲- بیا فکر وکړئ چې نه له یو څخه ډېر حلونه شتون لري چې باید ویې لټوم، ۳- فکر وکړئ چې له هر شته حالت څخه غوره حالتونه هم شتون لري، ۴- پوښتنې وکړئ، پوښتنې مو د ابتکار وړتیا بیخي لوړوي لکه چې ویل شوي(غوره رهبران، غوره پوښتنې لري)، ۵- نظریات مو نورو سره شریک کړئ او غوره یې کړئ، ۶- دا نظر ولره چې نن مې باید له تېرې ورځې ډېر ښه وي ۷- د مبتکرو افرادو څخه مرسته وغواړئ. ۷- ځانته مبتکرانه انزوا او ګوښه ناسته ورکړئ.

ز) د تولید وړتیا

د لاسته راوړنو او ټاکلو موخو ترلاسه کولو ځواک ته د تولید وړتیا وايي. څومره مو چې د ټولید وړتیا ځواکمنه وي په هماغه اندازه به له بېلابېلو نعمتونو برخمن یو، او برعکس. د لوړ تولیدي افرادو نهه غوره بنسټونه په لاندې ډول دي. ۱- خپلې راتلونکې لاسته راوړنې همدا اوس په ذهن کې عملي شوې ګڼي، ۲- یوازې هماغه کارونه چې فکر کوي په ښه ډول یې کولای شي کوي یې ۳- ژر، تر ټولو لومړی او ډېر ځله ناکاميږي، ولې هېڅکله نه تسلیمېږي، ۴- په یوه کار باندې نسبت نورو ته ډېره توجه کوي، ۵- خپل مهارتونه، وړتیاوې، سرچینې په دوامداره ډول زیاتوي، ۶- چې پوه شي چې یو کار د کولو نده، هماغه دقه یې بس کوي، ۷- هره ورځ خپلو کامیابه ملګرو، او کاري ټیمونو ته رجوع کوي، ۸- هره ورځ داسې تصمیمونه نیسي چې ورسره خپله او شااوخوا خلک یې پرمختګ پې کوي، ۹- په متواتر ډول خپلې کړنې ارزوي او سمونې پکې راولي.

ه) د رهبرۍ وړتیا

د رهبرۍ له وړتیا څه موخه په خلکو کې د نفود کولو ځواک دی. که د رهبرۍ وړتیا ځواکمنه وي نو ورسره کولای شو د خلکو په ژوند کې خورا مثبت بدلونونه راولو. د رهبرۍ د وړتیا ځواکمنولو لپاره لاندې نکتې نظر کې ونیسئ. ۱- ډېرې پوښتنې وکړئ او د خلکو نظریاتو ته غوږ شئ، د رهبرۍ اصلي ستنه خبرې اترې جوړوي، ۲- مخکې له دې چې د خلکو په ژوند کې پراخ او هر اړخیزه بدلونونه راولئ، لومړی له هغوی سره سمې اړیکې پیدا کړئ، ۳- مخکې لدې چې خلکو کې بدلون راولې هغوی ته د ملګرتیا او ریښتونولي احساس ورکړئ، ۴- خلک له ځانه مخکې کړئ، او کارونو کې لومړیتوب هغوی ته ورکړئ، لکه چې وايي رهبران له ټولو وروسته ډوډۍ ته کېني.

دریمه برخه: ټاکنې او انتخابونه

د استعداد د فورومول دوه برخې چې خبرتیا/اګاهي او وړتیاوې وې ومو لوستې، اوس یې دریمه برخه چې انتخابونه او ټاکنې دي په لنډ ډول لولو. ددې برخې موخه داده چې انتخابونه مو اړینه ده دقیق او سم وي، ځکه زمونږ اوسني انتخابونه زمونږ د راتلونکي ژوند ښه والی او بدوالی راپه ګوته کوي، نو هغه انتخابونه باید وشي چې ورسره مونږ ترټولې ډېرې لاسته راونې درلودلای شو. پدې برخه کې هم نهه نکتو ته اشاره کوو.

