رواني ناروغۍ/ دوهمه برخه

نذير ساپی

د رواني ناروغیو نښې او عوامل:

د رواني ناروغۍ نښې:
د موټر په اینجن کې که تخنیکي مشکل راشي ډېر تیل مصرفوي او رفتار یې کمیږي. که کمپیوټر یا ځیرکه ټلیفون ویروس ووهي، فعالیت یې ورو کیږي، پروګرامونه په ځنډ چالانیږي او د استعمال په وخت کې بندیږي. د موټر د اینجن یا د ځیرکه ټلیفون او کمپیوټر په شان زموږ په فکرونو، احساساتو او برخورد کې هم ګډوډي راځي.

د خراب اینجن یا ویروس وهلي ټلیفون او کمپیوټر په شان د فکر، احساساتو او برخورد خرابي هم خپلې نښې لري چې ځنې یې فیزیکي او ځنې سایکالوژیکي دي. د ورمیږ او عضلاتو درد او شخوالی، د لاس یا پښو بې حسه کېدل او د هاضمې خرابوالی د رواني‌ ناروغۍ فیزیکي نښې دي. دوامداره شدید خپګان، بې ځایه وېره او تشویشونه یې سایکالوژیکي نښې دي.

رواني‌ ناروغۍ زیاتې دي او مختلف ډولونه لري. د هرې رواني ناروغۍ نښې هم یو تر بله سره توپیر لري. د طبیعت دوامداره خرابوالی، دوامداره خپګان، په شخصیت او برخورد کې ناڅاپي بدلونونه، د خوب او خوراک په طرز کې تغیرات او له ټولنیز ژوند لرې والی د رواني ناروغیو ځنې عمومي نښې دي (ځان او نورو ته د ضرر رسولو په صورت کې ناروغ بیړنۍ رواني درملنې ته ضرورت لري!). ځنې نورې نښې په لاندې ډول دي:

– د موډ یا طبیعت دوامداره خرابوالی

– دایمي خپګان

– د مغشوشو او ناراموونکو سوچونو شدت

– د تمرکز کموالی

– بې ځایه وېره

– دوامداره تشویشونه او وسوسې

– جسماني‌ کمزوري او بې انرژیتوب

– د سر، ورمېږ او عضلاتو دردونه او شخوالی

– په شخصیت یا رفتار کې غیرنورمال بدلونونه

-په ورځنیو عادي چارو کې پاتې راتلل

– مکرره بې خوبي یا ډېر خوب

-ډېر خوراک یا د اشتها کموالی

– په اندکه خبره قهر او بې حوصلې کېدل

– د نشه يي توکو او الکولو ډېر استعمال

– له حقیقت سره پرېکون (ناروغ د داسې غږونو د اورېدو او د داسې شیانو د لیدو خبرې کوي چې روغ انسان یې نه ویني نه یې اوري.)

– نامناسب خویونه او حرکات (ناروغ ممکن د خلکو په ګڼه ګوڼه کې جامې وباسي او خلکو ته ښکنځل او بدې ردې ووايي.)

د رواني ناروغیو عوامل:
په هره پروسه او سیسټم کې ګډوډي ضرور یو علت لري. لومړی علت رامنځته کیږي بیا معلول. که علت نه وي معلول نشته. د بیلګې په توګه، که خواږه شیان وخورو یا سګرټ او نسوار وکاروو او د غاښونو پاکوالي ته توجه ونه کړو غاښونه مو خرابیږي. که ډېر خوراک وکړو او فیزیکي فعالیت ونه لرو وزن مو زیاتیږي. دلته د غاښونو خرابېدو علت د غاښونو پاکوالي ته نه پاملرنه او د چاغېدو علت ډېر خوراک او د فیزیکي فعالیت نشتوالی دی. که د یوې ستونزې، ګډوډۍ یا خرابوالي علت مخکې له مخکې وپیژنو، کیدای شي مخنیوی یې وکړو. ډاکټران د ستونزې رامنځته کیدو څخه مخکې د ستونزې پر علتونو باندې پوهېدو او د مخنیوي چارې ته یې «وقایه» وايي.

رواني‌ ناروغۍ کابو درې سوه مختلف ډولونه لري چې د ځنې هغو علتونه لا روښانه شوي‌ نه دي. لاندې د رواني ناروغیو ځنې علتونو ته لنډه کتنه کوو:

میراثي عوامل:
په ځنې کورنیو کې رواني ناروغۍ له مور او پلار څخه اولادونو او له اولادونو څخه لمسو او کړوسو ته په میراثي ډول انتقالیږي. داسې کورنۍ به مو لیدلي وي چې د کورنۍ څو کسان یوشان رواني مشکلات لري. د پیښور په کبابیانو کې زموږ د کور څنګ ته یوه کورنۍ اوسېدله. د دغه کورنۍ مشر چې موږ به چاچا عباس باله او دوه زامن یې سعید او امین له عجیبه رواني ستونزو رنځیدل. دوی به چې زیاتره وخت به په ډوب سوچ کې تللي وو او ډېر کم به غږېدل – په هرو لسو پینخلس دقیقو کې به یې خپلې د لاسونو ګوتې شمارلې. بیا به یې لکه په لمانځه کې ښي او چپ طرف ته سلام وګرځاوه، لاړې به یې تو کړې. خلکو به ویل د چاچا عباس پلار هم همدا مشکل درلوده.

