سوله څه شوه؟

سوله څه شوه؟

ګل احمد احسان

دښې راتلونکې لپاره په عادلانه ډول د واک وېش، د ټولو افغانانو حقوق په نظر کې نیول، د یوه باثباته او پرمختللي افغانستان لپاره پلان لرل موږ سولې ته نژدې کېدل څه چې ورسولای شي.

افغانانو هر وخت د سولې غږ پورته کړی، غوښتنه يې کړې خو موږ يې لکه چې بخت نه لرو ځکه دغه ډول یوه ملي او مهمه پروسه مو تر اوسه نده بریالۍ کړې،یا خو ستونزه په موږ کې ده چې پرته له پوښتنې یو بل وژنو او یاخو مو ګاونډیان سولې ته نه پرېږدي ځکه چې موږ په سوله کې ددوی زیان دی، موږ به ورغېږو، وبه ځلېږو او ددوی له احتیاج څخه به خلاص شو. نو دوی هم زموږ هیلي هر وخت په اوبو لاهم کړي.

اوس چې یو ځل بیا د سولې خوبونه وینو، هره ورځ ددې پروسې د بریالیتوب لپاره دعا کوو تر اوسه يې هیڅ درک نسته، نو سوله څه سوه؟ د سولې لپاره زما تعریف دادی چې د دوه مخالفو لوریو د نظرونو یو ځای کول دي چې محصول يې سوله، آمن او ثبات رامنځته کوي بلل کیږي.

امریکا وايي، په افغانستان کې د سولې راوستلو ته ژمنتیا لري، افغان حکومت هره ورځ د سولې چیغې وهي، طالبان وايي دوی له اولې ورځې سوله غواړي، نړیواله ټولنه هر ځل د افغان سولې پروسې څخه ملاتړ کوي، نو اوس سوال دا پیداکیږي چي نړیواله ټولنه او د نړۍ هیوادونه خورا پیچیلې مسئلې او ستونزې حلوي، نو ایا افغان سوله تر هغو ټولو ستونزمنه ده؟

له کله چې د سولې مذاکرات د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پیل شوې تر اوسه کومه لاسته راوړنه نه لري.

که امریکا، افغان حکومت او طالبان درې واړه سولې ته ژمنیتا لري نو خبره خلاصه ده. خو ستونزه داده چې دواړه لوریو د لومړیو مذاکراتو څخه تر اوسه پورې اجنډا ته ډېر مهم او د ډېر بحث وړ موضوعات اچولې دي چې زما په آند دا باید په دوهم او یا دریم توافق کې وای.

دا مالومه خبره ده چې نظرونه او غوښتنې توپیر لري خو که لومړی پر هغه مسائلو توافق وسي چې دواړه لورې ستونزه نه پکې ویني، وروسته دوهمه کټګورې موضوعات تر بحث لاندې ونیول شي او بیا هغه څو محدود موضوعات چې وخت، بحث او څېړنې ته اړتیا لري د اجندا برخه وګرځوي.

د جګړې دواړه لورې دې يې واوري!! ملت ستاسو انعطاف او یو بل منلو ته سترګې په لاره دی، یو بل ومنئ، افغان ملت سره راټول کړئ، وینه بهېدل ودروئ، ملامت او سلامت پرېږدئ، د آمن اواز پورته کړئ.

اوس خو ملت ددې ډول پڅو او حتی نا هیلي کوونکو مذاکراتو ستړی شوی دی، یوه ورځ يې هم پر یوې وړې موضوع د مذاکره کوونکو ترمنځ د توافق خبر وانه ورېده.

له لویو غونډو نیولې تر عادي مجلسونو او حتی د دوه تنو ترمنځ د بحث اصلي منځپانګه داده چې څنګه شوې د سولې خبرې؟

که د ترکیې ناسته د نورو ناستو او غونډو په څېر بې پایلې شي، هلته هم پر هیڅ موضوع باندې موافقه ونه شي نو تاسې څه فکر کوئ چې یوه لویه نړیواله غونډه چې زموږ د سولې موضوع نه شي حلولای ایا د دوحې مذاکرات به مو د سولې ارمان پوره کړي؟

د سولې په روانو مذاکراتو کې زما په نظر دوې اساسي ستونزې دي، که حل شي نو زموږ هیلي بیرته ژوندۍ کیږي.

لومړی: د مذاکراتو پرمهال د طالبانو له لورې سوړ چلند او په هیڅ ډول انعطاف نه ښودل هغه دوه حالتونه دي چې د حکومت د مذاکره کوونکې پلاوي ترڅنګ يې افغانان هم ناهیلي کړي.

دوهم: د افغان حکومت له لورې د ملي روغې جوړې عالي شورا ترڅنګ د سولې په نوم د ګڼ شمېر کمیسیونونو او ادارو جوړېدل چي اوس يې له ټولو اصلي او مالوم ادرس هم ورک کړی دی، کله د سولې مسائل د ملي شورا لخوا وړاندي کیږي، کله بیا د سولې وزارت وي او ډېری وختونه بیا د سولې موضوعات د سیاسیون تر نظارت لاندي تیریږي خو قطر کې هم د سولې مذاکره کوونکی پلاوی او هر غړی يې بېل بیل نظرونه وړاندي کوي، چې دا ډول حالت هم خلک ناهیلي کړي له یوه او قوي ادرس څخه باید خبرې وشي.

که ناټو او امریکا خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي نو راکړئ ضمانت چې په خپلو کې به مو جګړه زور نه اخلي!!

ایا دا اطمینان طالبان ولس ته ورکولای شې چې د امریکایانو تر اخرې پرواز وروسته به درب او دروب پیل نه شي؟ او همدا شان دولت دا اطمینان ورکولای شې چې تر خپل واک لاندې ټولې سیمي به پرته له جګړې وساتلای شي؟

زه باوري یم چې دواړه لورې ولس ته د خپل مسئولیت په ساحه کې یاد ډول اطمینان نه شي ورکولای. که وايي چې نه موږ هر څه مدیریت کولای شو نو بیا اوس مهال ولي د سولې ښه مدریت نه شئ کولای؟

سوله د افغان کړېدلې ولس غوښتنه ده.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button