د ناکامو خلکو ٨ ځانګړنې

ژوند ځان درته ډالۍ کړی، او په بدل کې یې هېڅ هم درڅخه نه غواړي، ته کولی شې ژوند ومنې او هو دا ستا ټاکنه ده، چې ژوند ومنې، په ډېره مینه یې ژورو ته ورسېږې او د کامیابۍ خوند یې وګورې.

خو د ژوند لوبه کې ناکام خلک بیا نه ژوند منلی شي او نه ژوند کولو څخه خوند اخیستلی شي، ځکه دوی څخه د کامیابۍ لار ورکه ده او تل به داسې لالهانده ګرځي. د دې لپاره چې د خپل ژوند اتل واوسو اوناکامي مو ژوند کې هېڅ تجربه نه کړو، نو دا اته ځانګړنې باید له ځانه لرې کړو، ځکه ناکام خلک دا شیان نه شي منلی:

١-: له تغیره ډاريږي او د دې کوښښ نه کوي چې ځان کې بدلون راولي.

٢-: تل کینه لري، په داسې حال کې چې یو حسد لرونکی او کینه ناک انسان هېڅ کله د بریا مخ نه ویني.

٣-: هېڅ کله هدف نه ټاکي، کله په یوه کار پسې ولاړ شي کله هم بل پسې، یعنې که کله هم کوښښ وکړي کوم کار ترسره کړي خو موخه یې څرګنده نه وي نو بې فایده ده.

٤-: تل له نورو د انتقام په موخه وي، او هغه وخت چې خپل ژوند ته راوګرځي هر څه یې له لاسه ورکړي وي.

٥-: ډېر وخت د ټلویزیون په لیدلو تېروي، ځکه تفریحي شیان دوی ډېر خوښوي او د خپل ژوند لپاره هېڅ هم نه کوي.

٦-: د نورو غیبت کوي، او غواړي په دې سره ځان تر نورو غوره وښیي خو په داسې حال کې چې خپل ځان ښه ثابتول په عمل کې ښکاري نه د نورو غیبت او بد ویلو کې.

٧-: نور د خپلو ماتو لامل ګڼي، او هېڅ کله ځان په کوم څه کې پړ نه ښيي.

٨-: د دې ادعا لري چې هر څه باندې پوهیږي، خو که پوهېدلی نو اوس به دومره ټيټ نه وای.

لیکواله: مریم صدیقي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button