د پوښتورګي د تیږې علتونه

ډاکتر رحیم

-یو مهم عامل یې په ادارار کې د کلیسم د اندازې زیاتېدل (اطراح کېدل) دی چې یا د پاراتایروئید غُدې په فعالیت کې چې د کلسیم د کنترول دنده پر غاړه لري د اخلال را منځته کیدل وي او یا هم په ډيره اندازه د کلسیم مصرف.

– د نقرس ناروغي چې اسیدویوریکي تیږې رامنځته کوي.

-د ادرار بندیدل چې هغه په هر دلیل وي.

-د اوبو د کم څښلو یا د هوا د تودوالي له امله د ادرار د اندازې کمیدل.

-غیر متناسب غذايي رژیم د مثال په ډول د کلسیم لرونکو سبو ډير خوړل.

-د پوښتورګي د تیږو کورنۍ سابقه

-په هر دلیل په بستر کې د ډير وخت لپاره پاتې کیدل او د حرکت کموالی

-د شرابو او الکولي موادو ډير څښل

د پوښتورګي د ډبرو د مخنیوي څو لارې

د ورځې باید کابو درې لیتره اوبه وڅښل شي. ډاکتران خالصو اوبو ته ترجیح ورکوي .یعني منظور ټول مایعات لکه جوس نه دی.

که د پوښتورګي تیږه کلسیمي یا فاسفوري جرړه ولري او یا په دې سیمه کې د پوښتورګو د دا ډول تیږو شتون معمول وي نو د شیدو او لبنیاتو په خوړلو کې باید احتیاط وکړو. البته یو شمیر ډاکتران بیا وايي چې د لبنیاتو خوړل د پوښتورګو د ډبرې په جوړیدو کې خاص رول نه لري نو له همدې امله یوه ډله ډاکتران وايي چې باید په دومره اندازه هم پرهیز ونه شي چې بدن مو کمزوری او د نورو ناروغیو لپاره مساعد شي.

د کمو اوبو څښل او ډير خوله کیدل هم د پوښتورګو د تیږو د پيدا کیدو یو مهم لامل دی.

د تحرک او خوځښت نه شته والی که له یوې خوا په خپله د پوښتورګي د تیږو د جوړیدو لامل کیږي له بلې خوا د هډوکو کلسیم هم په دې وخت کې وینې ته ځي او اطراح کیږي چې په ادرار کې د کلسیم مقدار ډيریږي.

د تایراید غدې ډير کار او فعالیت هم د کلسیمو د دفع کیدو پروسه زیاتوي او په ادرار کې د کلسیم مقدار زیاتیږي .

په خپله د پوښتورګي د منځ د جوړښت او د تیوبولونو اسیدوز او د امونیاک په تولید کې د خنډونو را منځته کیدل هم یو عامل دی.

نا پيژندل شوي عوامل هم کله کله د ادرار په ترکیب کې د کلیسیم د اندازې د ډيریدو لامل وي.

د مالګې زیات استعمال او د ټينګ چای څښل هم یو عامل دی.

یو شمیر تیږي اګزالاتي سرچینه لري او هغه خواړه چې د اګزالاتو ډير مقدار لري د دا ډول تیږو عامل وي.

البته باید ووایو پالک، ښورکی سابه، قهوه، چای بادام، چهار مغز او توتۍ (سترا بیري) د اګزالاتو مهمې سرچینې ګڼل کیږي خو د میوو ډير خوړل د فایبرو او اوبو د درلودلو له امله ګټور دي .

که د پوښتورګي تیږه مو د اسیدو یوریک له ډول څخه وي د سرې غوښې (غويي او پسه) په خوړلو کې احتیاط وکړئ.

حیواني پروتین د کلسیمو او اګزالاتو دفع کول ډيروي نو یو عامل کیدای شي.

خو غذايي فایبر د پوښتورګو په تیږو د نه اخته کیدو لپاره تر ټولو ښه خوراک دی.

د پوښتورګي ډيرې تیږې چې کوم خاص مشکل ونه لري تداوۍ ته هم اړتیا نه لري خو یو شمیر یې بیا خطرناکې دي چې ټول پوښتورګی له منځه وړلی شي.

له همدې کبله ډاکتران وايي، په هرو څلوروتر ۶ میاشتو کې باید پوښتورګي معاینه شي یا التراسونډ وشي چې د پوښتورګو د سم کار او سلامتۍ ډاډ ترلاسه شي ځکه ډير وخت د پوښتورګي تیږې درد نه لري خو پوښتورګی په خاموش ډول له منځه وړلای شي.

که په کورنۍ کې مو بل څوک د پوښتورګي تیږې لري باید حتماً تاسو هم له همدې پلوه معاینه وکړئ که ادرار مو غیر عادي رنګ، بوی سوی یا درد ولري او ژر ژر ادرار ته اړتیا پيدا کوي.

که د پوښتورګي په برخه کې درد لرئ.

که د نا مالوم علت له کبله تبه لرئ، پوښتورګی هم باید معاینه شي ځکه ډير وختونه د پوښتورګي چرک او د تیږو شتون د تبې سبب کېږي.

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button