حیرت

لیکوال: ارواښاد محمد يوسف خدمتګار مزدورزوى

حیرت

ګیله وکړم له چانه ماله ورور پښې نیولې

وايي چې مخکې مه ځه

نور په علم پوهه تر آسمانه رسېدلي

زه ناست یم لکه ښځه

ګیله وکړم له چانه چې مې ورور د بل نوکر شو

خپل کور یې خراب کړو

کور کلی یې وران کړو لېونی شو ترهګر شو

نوی دین یې باب کړو

دود دستور یې پرېښوول پخپل ځان یې باور شو

جوړ یې بل نصاب کړو

ټول راپورې خاندي چې مې ورور، ورونه وژلي

په تبر او تر ښځه

په دې باندې ژړېږم په ژړا مې لوند ګرېوان دی

څوک غوږ نه نیسـي ماته

دېرې حجرې مې وسولې د پلار قبر مې وران دی

فریاد وکړمه چاته

چا چې مې ورور تېر ویستلو هغه زوړ شیطان دی

اسلام راښایي ماته

زما له علم پوهې ناپوهان دي ډارېدلي

کوي چې جځه پځه

ګیله وکړم له چانه جهالت سره مې جنګ دی

تور تم راباندې جوړ دی

د پوهې مخه نیـسي بربریت سره مې جنګ دی

ماتم راباندې جوړ دی

توطیو د بهرنیانو او تور نیت سره مې جنګ دی

چې غم راباندې جوړ دی

اور مې په کور بل دی دښمنان دي خندېدلي

ملا وایي چې مه خوځه

ګیله وکړم له چا نه پښتانه یې غولولي

غوڅوي خپلې پښې

په یوه او بل نامه یې سکه ورونه راوېشلي

روان دي ګوښي ګوښي

یووالی پکې نشته د نفاق په لاره تللي

چې خوري د ورونو غوښې

سیالان د زمانې دي له حیرته چورت کې تللي

وایي ژر وکړه راځه

ګیله وکړم له چانه تل نارې وهم ځوانانو

راپاڅېږئ هوښیار شئ

په پوهه او علمیت سره د لوی افغان بچیانو

روان په یوه لار شئ

خپل هېواد آزاد کړئ په همت سره زمریانو

یو موټی یو ګوزار شئ

په وینو ساتل شوې خدمتګاره دا مورچلې

په ژوند ورځنې مه ځه

ګیله وکړم له چانه ماله ورور پښې نیولې

وایي چې مخکې مه ځه

نور په علم پوهه تر آسمانه رسېدلي

زه ناست یم لکه ښځه

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button