اسلامی نړۍ؛ مكار لوېديځ او ناهيلي مسلمانان!!

اسلامی نړۍ؛ مكار لوېديځ او ناهيلي مسلمانان!!

یادونه: په دې لیکنه کې د لوېديځ د لفظ څخه زموږ مراد د لوېديځ  استعماري ځواک دی، نه د لوېدیځ ټول ملتونه او ولسونه، چې د اسلام د سپیڅلیو ارزښتونو سره سم موږ د هغوی سره په متقابل درناوی، ښه راکړه ورکړه او ښه معامله مکلف یوو.

لوېدیځ داسلامي او درېیمه نړۍ هېوادونو پر وړاندې د تاریخ په اږدو کې تل دوه مخه، درېيمخه او آن .. مخه سیاست خپل کړی دی. د خپلو مادي ګټو دخوندیتوب لپاره یې تل د نوموړو هېوادونو سیاسي برخلیک اوخپلواکي تر پښو لاندې کړې ده، پر نړۍ باندې یې د بشپړ تسلط او واکمنۍ لپاره تل نوموړي هېوادونه دخپلو نظامي او سیاسي سیالانو پر وړاندې کړکیچونو او جگړو ته هڅولي دي، د ملتونو او حکومتونو ترمنځ  یې تل د واټن  او درز  را منځته کېدو عوامل  ایجاد کړي دي، د نه قانونیت  او بې نظمۍ د فضا په را منځتکېدو کې یې رغنده ونډه لرلې ده، د دیموکراسۍ په پلی کېدو کې یې غیر واقعي او منطقی چلند تر سره کړی دی، داسلام د سپېڅلي دین سره  د ترهگرۍ،سختدریځۍ او افراطیت  د مفهوم د نښلولو  په برخه کې  او د نوموړې ښکارندې لپاره یې  د اسلامي نړۍ د هېوادونو په زړه کې  دشواهدو د رامنځته کولو هڅه کړې ده،  د ترهگرۍ،سختدریځۍ او افراطیت  سره د مبارزې تر عنوان لاندې یې په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو تر منځه  هغه اور بل کړی دی، چې پکې د اسلامي نړۍ وگړي خپل ژوندونه په بې رحمانه توگه له لاسه ورکوي، د وژنې، رټنې او ځورونې لړۍ یې په  ننگینه توگه  روانه ساتلې ده.

لوېدیځ تل د ډېموکراسۍ د پلې کېدو او د ترهگرۍ سره د مبارزې تر غولونکي شعار لاندې د اسلامي او درېیمه نړۍ هېوادونو ته  د لاسوهنې لپاره لاره هواره کړې ده، نه یې د مادي اړخه دغه وروسته پاتې هېوادونو ته هغه حقوق تامین کړي، چې ډیموکراتیک نظامونه یې په لوېديځ کې د لوېديځ وگړو لپاره  تآمینوي او نه یې د ترهگرۍ هغه لړۍ پای ته رسولې، چې دوی یې د مبارزې لپاره نوموړو هېوادونو ته راغلي دي!! نو بیا ستونزه  – د دې بحث تر څنگ چې ځینې شننونکي  ورته اشاره لري، چې گواکې موږ مسلمانان بې انصافي کوو، چې هره پړه  د لوېديځ پر استعماري کړیو ور اچوو – چېرته ده؟، آیا ستونزه د اسلامي او درېیمه  نړۍ په  حکومتونو  او ولسونو کې نغښتې ده او که بیا هم ستونزه په اصل کې  لوېديځ  ته ورگرځي؟ او ولې د اسلامي نړۍ ولسونه او په تېره بیا د افغانستان کړېدلی ولس د بشپړ نا هيلي حالت سره مخ دی؟.

هغه څه چې د نړۍ په معاصر تاریخ کې د ژور بدلون  او نویو حسابونه او اټکلونو د را منځته کېدو لامل شول ، هغه پر افغانستان باندې د روسانو  خونړی نظامي تیری او د هغوی بشپړ شکست ؤ، دا هغه څه وو، چې د بشریت په تاریخ کې یې نوی لوری پرانستل، د افغانستان د جهاد په ډګر کې  د نویو اندونو پر بنسټ نوی بهیرونه را منځ ته کړل، د بیلګې په توگه د افغانستان  څخه خپلو هېوادونو ته د ستانه شوو عربانو سره د استبداد سره د مبارزې هوډ پیدا شو، د مستعمره هېوادونو د وگړو سره د استعمار پر وړاندې د خپلواکۍ د تر لاسه کولو لپاره د وسله والې مبارزې هوډ را منځه ته شو.. پخپله د را پرزول شوې  روسي امپراتورۍ سره د مادیاتي نظام( اشتراکیت)  پر بنسټ  د ځان جوړولو اړتیا محسوسه شوه، د لوېدیځ سره په مسلمانانو کې د نوې جهادي ولولې د ځپلو او دهغوی سره د دښمنۍ تصور رامنځه ته شو… 