الف) د مسؤليت انتخاب ( د ژوند د مسؤلیت اخیستو په اړه ستاسو ټاکنه)

له دې انتخاب څخه مطلب داده چې مونږ د ژوند مسؤلیت پخپله غاړه اخلو یا یې پر نورو وراچوو، لکه څرنګه چې دغه انتخاب د نورو ډېرو انتخابو بنسټ جوړوي نو پدې اساس دغه انتخاب ډېر مهم دی. راځئ چې مهم والی یې وپېژنو. ۱- د مسؤلیت اخیستل ستاسو سوبې او کامیابۍ ته بنسټ ږدي، ۲- مسؤلیت درته ځواک درکوي ترڅو خپل ژوند او چارې یې په ښه ډول کنترول او مدیریت کړی، ۳- مسؤلیت اخیستل مو اعتماد په نفس زیاتوي، ۴- مسؤلیت اخیستل مو فعالیت او عمل کولو ته چمتو کوي، ۵- مسؤلیت اخیستل زمونږ عادتونه(چې مونږ کنترولوی) مثبت خواته سوق کوي، ۶- مسؤلیت اخیستل مو واک او اختیار زیاتوي، او د احترام قابل مو ګرځوي.

ب) د شخصیت انتخاب (د ځان لپاره د ښو ارزښتونو ټاکنه)

زمونږ ارزښتونه، زمونږ شخصیت جوړوي، او شخصیت مو بیا د ژوند ټولې چارې کنترولوي او مخکې یې وړي. نو د ښو ارزښتونو انتخاب د ښه شخصیت د انتخاب په مانا ده، او ښه شخصیت بیا د سوبې او کامیابۍ په مانا ده. ولې ښه شخصیت جوړ کړو: ۱- ښه شخصیت داسې انتخاب ده چې هره ورځ یې اراده او نیت کولی شو، ۲- ښه شخصیت له تورو او کلماتو په لوړ اواز غږېدلی شي، ۳- ښه شخصیت د ژوند په ټولو چارو کې درسره مرسته کوي، ۴- ښه شخصیت مو اعتماد ورځ تر بلې پخوي، ۵- ښه شخصیت د ستونزو په وخت کې رغنده رول لوبوي او غوره طرف ته مو بیایي، ۶- ښه شخصیت لوړه رویه درپه برخه کوي، او د نورو سره د نورو د رویو مطابق نه بلکې د لوړې رویې کولو درس درکوي، ۷- ښه شخصیت په خپلو کړو وعدو وفاداره وي.

ج) د برکت/پریمانۍ او دې خبرې انتخاب چې تل له دې شته سرچینو نورې هم وجود لري

مونږ باید تل دا فکر ولرو چې هر څه پریمانه دي که چېرې لټون ورپسې وشي، نه دا چې هر څه محدود دي او خپلو کوښښونو ته د اودرېدو ټکی کېږدو. د پرېمانۍ اړوند فکر لرونکي خلک لاندې خاصیتونه لري، ۱- دغه ډله خلک تل د لوړو او عالي باورونو خاوندان وي، ۲- دغه ډله خلک د لید ډول(طرز دید) په ځواکمنۍ باندې پوهېږي، ۳- دغه ډله خلک سخیان وي.

د) د نظم او ډیسیپلین انتخاب

له نظم او ډیسیپلین څخه موخه داده چې هغه کارونه چې اړینه ده ترسره یې کړو، پر وړاندې یې د کولو ژمنتیا او ثابت او منظم پلان ولرو. څومره چې دې انتخاب کې ځواکمن یو په هماغه اندازه به کامیابه ژوند ولرو، ددې انتخاب د ښه کولو لپاره له دې طریقو ګټه اخیستلای شو. ۱- باید پوه شو چې څه اړین او مهم دي، ۲- له بهانه کولو لاس په سر شو، ۳- ژر باید عمل ته لاس واچوو، ۴- هغه شیان چې ذهن مو منفي او د ګډوډۍ په لورې وړي باید اجازه ورنکړو چې مخې ته مو راشي، ۵- د وخت مدیریت او سمې کارونې ته توجه وکړو، ۶- هېڅکله مات نشو، او مخ په وړاندې لاړ شو.

