د سولې او جګړې په اړه د افغانستان د حکومت دریځ واضح دی

سیدعبدالله پاچا

نه غواړو چې ولس مو په ابهام کې پاتې شي، واقعیت دا دی چې طالبان کاذب غرور کې دي، فکر کوي چې په زور باندې خپل حکومت حاکم کولی شي او دا یو ګمراه فکر دی، زما غږ پر طالبانو دا دی چې د سولې لاره غوره کړئ.

موږ تیر ځل پنځه زره طالب زندانیان خوشې کړل خو مقابل کې مو له طالبانو هیڅ ترلاسه نه کړل، نه جنګ کم شو، نه سوله وشوه، که طالبانو سره سوله وشوه، بیا موږ د هیچا زندانیان نه ساتو، خو د سولې له موافقې وړاندې تیار نه یو چې زندانیان خوشې کړو.

که چیرې طالبان پنځوس سلنه واکمن وي، نو ولې په افغانستان کې د خپل مشرانو لپاره دوه متره قبر نه شي پیدا کولی، جسدونه پآکستان ته وړي، هلته یې خښ کوي،

د ترکیې له کنفرانس څخه د طالبانو د تيښتې یو لامل دا و چې طالبانو نه غوښتل د نړیوالو په حضور کې د سولې ژمنه وکړي، طالبانو ترکیې کنفرانس کې په نه ګډون سره وښوده چې پرته له جګړې بل څه یاد نه لري.

د ترکیې کنفرانس له ځنډیدو سره ولس اندیښنې راپورته شوي، خو موږ اماده یو چې د خلکو دا اندیښنې رفع کړو، موږ په همدې کار کوو، زه یو ځل بیا ولس ته ډاډ ورکووم چې د تشویش وړ خبره نشته.

موږ له دې مشکلاتو سره اموخته یو، دا اوسني مشکلات داسې نه دي چې زموږ له توان پورته دي، ځینې تغیرات راځي او تغیراتو سره ځینې مشکلات منځ ته راځي چې وضعیت خراب ښيي.

د طالبانو تیر ځل خوشې شویو زندانیانو کې د مخدره توکو قاچاقبران و، که بل ځل بیا طالبان خوشې کیدل، نو قاچاقبران پکې نه خوشې کوو، له طالبانو هم هیله لرو چې که دا ځل د سولې توافق وشو او زندانیان یې خوشې کیدل نو د قاچاقبرانو د خوشې کیدو نومونه دې لیست کې نه شامل کوی.

موږ دا وخت ۱۶۳ الوتکې لرو چې ډولونه یې بیلابیل ډوله دي او سمدستي یې زموږ ضرورتونه پوره کړي دي، بهرنیو ځواکونو هوایي برخه کې مرسته کوله، اوس موږ دې برخه کې هم ځان بساینې خواته تللي یو، ځینې نیمګړتیاوې شته چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو به هوایي برخه کې پوره شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button