 په نړۍ کې د نویو اټکلونو ،حسابونو  او لیدلورو  محور  په افغانستان کې د روسانو د اشغال پر وړاندې  جهاد او وسلواله مبارزه ده، حقیقت دا دی، چې د نړۍ په کچه د افغانستان جهاد د نړۍ نوي جوړښت او د مبارزې نوي تکتیکونه  را وزېږول، د لوېدیځ پر وړاندې د اسلامي او درېمې نړۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره نوي ډولونه  رامنځ ته شول، د روسانو د امبراتورۍ له سقوط سره سم د اسلامي نړۍ پر وړاندې د لوېدیځ دریځ توپیر و موند، اسلامي نړۍ تر دې وروسته د لوېدیځ لپاره د یوه دښمن حیثیت خپل کړ، نه دا چې د یوه متحد او دوست صفت ولري ، چې د روسانو تر سقوط وړاندې یې د لوېدیځ لپاره درلود . لوېديځ د افغانستان د جهاد نه را زېږدلې د ولولو څخه ډکه  انگېزه محسوسوله چې په مسلمانانو کې د وېښتابه نوې جذبه رامنځ ته کوي، نو بې درېغه یې د اسلامي نړۍ او په تېره بیا په افغانستان کې د یوه حقیقي اسلامي نظام د رامنځته کېدو مخه ډب کړه.

دا خو یو څرګند حقیقت دی، چې په معاصره زمانه کې بشریت ټول د افغانانو د سرښندنې پوروړی دی، ځکه چې  افغانانو له یوه خونړي نظام څخه د ټول بشریت په ژغورنه کې مرکزي او اساسي ونډه درلوده ، او په کار ده، چې د افغانانو د نوموړې سرښندنې په پایله کې د بشریت وجدان  افغانانو ته داسي پړ وي، څرنګه چې د لوېدیځ وجدان د یهودانو د مزعومې پېښې (هولوکوست!) په پایله کې تر نن پورې پړ دی او ځان د یهودانو پوروړی ګڼي!.

خو لوېدیځ  د افغانانو د سرښندنې سره لویه جفا هغه مهال وکړه، چې د خپلو اصولو په رڼا کې یې په خپل کوربون کې ورته د یوه نا انډوله حکومت  اساس کېښود، د دیموکراسۍ تر شعار لاندې یې د دیموکراسۍ خلاف د زور اوځواک پر اساس د ځینو سیاسي  ځواکونو  او نظامي ملیشو  تر منځ واک  تقسیم کړ او ځینې نور سیاسي او نظامي اړخونه یې ترې محروم کړل، او د نوی حکومت  لپاره یې یو  داسې مخالف قطب ایجاد کړ، تر څو د تصادم او ټکر زمینه په افغانستان کې په پرلپسې توگه شتون ولري..

د لومړي ځل لپاره  افغانانو د دیموکراسۍ د اصولو پر بنسټ د خپل سیاسي برخلیک د سمون لپاره د ولسمشرۍ د ټاکنو پرمهال موکه تر لاسه کړه تر څو هغه کوږ  تهداب سم کړي، کوم چې د دیموکراسۍ د ټیکدارانو له خوا په بون ښار کې د افغان ملت په حق کې ایښودل شوی ؤ، په  دې هيله چې خپل برخلیک په خپل لاس وټاکي یې د ټاکنو ډگر ته په پوره زړورتوب سره راودانگل ، په ستره بیه او سرښندنې  سره چمتو شول تر څو  د دیموکراسۍ بهیر ته په افغانستان کې سمون ورکړي … خو د دې ټولو سره سره بیا هم په افغانستان کې د افغانانو سیاسي برخلیک د افغانانو د ارادې سره سم  ونه ټاکل شو، د تېر په څېر بیا هم لوېديځ  حاضر نه شو، تر څو افغانانو ته د دیموکراسۍ د اصولو سره سم د سیاسی برخلیک د ټاکلو حق ورکړي! د افغانانو سرښندنه بې ارزښته په خپل ځای پاتې شوه، د دیموکراسۍ بهیر د لوېدیځ د هماغه ټېکدارانو د هوا او هوس قرباني شو، چې  په افغانستا ن کې د دیموکراسۍ د پلي کېدو تر شعار لاندې راغلي وو!  او دا هغه څه دي چې د اسلامي نړۍ په ګڼ شمیر هېوداونو کې یې ښکاره او بربنډ شواهد موندلي شو، د الجزایر ، ترکیه ، تونس، مصر …. نه نیویلې تر عراق، لیبیا، یمن ، سوریې…پورې.