ه) د ارادي او عمدي فعالیت او عمل کولو ټاکنه

دا پدې مفهوم ده چې مونږ باید په اختیاري او قصدي یا عمدي ډول ژوند وکړو، او نه دا چې هر څه مو د نورو په خوښه او نیت باندې روان وي. کله چې مو ژوند پخپله اراده او اختیار کې وي، نو کولای شو په سم لوري یې سوق کړو، ددې لپاره چې په عمدي ډول ژوند اختیار کړو دغه نکتې په نظر کې نیسو. ۱- هر ورځ د خلکو ارزښت ور زیات کړئ، ۲- هر ورځ د خلکو د ارزښت زیاتولو په اړه فکر وکړئ، ۳- هر ورځ داسې لارې، چارې پیدا کړئ چې په عملي کولو یې د خلکو ارزښت ډېرېږي، ۴- هره ورځ داسې څه وکړئ چې ورسره د خلکو ارزښت زیاتېږي، ۵- هر ورځ نور وهڅوئ تر څو د نورو خلکو ارزښت زیات کړي.

ط) د رویې او رفتار ټاکنه ( په هر رنګه حالاتو کې د مثبت رفتار کولو ټاکنه)

په هر رنګه حالاتو کې د مثبت رفتار او رویې ټاکنه هم زمونږ په کامیابه کېدو کې او هم د محدودیتونو په لرې کولو کې زرین رول لوبوي. که چېرې مو رفتار او رویه سمه نوي نو له همدا اوسه لاس په کار شئ او له ځانه وپوښتئ، زه اړتیا لرم چې ځان کې بدلون راولم، زه کولای شم ځان کې بدلون راولم، او زه به له بدلون نه حتمآ ګټه وینم.

ي) د رېسک اخیستو انتخاب ( د آرام له ساحې د وتلو ټاکنه)

مالومه ده چې څوک د خپل آرام او راحت ساحې پرېږدي، بېرون ترې وځي او خطر قبلوي نو په ژوند کې به د لویو لاسته راوړنو خاوند وي . د رېسک اخیستو د انتخاب ځواکمنولو لپاره اړینه ده پدې نکتو وپوهېږو. ۱- کله چې خطر اخلو نو اړینه ده وپوهېږو چې موخه مو خیالي نده بلکې په حقیقتونو ولاړه ده، ۲- اړینه ده دا زده کړې چې د آرام له ساحې بېرون هم آرام واوسې، ۳- غوره رهبري درته د بریا تضمین درکولی شي، ۴- څومره چې رېسک او خطر لوی وي، په هماغه اندازه د خلکو مرستې ته اړتیا لرې، ۵- د خطرونو اخیستل درنه شجاعت غواړي او د شجاعت په اندازه مو کولی شئ غټ ریسکونه واخلی.

ک) د معنویت انتخاب

معنویت او د دین لاره محکم نیول هم زمونږ د ژوند په ښه کولو او کامیابه کولو کې رول لري.

ل) د پرمختګ انتخاب ( ستاسو ټاکنه چې څومره لرې تلل غواړی)

شخصي پرمختګ او رشد هغه فکتور ده چې په هره چاره کې زمونږ د کامیابېدو او ناکامېدو باعث ګرځېدلای شي، څومره چې شخصي رشد کوو په هماغه اندازه به په ټولو چارو کې کامیابه یو، او څومره مو چې دا رشد کم وي په هماغه اندازه به له ناکامیو سره مخ یو.

م) د همکارۍ او مرستې انتخاب

له یو او بل سره لاس یو کول او د ستونزو او ننګونو پر وړاندې درېدل زمونږ د بریا او ښه ژوند جوړوول لوی عامل دی، تیریسا وایي چې “زه هغه کارونه چې ته یې کولی شې نشم کولای، او ته هغه کارونه چې زه یې کوم نشې کولای، نو که دواړه لاسونه ورکړو، ټول کارونه به په ښه ډول انجام شي”.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button