د سقاو زوی پیژندنه

د ښاغلي کبیرحیدري د لیکنې پښتوژباړه چې د مشهورمسلکي تورمخي غل د سقاو زوی حبیب الله کلکاني په اړه یې لیکلي تاسو درنو لوستونکو ته وړاندې کوم !
د سقاو زوی پیژندنه
خورا په زړه پوري ده . هرو مرو یې ولولئ ګرانو دوستانو!
حبیب الله کلکاني د سقاو زوی د کوهدامن اوسیدونکی خادم دین انګلیسي په the king of miracle نومي کتاب کې چې درې ټوکه دی څه د پاسه ۱۵۳ ځلې د سقاود زوی د جهالت په اړه یادونه کړي ده . د هغه ځیني کړنې اوعادتونه چې مدنې ټولنې او رسنۍ یې له خلکو پټوي په لاندې توګه په ډاګه کیږي :
۱ــ د سقاو زوی هیڅکله هم د مسلمانی په پنځو بناوونه پوهیده اود لمانځه ارکان ورته مالوم نه وو.
۲ــ د ملا محمدعالم په وینا دسقاو زوی ارګ ته له رسیدو وروسته له یوه ملاڅخه چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ، وغوښتل چې هغه ته اودس او لمونځ ور زده کړي.
۳ــ ارګ ته له رسیدو وروسته بچه سقاوهیڅ عادت نه درلوده چې د قصرله بیت الخلا څخه کارواخلي د ارګ په باغچه کې یې خپل حاجت پوره کاوه . له اوداسه پرته به د لمانځه په صف کې دریده .
۴ــ د سقاو زوی یوولس تنه ځانګړي ملګري درلودل چې تل به یې له هغوسره سلا کوله او د سقاو دزوی ملګري هغه حرفوي غله وو چې د ترهګری اوغلا پرته یې نورڅه نه وو،زده .
۵ــ د سقاوزوی په اوونیوحمام نه کاوه . کله به چې خلک د هغه تر څنګ کیناستل د هغه د خوسا بوی له کبله به په یوه یا دو دقیقوکې له هغه څخه لیري کیدل.
۶ــ د سقاو زوی د خپلو ملګرو په منځ کې په (قچ) یا پسه مشهوروځکه خوسا اوبد بوی یې قچ ته ورته و.
۷ــ دسقاو زوی ارګ ته له رسیدو وروسته ختنه شو. که چې نایي غوښتل هغه ختنه کړي .غلي یې د هغه یارانو ته وویل چې آمیرصیب ته ووایې چې نامه لاندې ځایونه کل کړي . د سقاوزوی له ځوانی مهاله بیا تر ارګ رسیدوپوري هغه نه وو تراشلي .
۸ــ کله چې سقاو زوی ارګ ته راورسید دیرژر یې آمروکړچې د ګلانوباغچې له منځه یوسي اود هغه پرځای ترکارۍ وکري.
۹ــ کله به چې د سقاو زوی د انسانیت له چوکاټه ،لیرې کارونه ترسره کول سملاسي به ګوډملا اعلان وکړچې بچه سقاو، ولي دی اوله خدایه مستقیما دستوراخلي اوخلک به حیران شول.
۱۰ــ د سقاوزوی له پاچاهۍ درې میاشتې وروسته د خپلو پلواو سپارو سرتیرو په وسیله درې ځلې د تګاب په پښتون میشته ولسوالۍ بریدونه وکړل اودرې ځلې د غاښ ماتوونکي ماتې سره مخامخ شول .
د سقاو زوی د څلورمې حملې آمروکړاو ویې ویل چې که داځلې هم د تګاب خلک مقاومت وکړي . ماشومان یې ووژنی . وزې ، پسونه اوغواوې یې له ځانوسره راوړی.
کله چې سقاوي لښکر د تګاب په لور وخوځید د افغانیه په نوم کلی چې د نجراب ولسوالۍ پوري تړلی دی اوپښتون میشته کوچنی کلی دی د برید لاندې راووست اوپه پایله کې سقاوي لښکرد افغانیه کلي ټول مالونه له ځان سره راوړل.
۱۱ــ د سقاو زوی یوخر درلود او هغه یې (واوو) باله . کابو۱۷ ساعته یې له ځانه سره په ارګ کې وساته او ځر۱۷ ساعته وروسته لا درکه شو.
ځیني تاریخ لیکونکي لیکي چې د سقاوخر د دوست محمد په نوم دسقاو ملګري په ډیرپټ ډول له ارګه وایست .
۱۲ــ د سقاو زوی د خپلې واکمنۍ په مهال د نجونو ټول ښوونځي وتړل . اودستوریې ورکړچې د ښوونځیو زده کوونکي نجونه چې عمر یې له ۱۴ کلونو پورته وي . باید د سقاو د سربازانو سره وادونه وکړي. او همدا راز یې د ټولو بهرنیوژبود زده کړو کورسونه وتړل . اودستور یې ورکړچې له سبق پرته په ښوونځیو کې نور مضمونونه ونه لوستل شي .
۱۳ـ د سقاوزوی دستورورکړچې له دې وروسته د مالیې په نوم څه شی نه اخلو. خلک باید هرکال خپله مالیه خیرات کړي اوملایانو ته یې ورکړي.
…. د سقاوزوی د واکمنۍ په اوه میاشتنۍ کې یوځوان انګلیس نامي ، میاشتي لیکونکي د سقاو زوی څخه وپوښتل :
اولیور: د چا بنده یې ؟
بچه سقاو: زه د امت بنده یم!
اولیور: د چا امت یې ؟
سقاوزوی : د خدای په امت !
اولیوبیا وپوښتل چې د خدای له خوا وروستی نبي څوک دی ؟
سقاوزوی : حضرت ادم .
په کتاب کې چې درې ټوکه دی څه د پاسه ۱۵۳ ځلې د سقاوزوی د جهالت په اړه یادونه شوي ده .
دغه انځور هم پخپله ښکارندوی دی چې د هغه د جهالت ثبوت دی.
حبیب الله دسقاو زوی د خپلو دوستانو په منځ کې په قوچ یا غټ پسه مشهورو ، هیڅکله یې حمام نه کاوه له بدنه یې خوسا بوی اوډډوزي پورته کیدي اوځکه یې قوچ باله .
کبیرحیدري
ژباړه ـ اکبري
۲۸/۴/۲۰۲۳

نور ښکاره کړئ
Back to top button