فســاد لړلی پرون او غــم لړلی نـن !

بسم الله اکبري

فســاد لړلی پرون او غــم لړلی نـن !
هو! د خپل سرلوړي خو کړیدلي او غمیدلي هیواد ګران افغانستان پرون یادوم چې د حرفوي غلو، غصبګرو چارواکو او فساد له کبله په نړیواله کچه د فساد او غلا د لیست په نوم لړکې لومړی ځای درلود . دا شرمیدلی نوم هغه مهال د افغانستان په برخه شو چې د هیواد ټولنیز، سیاسي ، حکومتي او اقتصادي واګي د یوشمیر د وجدان ، ضمیر او بشري عاطفې څخه د بې برخه او باشانو په واک کې وه . او په خلاص مټ یې د غلا او چور داسې بازار ګرم و، چې فرعوني ژوند، فرعوني آسمان څکي ماڼۍ د غصب ښارګوټي یې د کرغیړن او تور میراث په توګه پریښودې . د افغان خوار ولس په وړاندې له پوښتنې ، ګرویږنې خوپریږده د یوم الحشرد حساب او کتابه منکر وو. پرځای یې ویلي دي چې خاین ، خایف وي . ډارن او بې ایمانه وي او دا لامل دی چې د زمانې د یوه څرخ په او ښتو لکه شنه موچان ورک شول د چا خبره دوې پښې یې خپلې او دوې یې پور کړې د نړۍ ګوټ ، ګوټ ته شرمیدلي او سر ټیټي وتښتیدل ، په خبیث تثلیث لارې بندې او تر دې مهاله د پټې ځغاستې لارې پلټي خو له بده مرغه یو مکار او غدار خبیث یې د شمشتود کمپ پخواني پنډغالي ته تښتیدلی د پنجابي څارګرو ترهګرو سره په نویو شيطاني طرحو بوخت دی .
د زړه یوارمان پوره بولم چې د عاصبو او مستکبرود پچو غلو، د تیلو او پطرو لود امپراتورانو، د کاغذي مارشالي شرمښانود واکمنی او زورواکی دوران پای ته ورسید او بوین ټغر یې ټول شو چې له کبله یې پرون افغانستان د فساد په نوم لړ کې په نړیواله کچه لومړۍ مقام خپل کړی و.
خو دریغه ، دریغه ! نـن د نړیوالو مسلکي منابعو د پلټنې له مخې افغانستان په نړیواله کچه تر ټولو د نړۍ پرمخ کابو دوه سوه درویشت ۲۲۳ هیوادونو په پرتله خپه او غمګین هیواد باله شي ، د ویرونو، ناورینونو، ناخوالو، او زړه بوږنوونکو ساندو هیواد او هغه هیواد چې طالبانو د هیواد دازادۍ د ستر ویاړ په ګټلو سره افغان ولس ملي غرور او نـنګ ته شا کړه په ټپي زړونو د مالګې په پاشلو سره یې ویاړلی درې رنګه بیرغ بابیزه وګاڼه ، د ملي سرود او ملي ساز او سرود یې د بطلان او بندیز کرښه را ښکوده . د دریا، منګي ،طبلې ، رباب ، سریندې ، ګیتار، هارمونیې، شپیلۍ ، سورڼي او چمبې غاړو ته د تعصب اوتکدر رسۍ واچول شوې ، زندی شول ، ویاړلي او ټولمنلي سندرغاړي او هنرمندانو د صوفیانه ږیرو په پریښودلو خپل هنر پریښودو ته اړشول ، د ژوند تر وروستی سلګۍ پوري به مې له هیواد له غیږې د ډله ییزې منډې او تیښتې په مهال د نوموتي او خواږه هنرمند استاذ ګل زمان ټیلیفوني ژړا او درد هیر نه شي چې زما څخه یې له هیواد څخه د وتلو په چاره کې مرسته غوښته . د ګران وطن پتمنې او درنې مېندې، خویندې او ملالې پیغلې سر سر توره د خپل کلي کور پریښودو ته آړشوې او هغو چې د خپل وطن په غیږه کې پاتې شوې په هغو په ډیروچ تعصب او څرګندې نا پوهی د کار کولو، لوړو زده کړو او بهر ته له محرم پرته په وتلو کلک بندیځونه ولګول شو، د ښځو چارو وزارت د امربا المعروف اونهی عن المنکر تبلیغي متعصبه ملایانو په ممبر او وعظونو په وزارت واوښت ، د عمومي بښنې سره ،سره په سلګونو وطنپال افسران له خپلو کورونو لادرکه او یا په بې رحمی شهیدان شول . شهید الیاس داعي لا په قبر کې د خپل هلمندي ځوان نوید عظیمي بې رحمانه وژنې ته د آه، آه او اوف ، اوف ځیګروي پورته کرل د شهید عظیمي وطنپال اوافغانپال د نیوه کې غږد بې رحمه او خدای ناترسه طالب د امریکایې ټوپک په مرمیو د آبد لپاره خاموش شو ، خو ځوانیمرګ عظیمي به لکه اتل شهید داعي ، د افغان ولس په زړونو اود تاریخ په پاڼو کې تل ژوندی پاتې شي . او همدا افغانیت او انسانیت ضد کړنې دي چې لا د څلورو میاشتو په تیریدو سره د طالبانو اسلامي آمارت د نړۍ یو هیواد هم په رسمیت نه دی پیژندلی . پاکستاني غدارانو د طالبانو تر ږیرو لاندې په زرګونو،زرګونو ټنه کندهاري سره آنار، انګور، انځر اونورې تازه میوې د بولدک اوتورخم د بندرونو په تړلو سره خوسا اوطالبانو ته یې د تورتوت ارزښت هم ورنه کړ.
دا ویرجن اوغمجن لاملونه دي چې سږکال افغانستان په نړیواله کچه خپه او غمګین هیواد وباله شو.
اوځکه هر افغان له ټپي زړه دا غمګینه ټپه باسې چې
سترګې دې زړه ته رانیږدې کړه ــــ چې په کې ووینې د سرو وینو ډنډونه
۴/۱۲/۲۰۲۱
بسم الله اکبري

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button