د دوه اړخیز جاسوس په اړه نړیوالې دیپلوماتیکي ناندرې

د ښاغلی بسم الله اکبري پخوانی لیکنه

د سپیني ماڼۍ،کریملین دلندن د بیګ بنګ چارواکي اوزورواکي په خپلوجاسوسانو دومره مین اوجاسوسپال دي چې څرګنده بیلګه یې د روس پخوانی افسرسیرکي سکریپال دی چې اوس په لندن کې میشت اود خپلې لور یولیا سره په یوه رستوران کې له ډوډۍ خوړلو وروسته په زهري نافیچوک ګاز مسموم شوي او اوس دواړه د لندن په یوه روغتون کې تر تداوی اوژغورنې لاندې دي.
هو! ابرځواکونوته د عامو ولسونواو بشریت برخلیک اوژوند څه ارزښت نه لري خو هغو بیا له یوه جاسوسه داسې یوه افسانوي هیرو جوړوي چې ګني د ځمکې پر مخ نور بشریت ورته بابیزه او بې ارزښته ښکاري.او زما په اند هغو په دغه ابلیسانه تکبرخپل حماقت په ډاګه کوي اوپخپلو کړنو ځانونه رسوا کوي.
د انګلستان د لومړۍ وزیرې تیریزامې په پریکړه اوپل د امریکا متحده ایالاتو د اروپا اتحادیې او ناتو غړو هیوادونو ټول ټال د روسیې ۱۶۰ تنه دپلوماتان له خپلو هیوادونود ډبل جاسوس د مسمومیت په سزا کې وشړل.ولادیمیر پوتین چې د کریملین واګي د بیا ګټلوپه مسته نیشه کې دی هرومروپه ورته کړنه لاس پوري کوی اود ځینو سیاستپوهانو په اند لکه چې بیا سړه جګړه پیل شوه.
دا د۲۱ پیړۍ میرغضب فرعونان دا اوږده کلونه زموږ په ګران اوویرجن هیواد افغانستان کې په ورته خصمانه تقابل اود افغانانو پر سرونو د رسیو په کشولو لګیا دي. د هیواد په د نـنه کې د ښکیلو غاړو ترمنځ د جنګ جګړو په مالي تمویل او وسله وال تجهیز کې بربنډ لاس لري.او د دوی د رذیلانه او انسانیت ضد سیاست په پایله کې زما وطن او ولس د جګړو په اور کې سوځي. هره ورځ په سلګونوتنه افغانان په وینولژند او ټوتې خاوروته روان دي.
زما ویرجن بابا ژاړي ،زما غمجنه مورژاړي،زما خور غمجنې کوکارې او ساندې باسي،زما ورورد ټپي زړه او سوي ګوګله په چیغو،چیغو د خپل سر ویښتان شکوي،زما تنکۍ ما شوم یتیم اوما شومه یتیمه نجلۍ خپل شکیدلی ګریوان د الله دربارته پورته نیولی په چیغواوسلګو،سلګوسوي بوغارې اوچغارې کاږي او ناري وهي چې جنګ دی ورک شي موږ سوله غواړو اوخپل وران ویجاړکلي او کور کې امن.
زما دلوی اود تاریخي عظمتونوستر ټاټوبي لوی کند هار، هلمند اواروزګان هغه باتور اونـنګیال ولس چې له برم اوصلابته یې له اصفهانه تر ډیلي پوري سمې ،غرونه لړزیدل د بې وسیواود بې وجدانه ښکیلاکګرواو رذیلوتورلنګیو له ظلمونواونامردانه تاړاکونو له له لاسه د پرلت په خیمو کې راغونډ اوزموږ د بورومیندو او کونډوخویندو کوکارې اود شهیدو زامنو یاد زړونه سور کوي
چیرې د ي دا د بشریت د حقوقو دروغجن اومکار مدافعین چې د یوه جاسوس په اړه یې نړۍ په لړزه راوستي خو بیا د هغو غیوروافغانانو چیغي اوفریادونه ،نه اوري کوم چې د خپلو سرونو په بیه یې د سوسیال امپریالیزم امپراتوري ورته نسکوره اود برلین منحوس دیوال یې را ونړاوه.
هو! پردي ټګماران اومنافقان زموږ دافغانانو ټپونه نه رغوي که چیرې طالبان اوافغان دولتي چارواکي رښتیني مسلمانان اوسوچه افغانان وي همدا د نـن ورځې د پنځوتنو د غذایې اعتصاب د نه خوړلو له کبله د مړژواندو هلمندیانو وروڼوپه غمجن حالت دې ورحمیږي کوم چې د لښګر ګاه په یوه روغتون کې بې هوشه پراته اوزموږ نور وروڼه او خویندې په همدغه برخلیک د پرلت په خیمو کې د سولې،سولې او زړه بوږنووکوچیغو او ژړاوو سردي.
دافغانانو ویده غیرتونو،زموللو نـنګونواووجدانونو راویښ شی.یوه چیغه اولښکر شی د متحجرواو مستکبروله غلامۍ ځان اوخپل مورنی وطن ازاد اوخپلواک کړی.
د افغان ولس اود افغانستان د خون چکان وطن بیلا بیل دوښمنان دی نابود اونسکوروي.
اکبري
۳۱/۳/۲۰۱۸

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button