راته هیښوونکی ښکاري !

راته هیښوونکی ښکاري !
د امریکا د ګریت ځواک هیواد په تاریخ کې لومړنی ځوان سناتور ۳۰ کلن جوبایډن دی چې د سنا مجلس ته یې لاره ومونده .
د امریکا په متحده ایالاتو کې لومړنی سناتور دی چې ۳۶ کاله یې په بیلا بیلو پړاوونو کې د سنا تور په توګه دنده ترسره کړي او تر ډیره یې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشرتوب په غاړه درلود.
د امریکا د متحده ایا لاتو په تاریخ کې ترټولو بوډا ۷۸ کلن جوبایډن دی جې په سپینه ماڼۍ کې د جمهوري ریاست په ګدۍ کیناست . او د سپیني ماڼۍ په یوه میزیې د ډونالد ټرمپ لیک ترلاسه کړچې منځپانګه یې نه ده په ډاګه شوي.
د امریکا په تاریخ کې لومړنی جمهور ریس دی چې د زعامت په مهال يې کابو ۲۴ میلیونه امریکایي هیوادوال د کورونا په وبا اخته او مصاب دي .
دا د امریکا په تاریخ کې هغه جمهور ریس دی چې ۴ څلورلکه امریکایان د هغه د زعامت په درشل کې د کورونا وبا وژلي دي. او دا شميره په دويمه نړيواله جګړه کي د امريکايې سرتيرو او وسله والو د مرګ ژوبلي په پرتله لوړه ده .
دا دامریکا په تاریخ کې لومړنی جمهور ریس دی چې د خپل زعامت د لوړې مراسمو په وینا کې یې په یوه ورځ کې د څلور زره امریکایانو د مړیني خبر خپور کړ.
د ۲۰۰۱ز کال د سپټمبر په یوولسمه د نیویارک د سوداګریزو اسمان څکو ماڼیو کې کابو ۳۰۰۰ د نړیوال بانک کارکوونکي ووژل شول . او دا غمیزه د دې لامل شوه چې ډبلیو بوش او نړیوالو ملاتړو یې په بې ساري هوایې اوځمکني ځواک په افغانستان کې د اسامه بن لادن په مشری د القاعده تر هګر اود طالبانو اسلامي امارت وځپي د روسیې ، پاکستان او ایران په همغږی د ملامحمد عمر کمبله ټوله او د هغه اسلامي آمارت ته د پای ټکی کيښودل شو.
د هیښتیا خبره داده چې جوبایډن د امریکا هغه جمهور ریس دی چې هره ورځ د سپټمبر د ۱۱ تراژیدی په څیرپه زرګونو امریکایان د کورونا په وبا وژل کیږي . دا نړیوال ستربحران دی . چې په ګرده نړۍ کې یې بشریت د ګواښمنې لړزا سره مخامخ کړی دی .
جوبایډن هغه امریکایې مجرب سیاستوال او ولس مشر دی چې د امریکا په تاریخ کې یې تر ټولو سرتمبه اوپخپل سربد ماش سرزوری دونالد ټرمپ يې په کونډو کړاو د امریکایې موزیم له خوا ټرمپ ته ډالۍ شوی د سروزرو کمود ههههه جوبایډن ته پاتې شو.
جوبایډن د خپل کاري ورځې په پیل د کورونا پرضد مبارزه کې په یوه ورځ یو میلیون امریکایانو ته د انتي کورونا واکسین د پیچکاري تجویز او کمپاین صادر او د سلو ورځو په موده کې به سل میلیونه امریکایان دا واکسین تر لاسه کړي.
د امریکا په تاریخ کې جوبایډن لومړنی جمهور ریس دی چې غنم رنګه تورپوستي کملا هاریس یې د مشرتابه لومړنی مرستیاله ټاکلي او د هندۍ مور یوه هڅانده حقوقپوه او د ښځو د حقوقو پلوی میرمن ده . او د هغه سره جوخت یوتور پوستی مجرب جنرال یې د دفاع د وزارت په څوکۍ ګومارلی دی.
او دا د امریکا په تاریخ کې هغه ولس مشر دی چې د مشرتابه په لومړی ورځ یې د پخواني جمهور ریس ډونالد ټرمپ ډیری فرمانونه بې اعتباره اوملغی اعلان کړل او ۱۶ هغه اسلامي هیوادونه يې خوشاله کړل چې امریکاته په ورتګ یې بندیز لګیدلی و .اوس يې امریکاته د ویزي او ورتګ اجازه تر لاسه کړه .
هسې ویل کیږي چې جوبایډن لکه اوبه نرم دی . خو د غوسې په مهال لکه د اوبو موج او زوروره څپه ترې جوړه اولکه چې ویل کیږي افغان ولس مشر حامد کرزی یې دوه ځلې د دغه څپې سره مخامخ شوی دی.
د جوبایډن په وړاندې د افغانستان شل کلنه غمیزه او د طالبانو سره شخ شولانګه اوناندره په مخ کې پرته ده .
د هغه د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وار له واره د طالبانو سره د دوحي د موافقه لیک په محتویاتو ناخبري ښودلي اوهغه باید انالایزاو وشاربي . خو دایې په زغرده ویلي چې دزرګونو امریکایي سرتیرو قربانی او شل کلنې بیلابیلې لاسته راوړنې ورته ارجحیت او اولویت لري. او د هغه د ساتنې په موخه د خپل پوځي حضورپه اړه نوي کتنه وکړي. خوځای هغه سوځي چې اور پرې بلیږي . موږ افغانان د استخباراتي او پردیو جګړو په اورکې سوځو. د بېکاری، بې کوری ، بې وزلی ، لوږې او دربدری نوم لړ او کچه مو په نړیواله سطحه خورا لوړه او غموونکي ده . د ریګن ، جیمي کارتر، بیل کلیټن ، ډبلیوبوش ، بارک اوباما، ډونالد ټرمپ د واکمنیو په مهال د افغانانو په مخونواوښکي زیاتي شوي او دریغا،دریغا! کمې شوي نه دي . خو اوس وګورو چې جوبایډن د ټرمپ په لاسونوکرلي څه ډول ریبي .افغان دولت اوطالبانوته څه ډول څراغونه ښکاره کوي.
پاکستاني پوځیانوخونـن لیرې ويشتونکی اټومي سره توغندۍ وازمایه . اوڅرنګه یې د جوبایډن د مشرتابه د پیل په ورځ دا ازموینه ترسره کړه؟؟ اودا په سیمه کې د پاکستان د بد ماشۍ اوترهګری پرته بل څه نه دي.
د ګران وطن د خونړیو ټپونو د رغیدو اوسوکالۍ په هیله .
۲۱/۱/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button