زه به لیونۍ او په لیونتوب کې مړه شم؟

فرشته جلالزۍ

جرمني فیلسوف فردریش نیچه ویلي چې ژوند کړاو دی او خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره (‌د دې کړاو د زغملو لپاره)‌ په دې تراژیدۍ کې د خوشالۍ شېبې لټوي.

د نیچه کوچنیوالی د هغه د عزیزانو د مرګ تر سیوري لاندې تېر سو، په ځوانۍ کې لاعلاجه مرض ونیو، په پاخه عمر په عشق کې مایوس شو او د ژوند ډېر کلونه یې په انزوا کې تېر کړل.

غالبا، هغه ژوند د خپلې تجربې له مخې بې پایانه کړاو باله.

ممکن هغه د دې کړاو د زغملو لپاره د ځان د خوشاله کولو شېبې لټولی.

د نیچه ژوندلیک مې لوست او فکر مې کاوه چې سمه ده چې زموږ د بدبختیو محتوا یو څه متفاوته ده، خو نتیجه یې یوه ده.

زما ژوند له افغانستانه جوړ دی او افغانستان غم دی.

افغانستان هغه بې سارې تراژیدي ده چې ښايي تر دې مخکې بشر نه ده تجربه کړې.

زه په دې تراژیدۍ کې جوړه شوې، کړېدلې او لا غمجنه یم.

زه افغانستان ته یوازې د ځان د هویت د برخې په سترګه نه ګورم.

ځکه زه بې هویته ژوند کولاۍ شم.

ځکه زما احساس دا دی چې په تنهايي او بې هویتي کې عجیب جنتي سکون موجود دی.

خو افغانستان داسې دی لکه زما د مخ پوستکی چې نه شي بدلېدلای .

کله چې زه خپل مخ ته د دې تراژیدي په هینداره کې ګورم، تاریک او له کړاونو ډک یې وینم.

د انسان بنیادي مبارزه دا ده چې ژوندی پاته سي او زه د دې لپاره دخوشحالۍ په څرک پسې سرګردانه یم ـ ورځې شمېرم، شپې شمېرم.

مثلا، په خبرونو کې مې واروېدل چې ولي الله شاهین د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو ارتباطاتو مشر ټاکل شوی دی.

ولي الله شاهین ما ډير کلونه مخکې چې د الجزیرې عربي ټلویزیون ته یې کار کاوه پېژانده.

کلیوالي، ارام او هوښیار سړی و.

ماته وګړي مهم دي ځکه اکثر پر وګړو خبرې کوم.

زما په باور د وګړي او ټولنې ارتباط په دې وینا کې چې (چیزی که در دیگ باشه در کاسه می براید) سم دی.

کله چې یو کور، سیسټم یا هېواد کمزوری وي مانا دا چې زیات وګړي یې کمزوري دي.

زما په فکر ولي الله شاهین کمزوری وګړی نه دی.

شاهین له هغو ملیونونو افغانانو دی چې په روان څلویښت کلن ناورین کې په وار – وار او په مختلفو رقمونو ځورول شوي او تباه شوي دي.

خو ولي الله په هغو کمو افغانانو کې دی چې مات شوي‌ نه دي‌ او بیرته په پښو دریدلي‌ دي.

لایق، با سواده، زحمتکش او د روڼ اند خاوند انسان دی.

هغه وخت چې ما ولی الله پېژندل، یوه لمن لوڼې یې درلودې او هغوي ښوونځي ته تلې.

کور ته یې ورغلې یم.

د هغې بخارۍ تاو ته مي لاسونه تاوده کړي‌ چې مېرمنې یې اور په کې بل کړی و.

له خورځې سره یې په یوه نالۍ کښېنستې یم او چاي مې چښلی دی.

زموږ د وطن د خلکو په وینا، ولي الله د پخې خټې سړی راته معلوم سوی و.

ولي شاهین ما څه باندې لس کاله کېږي چې نه دی لیدلی ځکه زه اروپا ته ولاړم.

بې له شکه، په دې کلونو کې به یې نظریې تغیر کړی وي.

زما فکرهم بدل شوی دی.

خو دا د سیمګوند فروید نظریه ده چې د انسانانو شخصیتي بنسټ (خټه)‌ ترپينځه کلنۍ جوړیږي اوتر هغه وروسته بیا د ژوند تجربې اغېز ورباندې کوي او وده ورکوي .

بیا، زه د تجربې پراساس دا احساس لرم چې د انسانانو نظر تغیر کوي خو هغه شخصیتي اساس یې نه بدلیږي.

په سیسټم کې د ولي‌ الله په لیدو خوشحال شوم.

نو ایا د داسې وګړو حضور دا مانا لري چې د امید ټول څراغونه لا نه دي مړه ؟

او که زه ځان غلطوم اوکه حقیقت دا دی چې په یوه ګل بهار نه راځي؟

او که دا هیله کاذبه ده‌ نو ژوند به څنګه زغمو؟

ریښتیا، فریدریش نیچه د ژوند په تراژيدي کې د خوشالۍ د څرک په لټه – لټه کې لیونی او په لیونتوب کې مړ شو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button