که آسمان دې د زمري په خوله کې ورکا – د زمري په خوله کې مه پریږده همت

بسم الله اکبري

که آسمان دې د زمري په خوله کې ورکا – د زمري په خوله کې مه پریږده همت
هو! د هر انسان ښایست، درنښت او ارزښت د هغه په معنوي ، مادي او جسماني ځواک پورې تړلی دی او د ځمکې پرمخ بشر د خپل ځانګړي او همدا راز د ټولنیز پرمختګ او ژوندانه د بسیا اوغوړیدا په هیله د کار او زیار ځانګړی مسوولیت او مکلفیت لري او له هغه پرته هر انسان نه یوازې له درنو ستونزو بلکې د ژوند بقا او پایښت سره مخامخ کیږي . لوی او بښونکی ذات (ج) رب العالمین دی او د عالمیانو پروردګار دی او ټولو انسانانو ته خطاب کوي چې لیس للا نسان الا ما سعی . د انسان بریا او ارزښت د هغه هاندو هڅو پایله ده ، او په بله وینا د سعی او زحمت پرته د انسان لپاره بل څه نه شته او په هغه کې مادي ، معنوي ، فکري ، هنري ، جسمي او بدني کارونه نغښتي دي . متمدن او پرمخ تللي هیوادونه د کار، کار، هاندو هڅو او زیار په برکت د پوځي ، صنعتي ، علمي پرمختیاوو، سوکاله او غوړیدلي خوشاله ژوند لوړو پوړیو ته رسیدلي یو او بل ته د تګدۍ ، نیستۍ ، خوارۍ او زارۍ لاسونه نه غځوي د خپلې ټولنې او خپل هیواد په چوپړ کې شپه او ورځ بوخت او د لیس للا نسان الا ماسعی الهي حکم یې پرځان تعمیل او پلی کړی دی .
د هندوستان په کثیرالنفوس هیواد کې د دوو زیارکښو، هوډمنو او د خپل مور او پلار چوپړ ته د ژمنو خویندو چې د ګلف نیوز ورځپاڼې یې په اړه څرګندونه کړي د خپلو ګرانو هیوادوالو د لوړ مورال د پنځولو او بیدارو لوپه موخه لنډه د پند او عبرت څخه ډکه کیسه وړاندې کول غواړم او هغه دا چې :
دا هندوستانۍ اتلې خویندې جیتوتي کوماري ۱۸ کلنه او نیها کوماري ۱۶کلنه د هند په لوی تاریخ کې تلپاتې نوم او ویاړ وګاټه . د دوی پلار د او ترا پردیش ایالت اړوند یو ښار کې د سلمانۍ یا ناییتوب دوکان درلود ، کلونه ،کلونه یې د ښاریانو د سر ویښتانو په جوړولو او ږیرو خریلو تېر کړل او نا ببره ناروغه او په دواړو لاسو ، پښو شل او فلج شو. د کورنۍ د ګټې ،ووټي یې بل څوک نه درلودل او دا یې نه غوښتل چې د سوال او خیرات غوښتنې لاسونه چاته وغځوي ، په ډیر جسارت او میړانه زمری خویندې جیتوتي کوماري او نیها کوماري د خپل او پلار د چوپړ او کورنۍ ستونزو د حل په موخه د کار او زیار میدان ته را ودانګل ، دواړو خویندو خپل سرونه د نارینه وو او ځلمیانو په څیر لنډ کړل ، نارینه کالي ځانوته جوړ او واغوستل او د خپل پلار د سلمانۍ او ناییتوب په هټۍ کې یې د ښاریانو د سرونو په اصلاح او ږیرو خرییلو لاس پوري کړ او په نارینه کالیو کې چې هیچا نه پیژندې چې دا ښځینه پیغلې خونیدي دي کلونه ، کلونه کار وکړ او پخپلو هوډمنو هاندو هڅو پر ستونزو لاسبري او د خپل مور او پلارد خدمت سربیره د یوه سوکاله ، خوشاله او برمیاله ژوند خاوندانې وي ، د کلونو، کلونو وروسته د اترا پردیش ایالت دولتي چارواکي په دې پوه شول چې دا نارینه سلمانیان نه بلکې دوې زیارکښه او پخپلو مټو باوري خویندې دي چې په خورا لوړه اراده او جسارت یې کلونه، کلونه دنارینه وو په کاليو کې کار کړی او هیچا ته یې د ګدایې لاسونه نه دې غځولي او ویې پتیله چې هغو ته خورا ستره نغدي جایزه او نور سوغاتونه ډالۍ کړي ، جیتوتي کوماري او نیها کوماري د هند د معاصر تاریخ ځلانده ستوري او تلپاتې ویاړلي اتلاني دي چې پخپل لوړ همت او باوري مټو د نړۍ د بشریت د ویښتیا او بیداری جوګه شوې .
له بده مرغه افغانې ټولنه د فاسدو غلو، غاصبانو او بې وجدانه زورواکانو د ملي پانګود چوراوتالان او بهرته د لیږدولو له کبله د افلاس اوتنګسیو سره مخامخ او ترڅو چې افغان ولس په سپیڅلي ایمانداری او صداقت پخپلو مټو متکي او باوري نه شي سیمه ییز او نړیوال خیراتې مرستې مو له ناورین او مزمنې نیستۍ څخه نه شي خلاصولی . له نیکه مرغه افغانستان څلور زره کانونه چې څه د پاسه څلور زره میلیاره ډالره ارزښت لري ، بهانده رودونه ، ګڼ ځنګلونه ، د کرکیلي پراخې ځمکې اودښتې د بیلا بیلو څارویو او آلوتونکو په درلودلو سره په طبیعي ښایست کې له اوسني سویس اوپه پانګه کې د معاصرجاپان سره سیالي کولای شي . د مسلکي ، علمي او پوهونارینه او ښځینه د ګډ کار او زیارپه مټ انشاء الله دا سترتاریخي آرمانونه ترسره کیدای شي .
زموږ د ملي شتمنیو سیمه ییز اونړیوال غله او کورني لنډغر دی ورک او نابود وي .
۲۵/۱۲/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button