د روسي امپراتورۍ د نړېدو څخه راپدېخوا  لوېديځ  په  اسلامي نړۍ کې  رامنځته شوو وسله والو   اسلامي  خوځښتونو ته ځیر شو، او د خپلو اهدافو لپاره یې د اسلامی نظام د له وړاندې  ځپلو او تضعیفولو  لپاره ترې کار واخیست، د  ځینو ډلو په کړنو یې د اسلامي ارزښتونو د تورنولو او بدنامولو هڅه وکړه او تر ډېره برېده په خپله دغه دسیسه کې  بریا هم موندلې ده .. د نوموړي وسله وال حرکت تر څنگ په اسلامی نړۍ کې د  معتدلو  اسلامي ډلو بهیر( سیاسي اسلام) تر عنوان لاندې هم سر راپورته کړ او د  دیموکراسۍ د اصولو سره سم یې  د لوېديځ  سره لوبه پیل کړه  او تر کومه برېده چې په ګڼ شمېر اسلامي هېوادونو کې د استبدادي حکومتونو د جبر او ستمه خلک بې زاره شوي ؤ د منځلارو اسلامي حرکتونو(سیاسي اسلام ) تر څنگ ودرېدل  او دوی ته یې خپله رایه ورکړه، خو څرنگه مو چې وړاندې یادونه وکړه لوېديځ حاضر نه شو، تر څو د دیموکراسۍ د پیلی کېدو لپاره ژمن پاتې شي او  هغه  اسلامي حرکتونو ته د واک  او اقتدار چلولو حق ورکړي، چې د دوی د اصولو پر بنسټ  د عامو خلکو لخوا پرې اعتماد وشو، او د عامو انتخاباتو په پایله کې یې د  حکومت جوړولو او واک چلولو حق تر لاسه کړ ، زښت زیاتې نمونې او بیلگې زموږ پر وړاندې شته چې وړاندې مو ورته اشاره درلوده.

په ټول کې د افغانستان او اسلامي هېوادونو ملتونه  د دیموکراسۍ د پروسې د تطبیق په اړه  د لوېديځ له څو مخه سیاست څخه ناهیلی شوي دی، که هر څومره نوموړي ملتونه د دیموکراسۍ له ښکارندې سره ریښتني دی، په هماغه کچه لوېدیځ د دغه ملتونو سره جفا کوي او د دیموکراسۍ لاسته راوړنې کله د استبدادي نظامي ځواکونو له لارې ځپې لکه په الجزایر او مصر کې  چې په پای کې د دیموکراسۍ بهیر بېرته د صفر ټکي ته ورگرځوي ، کوم حالت چې له دې وړاندې په ټولنه کې استبداد حاکموي  او کله د سیاسي جوړجاړي له لارې لکه په عراق او افغانستان  کې چې په پای کې د دیموکراسۍ بهیر د خنډ او ځنډ سره مخ کوي  او د خلکو اعتماد دیموکراسۍ په هکله له ستونزو سره مخ کوي او د بې قانونۍ او بې نظمۍ حالت را منځه ته کوي، د حکومتدارۍ په چارو کې د کړکیچونو د رامنځته کېدو زمینه هر مهال موجودوي.

لوېديځ د څو مخه سیاست له کبله پړ دی، که یوه لور ته د دیموکراسۍ او بشري حقونو د تحقق شعار پورته کوي، خو بل لور ته په اسلامي هېوادونو کې د دیموکراسۍ د بهیر پر وړاندې پخپله خنډونه را منځته کوي او په دغه راز کړنو سره په اسلامي نړۍ کې د ترهگرۍ، افراطیت او سختدریځۍ عوامل رامنځته کوي.

لوېديځ په اسلامي نړۍ کې د استبداد، بې نظمۍ او ترهگرۍ د تقویت  له کبله پړ دی، اسلامي ملتونو پخپلو کړنو دا ثابته کړې، چې د استبداد، بې نظمۍ او ترهگرۍ په رټلو کې ریښتني دي او غواړي له دغو ناوړه ښکارندو څخه ځان وژغوري او داسلام د سپڅلي دین د ارشاداتو په رڼا کې چې د ټول بشریت لپاره  سوکالي او سعادت غواړي ژوند وکړي، خو بیا همدا لوېدیځ په پای کې پخپلو کړنو ثابتوي، چې د اسلام او مسلمانانو خلاف خپلې توطیې او دسیسې یوه پر بله پسې پلي کوي.

عبدالرحمن فرقانی

Forqani_604@hotmail.com

 

 

 

 

 

 

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button