رب العالمین؟ او که رب المسلمین؟

سلطان محمودغزنوي دسلطان سبکتګین زوی اوموریې زابلۍ پښتنه وه.دنومبرپه دویمه ۹۷۱زیږدیزکال یې نړۍ ته سترګی غړولي اود۵۹ کلونوپه عمرومړهغه ۲۶کلن وچې دسلطنت په ګدۍ کیناست اودخپل ځواکمن پوځ په زوریې دخپلې پاچایې لمنه پراخه اوسترفتوحات یې وکړل.د ده په عصر کې دغزني ښاردخپل ښایست اوبرم له پلوه دعروس البلاد دښارونوناوي په نوم یادیده دهغه وخت دلندن ښارلکه خټین ښاربریښیده.دزیاتروودانیودراوزې دعود، خوش بویه لرګیوجوړي وي اوپه ښار کې دخوندوربوی له کبله ،لارویانوهسې انګیرله چې ګني دعطروپه هټۍ ورګډ یم.
دبازارپه یوه ګوښه کې دیوه هندودوکان و.یوه ورځ بهلول دانا چې مجذوب اودرویش روبه مذهبي ،سپیڅلی شخصیت اودسلطان محمود ورور کیده دهندو له دوکانه تیریده.چې ناڅا په هندودهغه ومخې ته ورمنډه کړه اوپه چیغو،چیغویې ورته وژړل اوورته یې وویل داسې ورځ به نه وي چې دمسلمانانوله لاسه مې وهل اوډبول نه وي خوړلي سخت ګواښل کیږم اودخپل اولاد دساتنې په هیله اړیم چې خواري ،هڅه اوهاند وکړم.لاس درته لپه اودهیلولمن درته غوړوم چې عرض مې لوی سلطان ته ورسوې.
حضرت بهلول صیب دمظلوم هندودآه اوفریاد په اوریدلوخورا سخت متاثراوغمجن شواوهغه ته یې ډاډ ورکړچې په دې اړه به بیړنی هڅه اوپاملرنه ترسره کړي.
بهلول دانا دخواشنیو په ټال ځنګیده اودماښام په مهال یې ځان دسلطان دربارته ورساوه .دماښام محمدي اذان وشواوپه سلطنتي مسجد کې سلطان محمود اوورسره درباریان دبهلول دانا په امامت دماښام په لمانځه ودریدل.کله چې حضرت بهلول قراءت داسې پیل کړ:
الحمد ا لله رب المسلمین.
یوچا فتحه ورکړه: الحمدا لله رب العالمین.
بهلول بیا قراءت پیل کړاودماښام لمونځ دهغه په امامت ادا شو.دلمانځه وروسته سلطان محمود له حضرت بهلول څخه وپوښتل چې ولې دې الحمد الله رب المسلمین ووایه؟
بهلول صیب ځواب ورکړ تاسوپه دې معتقداوباوري یاست چې رب العالمین دی نه رب المسلمین نوبیاولې دالله رب په نوروعالمیانوظلم اوتیری کیږي هغوی ته هم خدای ج یا ایهناس خطاب کړی دی اودغزني په ښار کې یې دمظلوم هندوغمجن حال ورته بیان کړ.محمودغزنوي دبهلول په منطق اوموخه پوه شوسملاسي یې شاهانه فرمان صادرکړ چې هیڅوک دبل دین دپیروانودګواښلواوربړولوحق نه لري اودعارض مظلوم هندو،نوازش اوډادینې لپاره یې استازي ولیږل.اوله هغه وروسته هندو اونوروغیر دین خلکوبې غمه خپل کار اوبار کاوه .
همدغه دیني ژوره پوهه وه چې محمود غزنوي دبامیانود دووسترولرغونوبوتانودنړولوهڅه ونه کړه خوزموږد دین پتنګانودافغانستان دتاریخي دوښمنانوپه لمسون دافغانستان فرهنګي تاریخ له ویاړلونړیوالوعجایبواثاروڅخه بې برخې کړدجهالت اووحشت په کرغیړن کړنه دګرده نړۍ دنفرین اوکرکې سره مخامخ شول اوهمدا راز داویجاړوونکي لړۍ دبهرنیواوکورنیودوښمنانوله لاسه په بربریت اووحشت روانه ده.دبشر دحقوقودساتنې نړیوال سازمان دطالبانو له خواد۳۰۲ بابه ښوونځیو،۵۳۰۵ کلو،۵۰ جوماتونواو۴۱ روغتیایې مرکزونودچورلټ نړولورپوټ خپورکړی دی.د دغو وحشیانه جګړوپه خونړي ټس کې په زرګونو،زرګونوزموږبې وزله اوسپیڅلي مسلمانان ښځینه اونارینه اودښکلوګلونوپه څیر تنکي ماشومان شهیدان شوي اوپه زرګونو،زرګونوټپیان شوی دي.
ایا دېته مسلماني اواسلامي عمل ویلی شو چې لاسونه مو دخپلوخویندو،میندواوماشومانوپه وینوسره اوټول ګټي تاسیسات مو وران ویجاړپراته دي اوکابودرې نیم میلیونه ۳۵۰۰۰۰۰ جونه اوهلکان دویجاړوښوونځیواونا امنیو له لاسه دلیک اولوست څخه محروم دي.دعلم اوټیکنالوژی په دغه مدرن عصر کې به موږافغانان دجهالت په ځنځیرونوتړلي اوتل به محتاج اوله خپله کوره په تیښتواومهاجرت بوخت وو.په افغانستان کې اسلام دوژلواوورانولوخونړۍ وسله ګرځیدلي اورښتینی اسلامي
اصل الصلح خیرموهیرشوی دی.
دسولي اواسلامي رښتیني اخوت په هیله.
بسم الله اکبري هالینډ
۲/۱۲/۲۰۱۶

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button