په دماغو کې د کیمیاوي مادو بدلونونه:
زموږ په دماغو کې میلیاردونه عصبي حجرې دي. دغه عصبي حجرې چې «نیورونز» بلل کیږي یوبل سره د کیمیاوي‌ او برښنايي سګنالونه د لیږد په واسطه ارتباط نیسي. د بیلګې په توګه، که خپل یو نیږدې ملګری ډېره موده وروسته ووینو، په دغه وخت کې زموږ په دماغو کې سلګونه میلیونه عصبي حجرې یوبل سره تماس نیسي او له یوه نیورون څخه بل ته د برښنا د لین په شان کوچني ټکانونه ځي راځي. په دماغو کې د پیغام لیږدونې یو قسم کیمیاوي ماده «ډوپامین» او «سېرو ټونین» دي. دغه کیمیاوي ماده چې (نیورو ټرانزمیټرز) هم بلل کیږي زموږ د طبیعت او احساساتو په ښه والي او خوشالۍ کې کلیدي نقش لري. د دغو کیمیاوي مادو د پیغام لیږدونې په مسیرونو کې د غیرمتوقوع بدلونونو او بې نظمیو راتلل یا یې د فعالیت ټکني کېدل هم د زیاتو رواني ستونزو سبب ګرځي. د سر شدید زخمي کېدل چې دماغو ته پکې ضربه ورسیږي هم رواني ګډوډي رامنځته کوي.

اجتماعي عوامل:
د چاپیریال او ټولنې سره تړلې ستونزې د زیاتره رواني ناروغیو سبب ګرځي. جګړه او بې ثباتي، فقر او بې کاري، په ټولنه کې د عدل او انصاف نشتوالی، د کم عمر او اجباري ودونه، د اوسیدو او کار نامناسب شرایط، کډوالي، نسلي، مذهبي او جنسيتي تعصبات د زیاتره رواني ناروغیو عمده عوامل دي. همدارنګه د چاپیریال ککړوالی، زهرجن ګازونه، د خلکو او موټرو شور ماشور او ګڼه ګوڼه او د ټولنیز نظم نشتوالی هم د انسان رواني روغتیا مختلوي.

د کوچنیتوب تجربې (روزنه/کورنۍ/مور او پلار):
په کوچنیتوب کې د روزنې او پالنې څرنګوالی په راتلوونکي ژوند کې زموږ پر رواني روغتیا او شخصیت باندې کلک اغیز ښندي. په داسې کورنۍ کې لوییدل د زیاتره رواني اختلالونو سبب ګرځي چې مور او پلار پکې دوامداره رواني ناروغي ولري، ماشوم له جسمي او رواني زورونې سره مخ وي، د ښوونې او روزنې مناسب شرایط پکې مساعد نه وي، کوچنی پکې د لویانو لخوا تحقیر او ترټل کیږي او په شعوري ‌او غیرشعوري توګه پکې د کوچني شخصیت او روان ته صدمه رسول کیږي. د جنسي تیري یا زورونې له پیښو سره مخېدل، د مور او پلار مړینه او داسې نورې بدې پیښې هم د کوچني پر ذهن خورا ناوړه اغیز ښندي او د ژوند تر اوږدې مودې پورې د رواني نارامۍ سبب ګرځي.

د ژوند بدې پیښې او ترخې خاطرې:
د ژوند ځنې بدې پیښې او ترخې خاطرې هم د انسان پر رواني روغتیا کې د اوږدمهاله ګډوډیو سبب ګرځي چې په ترافیکي یا بله پیښه کې شدید زخمي کېدل یا زړه ته د یوه نیږدې کس مړینه، جنسي تیری یا زورونه، پر کور د وسله والو غلو راوښتل، په سیلاب او توپان یا بل طبعي ناورین کې ځاني او مالي تاوانونه یا په کاروبار کې نه جبرانېدوونکی زیان لیدل، د یوه نیږدې ملګري یا خپلوان د مړینې صحنه په خپلو سترګو لیدل د بیلګې په توګه یادولی شو.

دوامداره ناروغۍ او د نشه يي توکو کارونه:
د نشه يي توکو (چرس، هیروین، کوکاین، ایکسټسي یا ټابلېټ کا ګولیو…) او الکولو استعمال هم د انسان پر دماغو مستقیم منفي اغیز ښندي او د زیاتو رواني‌ اختلالونو سبب ګرځي. دوامداره ناروغۍ لکه شکر، سرطان، نفس تنګي، چاغوالی یا اوبسیسیټي هم د انسان رواني‌ روغتیا اغیزمنوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

دا هم ولولی
Close
Back to top button