زور که هنر؟

دولت وزیري

که پر افغانانو څوک واکمني کوي، باید پوه شي، چې د زور او جبر ځواک نور کار نه ورکوي، افغانان د اېل کېدلو لپاره تر زور، هنر ته زیاته اړتیا لري. انګرېزانو په ۱۸۳۹ او ۱۸۷۸ میلادي کلونو، روسانو په ۱۹۷۸ ومو م کلونو، امریکایانو او ناټو په دې وروستیو شلو کلونو کې ونه شو کولای چې یوازې په زور څه بود کړي. حال دا چې دوی د نړۍ تر ټولو پیاوړی ځواک هم درلود.

کله چې انګرېزان په دې پوه شول، چې دلته په زور کلي نه کېږي، نو انګرېزي هنر ته يې لاس واچاوه. همغه و چې تر اوسه افغان ملت د هغوی په انګرېزي هنر کې سوځېږي. په خندا یې وژني، خو افغان بېچاره یې لا هم په مکارۍ نه دی پوه. انګرېز په خپل دغه مرموز سیاست سره په آسانۍ ټول هند له ستوني تېر کړ، پر هند يې د شاه زمان، فرانسویانو او روسانو د یرغل مخه ونیوله. سکان يې له کوه نور الماس سره یو ځای یوه مړۍ کړل. افغانان يې د غچ اخیستلو له امله تر اوسه کړېږي او پر ټټر يې ورته د بېلتون کرغېړنه د ډیورنډ کرښه تېره کړه او په کور کې یې ورته کورګي جوړ کړل.

زه د یوه غونډ قوماندان وم. سهار وخته په ورزش کې یوه سرتېری ورزش نه کاوه، ما ورباندې غږ وکړ چې ولې ورزش نه کوې؟ سرتېری چې کندهاری و، ويې ویل، چې ضربه مې کړې هم يې نه کوم.

نږدې د زرو تنو په شاو خوا کې سرتېري په ورزش بوخت وو. ټولو د ده دا خبره واورېده. په زړه کې مې وویل چې څو تنو ته امر وکړم چې ښه يې وډبوي. بیا مې په همدغه یوه ثانیه کې فکر وکړ چې هغه وايي، چې ضربه مې کړې هم يې نه اجرا کوم.

ژر مې خپل فکر بدل کړ، ورته مې وویل ښه قنده زه خبر نه وم چې ستا ورزش نه خوښېږي. ته زما له خوا له ورزش څخه معاف يې. راځه دلته زما څنګ ته کښېنه، زموږ د ورزش تماشا وکړه. راځه ګرانه، راځه ګرانه.

کله چې سرتېري زما پستې خبرې واوریدې راغی، د ټولو سرتېرو په مخکې يې زما لاسونه ښکل کړل او نور به هره ورځ د سرتېرو په لومړي کتار کې ولاړ و. ما کولی شوای چې په نورو سرتېرو یې له اصولو د سرغړونې په تور تک شین واړوم، خو کله چې د خپلو پستو خبرو په ارزښت پوه شوم، ځان ته مې شاباسی ورکړ، چې د هنر په زور مې دی د سرزورۍ له نیلي راکښته کړ.

بله ورځ مې ترې پوښتنه وکړه چې ستا خو ورزش نه خوښېده اوس ولې هره ورځ ورزش ته راځې؟

ويې خندل ويې ویل، ورزش څه کوې، «ستا قنده راځه، ستا قنده راځه» خو زه در په در کړم. اوس به ستا په خاطر دوه کاله عسکري کوم. ويې ویل، په خدای مې دې قسم وي چې ته دلته قوماندان وې که یوه ورځ هم له خپلې قطعې چېرې لاړ شم او که کله ته له دې غونډ لاړې یوه ورځ مې هم په خدای که تېره کړه.

زه له یوه څه وخت وروسته له غونډ څخه لاړم، بله ورځ مې د ټولي له قوماندان پوښتنه وکړه چې هغه کندهاری سرتېری څنګه دی؟ ویل يې کله چې تا له غونډ څخه رخصت واخیست، له همغې ورځې مو بیا هغه نه دی لیدلی.

تاسې همدا نن دا تجربه وکړئ، په کور کې خپل ماشوم ته د زور له لارې د یوې خبرې د منلو هڅه وکړئ، خو بیا وروسته که په نرمه لهجه هماغه غوښتنه ورڅخه وکړئ، وبه ګورئ چې څومره په نرمۍ یې درسره مني.

مانا دا چې پر افغانانو په زور واکمني نه کېږي. ډېر هنر او لږ زور ته اړتیا ده. هنر کارول هم سخت کار نه دی، یوازې الفاظ بدل کړه، د خپل هنر زور وګوره.

که مو دا هنر درلود، بیا نو له افغانانو ښه دوستان، ښه ملګري، ښه وفادار، ښه سرښندونکي او ښه مطیع په نړۍ کې ساری نه لري.

خوشال بابا به ویل:

څه په تورو، په توبریو، په نیزو شي

صد چندان شي په تدبیر په هنرونو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button